د آلمان بایرن ایالت اعلان کړی چې دوی په ځانګړو عامه ځایونو کې پر بشپړ حجاب باندي بندیز لگولی دی. د بایرن ايالت د کورنیو چارو وزیر، یواخیم هیرمن د کابینې تر غونډي وروسته د سه شنبې په ورځ وویل چې د میرمنو له خوا د برقې او یا بشپړ نقاب اغوستل په عامه ځایونو کې د اړیکو پر وړاندي خنډ ګرځي.
هیرمن له رسنیو سره په خبرو کې وویل: «ارتباطات او اړیکي یوازې د خبرو له لاري نه کیږي، بلکي په دې کې احساسات، څیره او د بدن حرکتونه هم شامل دي.»
نوموړي همدا راز زیاته کړه: «دا [اړیکې] د شخصي ارتباطاتو اساس دی او زموږ د ټولني د خپلواکۍ او ديموکراتیک نظم بنسټ دی.»
د دې قانون د نوې مصوبې پر اساس به «د عامه خدمتونو په برخو، پوهنتونونو، ښوونځیو، وړکتونونو، د عامه نظم او خوندیتوب له پاره او همدا راز په ټاکنو کې» د ټول مخ پټول منع وي.
د آلمان په بایرن ایالت کې د مسیحي سوسیال اتحاد ګوند (CSU) حکومت کوي. تمه ده چې دغه نوی قانون به د اوړي د رخصتیو په رارسیدو سره تصويب شي.
دغه اقدام په داسي وخت کې کیږي چې په آلمان کې د روان کال په سپتمبر میاشت کې پارلماني انتخابات تر سره کیږي او داسې ویرې هم شته چې د آلمان له پاره بدیل ګوند یا «AfD» چې د مهاجرت سیاست ضد دی، ډیري رایې ترلاسه کړي.
کم ارزښته مسله؟
د آلمان صدراعظمې په ډیسمبر میاشت کې د ورته بندیز له پاره د خپل ملاتړ اعلان کړی وو او ویلي یې ول چې دغه کار باید «په هرځای کې چې د قانون له مخې امکان ولري» عملي شي.
د تیرو دوو کلونو په اوږدو کې بایرن ایالت تر یو میلیون زياتو مهاجرو چې ډیری يې مسلمانان دي د ورتگ او تيرېدو لومړۍ کرښه وه. په دې کار سره دغه ایالت د داخلي امنیتي اندیښنو او همدا راز په ټولنه او کلتور کې د مهاجرو د ادغام له ستونزې سره هم مخامخ دی.
زیاتره کسان پر دغه اقدام نیوکه کوي او دې کار ته د مذهب د خپلواکۍ پرضد او د سیاسي موخو له پاره د یوه گام په سترګه ګوري. د آلمان حکومت تر اوسه پوري په دې هکله چې په دغه هیواد کې څومره میرمنې بشپړ نقاب اغوندي، رسمي شمیري په لاس کې نه لري.
د آلماني رسنیو د آتکل له مخي په دغه هيواد کې تر ۳۰۰ لږ میرمنې په دوامداره توګه نقاب اغوندي.
زموږ له ارشيف څخه نور مطالب:
د هغو ايراني نارينه ؤ عکسونه په ټولنيزو رسنيو کي منتشر سوي دي، چي د ښځو په څېر حجابونه يې کړي دي. دا چي دغو نارينه ؤ ولي حجابونه کړي دي، په دغه انځوريز البوم کي یې کتلای او لوستلای سئ:
انځور: facebook/my stealthy freedomپه ټولنيزو رسنيو کي دوه هېشټېګونو ډېر محبوبيت تر لاسه کړی دی. دغه دوه هېشټېګونه د «#مردان_باحجاب » او «MenInHijab#» څخه عبارت دي. ګڼ شمېر ايراني نارينه ؤ د يادو هېشټېګونو سره خپل داسي انځورونه پر ټولنيزو رسنيو خپاره کړي دي، چي پکښي حجابونه يې پر سر دي.
انځور: facebook/my stealthy freedomدغه نارينه چي د حجاب سره خپل انځورونه ټولنيزو رسنيو ته لېږدوي، غواړي چي د نړيوالو رسنيو پام ځان ته واړوي. هغوی په دغه کار په ايران کي د ښځو له پاره د حجاب د مکلفيت پر ضد د احتجاج په توګه کوي. دا چي هغوی د خپلو ماينو، مېندو او خويندو تر څنګ په حجاب کي انځور اخلي، غواړي د «غيرت» د لغت معنی ته تغير ورکړي.
انځور: facebook/my stealthy freedomزياترو دغو باحجابه ايراني نارينه ؤ پر «غيرت» لغت او د هغه پر معنی تبصرې کړي دي. هغوی ليکي چي د مېندو، خوېندو او ماينو پر سر د حجاب نشته والی د هغوی د بې غيرتۍ معنی نه ورکوي. هغوی احتجاج کوي چي د ايران دولت د تيرو ۳۸ کالو راهيسي مېرمني په حجاب مکلفه کړي دي.
انځور: facebook/my stealthy freedomپه دغه انځور کي ولاړ نارينه د خپل انځور سره ليکلي چي په ایرانۍ ټولنه کي د غيرت له لغت څخه غلطه معنی اخيستل کيږي.
انځور: facebook/my stealthy freedomمسيح علي نژاد چي دوه کاله تر مخه يې د « آزادیهای یواشکی» په نوم کامپاين پېل کړی ؤ، د ښځو د اجباري حجاب پر ضد په خپل دغه کامپاين کي بريالی دی او د رسنيو توجه يې دغې موضوع ته جلب کړې ده. نوموړي د آلمان ږغ سره په خبرو کي وويل چي په دغه موضوع کي د رسنيو لېوالتيا زياته ده.
