1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيا

د آلمان تر ټولو سخت ځپلی ښار څرنګه د کرونا ناورین مدیریت کړ

۱۳۹۹ اردیبهشت ۵, جمعه

هاينسبرګ په آلمان کې د کرونا ویروس له کبله له تر ټولو سخت اغېزمن شوو ښارونو څخه دی چې درې واړه روغتونونه يې ډېر ژر ډک شول.‌خو اوس د دغه ښار وضعيت او له ويروس سره چلن دواړه ښه شوي دي.

Deutschland Corona-Pandemie | Hotspot Heinsberg | Ortseingangsschild
انځور: picture-alliance/dpa/J. Güttler

د آلمان د هاينسبرګ د ښاري‌ روغتون طبي‌ پرسونل د فبرورۍ مياشتې په پای کې د کوويد-۱۹ مرض لومړني ناروغان وليدل.‌دغه ښار د آلمان په لويديځ کې پروت دی او ۲۵۰ زره اوسېدونکي لري.‌د روغتون د مديريتي‌ څانګې په حواله د دغو ناروغانو څخه ۱۷ تنه مړه شوي دي.‌په ياد ښار کې بيا ټول ټال ۵۸ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.‌

آيکو ليدمن د ښاري‌ روغتون د جدي‌ مراقبت د څانګې سر طبيب دی.‌نوموړي دويچه ويله ته ويلي‌ دي چې ده او همکارانو يې درې اوونۍ د ظرفيت تر حده پورې کار کړی څو د کوويد-۱۹ ناروغانو درملنه ممکنه کړي.

له دومره ډېرې تجربې سره،‌ نوموړی او ټيم يې اوس د ناروغانو په درملنه کې زيات ډاډ‌ لري.‌نوموړي‌ وويل: «زما تصور دا دی چې د هغوی درملنه راته اوس آسانه شوې ده.»

 نوموړی زياتوي‌ چې د مرض ډېر موارد په ورته شکل رامنځ ته کیږي او مخ ته ځي.‌د هغه په خبره طبي‌ پرسونل يې اوس د پخوا په پرتله «لا ښه مجهز او چمتو» هم وي او دا چې «د يو څه مودې راهيسې مړينې» نه دي‌ ليدل شوې.

د ناورين حالت

هاينسبرګ چې د آخن او دوسلدورف ښارونو تر منځ پروت دی په آلمان کې د نوي‌ ډول کرونا ويروس اصلي‌ مرکز وو.‌شتېفان پوش چې د هاينسبرګ ځايي‌ اداري‌ مسئول دی، دويچه ويله ته ويلي‌ دي چې د ويروس خپرېدنه د ناورين يو حالت او تر تولو خراب وضعيت وو.‌چارواکي‌ هم هک پک حيران او شوکي‌ ول.‌ليدمن وايي‌ چې داسې ورځې هم وې چې سهار به لا معلومه نه وه چې آيا کافي‌ محافظتي‌ لباس به د طبي‌ پرسونل له پاره موجود وي،‌ که نه. اوس هغه ډاکتران او نرسانې چې په ويروس اخته شوي‌ وې بېرته خپل کار ته راځي.‌ 

د ليدمن په خبره ټولو دغو کسانو له نېکه مرغه د کوويد-۱۹ ناروغۍ يوازې نرم علايم په ځان کې لرل.‌خو نوموړی ښه پوهيږي‌ چې اوسنی وضعيت ډېر «نازک» دی او هغه راتلونکي‌ ته اندېښمن دی.‌ليدمن وايي‌ دا چې دولتي‌ چارواکي اوس په ټول آلمان کې ځينې بنديزونه بېرته اخلي چې د ويروس د خپرېدو پر ضد لګول شوي‌ ول،‌ نو دی ورته «لږ څه اندېښمن» دی.

«ډېر څه مو زده کړل»

ليدمن وايي دا چې هاينسبرګ په ټول آلمان کې د کرونا ويروس د اصلي‌ مرکز په توګه شهرت وموند،‌ نو ډېر هغه خلک چې نورې ناروغۍ لري،‌ د دغه ښار له روغتونونو څخه په کوويد-۱۹ د اخته کېدو له وېرې څخه لېرې پاتې شول. دغه وېره او تر وخت مخکې قضاوتونه هم اوس راکم شوي‌ دي.‌

نوموړي‌ ډاکتر وويل چې په پیل کې به دی ډېر په غوسه وو کله چې سياستوالو به نامناسبې تبصرې او څرګندونې کولې. دا يې هم په ياد دي چې د ناروغانو انتقال به هم سخت وو کله چې روغتون به تر حده زيات ډک وو.‌د نورو سيمو او ښارونو ځينو همکارانو به يې ورته ويل:‌«موږ د کرونا ويروس ناروغان درڅخه نه اخلو.‌نه غواړو چې ورباندې ککړ شو.»

د وخت په تېرېدو سره البته نورو سيمه یزو ډاکترانو هم خپل نظر بدل کړ او دا يې وليدل چې ده او ټيم يې څرنګه د ويروس د خپرېدنې پر ضد چلن کاوه.‌اوس هغوی د ده په خبره وايي:‌«موږ درڅخه ډېر څه زده کولی شو.»

ليدمن په هغه کار وياړي‌ چې ده او همکارانو يې کړی او دې ته هم خوشحاله دی چې په ټول آلمان کې خلک د طبي‌ کارکوونکو زيار ته په درنه سترګه ګوري.‌خو هغه د «اتل» لقب بيا ردوي.‌هغه وایي: «موږ خپل کار کوو او هڅه کوو چې د امکان تر حده یې ښه تر سره کړو.»

(ns/ms (DW: Volker Witting

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب