د آلمان تورنادو الوتکې چمتو دي۱۳۸۶/۱/۳۱۱۳۸۶ فروردین ۳۱, جمعهد آلمان د پوځ شپږ تورنادو ډوله اکتشافي الوتکې په افغانستان کې د ماموريت د تر سره کولو دپاره چمتو شوي دي. دغه خبره د آلمان د هوايي ځواکونو قوماندې په پوتسدام کې کړې ده.لینک کاپي کولسر له ننه به د ورځې تر څلورو پورې الوتنې د څارنې په موخه تر سره کېدونکي ويانځور: picture-alliance/dpaاعلاند هوايي ځواکونو يوه وياند وويل چې سر له ننه به د ورځې تر څلورو پورې الوتنې د څارنې په موخه تر سره کېدونکي وي. ټاکل شوې ده چې د آلمان تورنادو ډوله اکتشافي الوتکې به معلومات راټول کړي او د نورو دندو تر څنگ د طالبانو د پوستو څارنه وکړي.