«د آلمان بشردوستانه چلن اروپا ته د مهاجرت سبب شوی»
۱۳۹۴ دی ۲, چهارشنبهملګرو ملتونو ویلي دي چې سږ کال شاوخوا یو میلیون کډوال له منځني ختیځ، اسیا او افریقا څخه د بیلابیلو لاملونو له کبله اروپا ته رسیدلې دي. اروپا ته د ډېرو رسیدونکو کډوالو له کبله اوس د دغي اتحادیې د لویدیځ او ختیځ غړو تر منځ اختلافات رامنځ ته شوي دي.
ډېر کډوال د چيک، سلواکیا او هنګري هیوادونو له لاري ځانونه د اروپايي ټولنې نورو هیوادونو لکه آلمان او سویدن ته رسوي. که څه هم دا هیوادونه اروپا ته د ډېرو رسیدونکو کډوالو پر لاره پراته دي خو د هغوی له ډلې څخه ډیر لږ یې په دغو هیوادونو کې پاتيږي.
دغه هیوادونه د اروپايي اتحادیې د هغي طرح سخت مخالفت کوي چې له مخې یې اروپا ته رسیدونکي مهاجر د دغې اتحادیې پر غړو هیوادونو باندي ویشل کیږي.
اروپا ته د مهاجرت په اړه نور معلومات دلته ولولئ
د زود دویچه څایتونګ ورځپاڼې د چهارشنبې ورځې په ګڼه کې د چيک جمهوریت د لومړي وزیر بوهوسلف سوبوتکا، په حواله راغلي دي: «آلمان په اوسني وخت کې د دې کړکېچ [د کډوالو د راتلو کړکېچ] بشري اړخ ته د امنیتي اړخ په پرتله لومړیتوب ورکړی دی».
هغه زیاته کړې ده: «آلمان داسي یو پیغام ورکړ چې هغه د منځني ځتیځ په ځینو برخو او شمالي افریقا کې اوریدل شوی او له مخې یې په خواشینۍ سره اروپا ته غیري قانونی مهاجرت لوړ شوی دی. له دې موضوع انکار نه شي کیدای».
د آلمان پر صدراعظمي انګيلا میرکل، باندي د هغې په خپل هیواد او آن خپل ګوند کې هم نیوکې ډیري دي خو میرکل بیا هم د کډړوالو په برخه کې پر خپل دریځ ولاړه ده. خو هغې ویلي دي چې د ډېرو کډوالو د راتلو د مخنیوي له پاره به اقدامات وکړي.
میرکل غواړي د سوریې شخړي په پای ته رسولو، ترکيه کې د کډوالو د شرایطو ښه کولو او همداراز پر اروپايي هیوادونو د دې خبرې منلو چې یو شمیر مهاجرو ته باید پناه ورکړي، غواړي آلمان ته د ډیرو کډالو د راتلو مخه ونیسي.