انځور: facebook/my stealthy freedomد مسيح علي نژاد په وينا حجاب د يوازي د مېرمنو موضوع نه دی. هغه وايي چي دغه د بشپړه ټولني له پاره يوه موضوع ده. د نوموړي په وینا دا هغه موضوع ده چي و نارينه ؤ ته هم مواجه ده او دغه خپاره سوي انځورونه ورباندي دلالت کوي.
انځور: facebook/my stealthy freedomد هغه باوجوده چي د حجاب موضوع يوازي د ايران د زنانه ؤ ستونزه نه ده، خو هر وخت چي دغه موضوع راپورته سي نو ورباندي انتقاد کيږي چي په ايران کي تر دغه نوري لويي ستونزي سته.
انځور: facebook/my stealthy freedomکومي پيغلي چي دغه انځور خپور کړی دی، ورسره ليکلي يې دي چي له خپل پلار او ورو څخه يې هيله وکړه چي په حجاب کي په انځور اخيستلو سره ورسره په کامپاين کي مرسته وکړي. هغه وايي چي هغوی چي کله حجابونه واخوستل نو لومړی يې ډېر وخندل خو وروسته يې په يوه دقيقه کي خولې وکړې او ويې ويل چي ښځي دغه څنګه برداشتوي.
انځور: facebook/my stealthy freedomد دغه کامپاين ملاتړي وايي چي نړۍ د ايران د نارينه ؤ په هکله دا نظر لري چي هغوی خپلي ښځي حتی بېله د هغوی د اجازې د سفر اجازه نه ري، بېله د نارينه ؤ د رضا پاسپورټ نه سي اخيستلای او يا لوڅ لباس واغوندي. له همدې کبله هغوی وايي چي حجاب يوازي د ښځو ستونزه نه ده.
انځور: facebook/my stealthy freedomد دغه کامپاین ملاتړ کوونکي هغه ايراني نارينه دي چي هيڅ وخت په داخلي رسنيو کي يې سهم نه دی درلودلی.
انځور: facebook/my stealthy freedomعلي نژاد وايي: «په رشتيا چي حيران يم چي د ايران نارينه څنګه وتوانېدل چي د ايران له دننه څخه خپل انځورونه او اوازونه د نړۍ لويو رسنيو ته ورسوي.»
انځور: facebook/my stealthy freedom«نن مي دغه عکس په سيسنګان کي واخيست. په انځور کي راسره زما د عمه زوی چي خور يې تر څنګ ده، راسره مرسته وکړه. په دې هيله چي د ايران نارينه يوه ورځ سره يوځای سي او ښځي د خپل حرمت او د انتخاب حق ولري.»
انځور: facebook/my stealthy freedomفرانسوي، بلجيمي او هالندي رسنيو د دغه کامپاين په تړاو راپورونه خپاره کړي دي. د دې تر څنګ په اېټاليا کي د ريپوبليکا ورځپاڼي هم په دې هکله مطلب خپور کړی دی. يو شمېر نورو نړيوالو رسنيو هم دغې موضوع ته انعکاس ورکړی دی.
انځور: facebook/my stealthy freedomعلي نژدا وايي چي په خپل دغه کامپاين سره خلک پوه کړي چي که خپله يو شم نه بلوي نو دي نور شمونه هم نه وژني.
انځور: facebook/my stealthy freedomدغه ځوان چي په خپل انځور يې په حجاب کي خپور کړی دی، ورسره ليکلي يې دي: «زما خور مجبوره ده چي شپه او ورځ په دغه بڼه ظاهره سي، چي ما يې صرف يوه لحظه تجربه کړله. اجبار انسان د خپل اصلي ځان څخه ليري کوي.»
انځور: facebook/my stealthy freedomدغه پلار او زوی هم په حجاب کي خپل انځور خپور کړی او وسره ليکلي يې دي: «بعضو په فيسبوک کي ليکلي چي غيرت اجازه نه راکوي چي د خپل ژوند د ملګرې سره انځور واخلو... موږ د خپلو مېندو او خوېندو سره د تر سره کېدونکي ستم څخه رنج وړو.»
انځور: facebook/my stealthy freedomپه توکيو کې په لومړي وار د مسلمانو ښځو له پاره يوه «فیشن شو» جوړه شوې وه. په دې ننداره کې ماډلي له رنګينو پوړنو سره راڅرګندي شوې. انځورونه ئې دلته کتلای سئ.
انځور: Reuters/T. Hanaiپه دې ننداره کې د لسو سترو شرکتونو کالي نندارې ته وړاندي شول چې زياتره یې د سنګاپور د فیشن برخي وې.
انځور: Reuters/T. Hanaiدې نندارې ته د «مسلمانو ښځو فیشن شو» نوم ورکړل شوې وو. دا فيشن شو په داسې حال کې جوړه شوې وه چې په جاپان کې «حلال ايکسپو» یا د «حلالو توکو نندارتون» جوړ شوی وو.
انځور: Reuters/T. Hanaiدا ننداره په ځانګړي توګه په جاپان کې د مېشتو مسلمانو ميرمنو له پاره جوړه شوې وه.
انځور: Reuters/T. Hanaiپه دې فيشن شو کې چې دوې ورځي يې دوام وکړ، د مسلمانو ښځو ترڅنګ ډيرو نورو جاپانۍ میرمنو هم ګډون کړی وو.
انځور: Reuters/T. Hanaiپه دې ننداره کې د رنګه پوړنو ترڅنګ د ځان پټولو عصري اوږده کالي او چپني هم نندارې ته وړاندي شول.
انځور: Reuters/T. Hanai