1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د آلمان حکومت د «آلمان د پاچاهۍ» ښي اړخې ډله منع اعلان کړه

گل غوټۍ پوپل | اې ، ډي ،پي
۱۴۰۴ اردیبهشت ۲۳, سه‌شنبه

د آلمان د کورنيو چارو وزير د ښي اړخو افراطيانو د «رايش اتباعو» يوه ډله منع اعلان کړه. د «آلمان د پاچاهۍ» په نوم د دې ډلې ځيني مشران چې تش په نامه «پاچا» هم پکې شامل دی، نيول سوي دي.

ویل کیږي چی "د جرمني پاچاهۍ" په نوم ټولنې بڼسټ په ۲۰۱۲ کال کې په ویټنبرګ کې د پیټر ایف له خوا کښیودل سو،
د آلمان حکومت د «آلمان د پاچاهۍ» ښي اړخې ډله منع اعلان کړهانځور: Picture-Alliance/dpa/P. Seeger

د جرمني د کورنیو چارو وزیر الکساندر دوبرینت، د «آلمان پاچاهۍ» په نوم ټولنه منع اعلان کړه.

 ياد وزارت د سې شنبې په سهار (۲۰۲۵م کال د می ۱۳) په برلین کي څرگنده کړه چي «د رایش د اتباعو» د دې سترې ټولنې هدف او فعاليتونه د جرمي د قوانینو خلاف او د اساسي قانون د نظم او همدارنگه د "نړیوال تفاهم" د مفکورې پر ضد وو".  لویې څارنوالۍ څلور کسان نیولي دي.

دوبرینت، څرگنده کړه چي د نوموړې ټولنې غړو د «خپلو یهودیت ضد  توطيو د نظريو له لارې د پاچاهۍادعا تقويه کوله« او اقتصادي جرمي جوړښتونه رامنځته کړي دي. د نوموړي  وزارت په وینا، دغه بندیزپر يو شمیر فرعي ټولنو هم صدق کوي . د نوموړي سازمان د خپلو څرگندونو له مخې، د "آلمان پاچاهۍ" ډله له ۶۰۰۰ کسانو څخه جوړه سوې ده.

د دغه وزارت په وینا، د سهار وختي له پیل راهیسې  په اوو فدرالي ایالتونو کې په سلګونو ځواکونو د نوموړې ټولنې د مخکښو غړو ملکیتونه او اپارتمانونه وپلټل.

په باډن-وورتمبرګ، نیدر زاکسن، نورد راین ويستفالن، راینهالد فالز، زاکسن،  زاکسن انهالت او تورینگن په سیمو کې د دغو چاپو هدف دا وو چې د نوموړې ټولنې شتمني او "د اساسي قانون ضد اهدافو او فعالیتونو« په هکله شواهد ضبط کړي.

د ۲۰۱۴ م کال د اکتوبر ۳مه: د رایش د ډلې غړي د آلمان د پارلمان مخې ته راټول سويانځور: Imago/Future Image

د لویې څارنوالۍ د دفتر په وینا، د آلمان د  جنایی  پولیسو د دفتر چارواکو د راینلنډ فالز په سیمه، منځني زاکسن، زاکسن او د براندنبورگ په اوډر ام شپرې ښار کې د عدالت په محکمه کې د  یوه تحقیق کوونکي قاضي له خوا د څلورو کسانو د نیول کیدو امر صادر سوی دی. سربیره پردې، د سویس په سولوتورن کې د کانټونل پولیس د یو بل شکمن کس اپارتمان هم تلاشي کړی دی.

دغه وزارت اعلان کړی چې "د جرمني پاچاهۍ" په نوم ټولنې بڼسټ په ۲۰۱۲ کال کې په ویټنبرګ کې د پیټر ایف له خوا کښیودل سو، چې "ستر واکمن" بلل کیده.

اوسمهال دغه ټولنه په آلمان کې د په اصطلاح رایش او خپلسرو حاکمانو د اتباعو په ډله کې د غړو د شمیر له پلوه تر ټولو لویه ټولنه بلل کیږي چې د آلمان له فدرالي حکومت له موجودیت څخه انکار کوي او حقوقي نظام ردوي.

دغو غړو همدارنگه د آلمان د فدرالي جمهوريت انحصار هم رد کړی او د آلمان دولتي ادارې او نور هیوادونه یې د شیطاني ځواکونو له خوا تر نفوذ لاندي یا د یهودي قبیلو له خوا کنټرول سوي په توگه ننگولي دي.

ډوبرینډټ ټینګار وکړ: "دا زموږ په اساسي قانون کې نه سي زغمل کیدای." "موږ به د هغو کسانو په وړاندې پرېکړنده اقدام وکړو چې زموږ پر آزاد ډیموکراتیک اساسي نظم باندي برید کوي."

گل غوټۍ پوپل ګل غوټۍ پوپل له کلونو راهیسې د افغانستان په اړه د راډیويي او تلویزیوني خپرونو ویاندویي کوي.
د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل