1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د آلمان حکومت د تابعیت ترلاسه کولو شرایط اسانه کړل

۱۴۰۲ شهریور ۲, پنجشنبه

د آلمان حکومت د چهارشنبې په ورځ (۲۰۲۳م کال د اګست ۲۳) د دغه هېواد د تابعیت ورکونې د نوي قانون مسوده تصویب کړه. د دغه قانون پر اساس به وروسته له دې بهرني اتباع وشي کړای د آلمان تابعيت په چټک او اسانه توګه ترلاسه کړي.

Deutschland Einbürgerung Feier
انځور: Fabian Sommer/dpa/picture alliance

په راتلونکې کې به په آلمان کې میشتو بهرنیو اتباعو له پاره د دغه هېواد د تابعیت ترلاسه کولو بهیر چټک او اسانه وي. د هغې قانوني مسودې له مخې چې د اګست پر ۲۳مه د آلمان د کابېنې له خوا تصویب شوه، مهاجر کولای شي په آلمان کې يوازې د پنځو کلونو په تېرولو سره د تابعیت درخواست وکړي. تر دې وړاندې د تابعيت ترلاسه کولو له پاره د اقامت لازمي موده اته کاله وه.

په نوي قانون کې د هغو افرادو له پاره چې لوړې حرفه ېې يا روزنيز لاسته راوړنې ېې درولودلي او یا ېې داوطلبانه کارونه کړي وي، یو لړ سهولتونه هم په نظر کې نيول شوي دي. داسې افراد کولی شي په خاصو شرایطو کې وروسته له درو کلونو اقامت د آلمان تابعیت له پاره درخواست وکړي.

ورته نور ولولئ: د آلمان حکومت: یهود ضد او نژاد پالونکي د آلماني تابعیت حق نلري

په نوي قانون کې په یو وخت کې د څو تابعیتونو لرل هم مجاز شوي چې له مخې ېې هغه بهرني اتباع چې د تابعیت درخواست کوي، وروسته له دې اړ نه دي چې د آلماني تابعیت ترلاسه کولو پر وخت د خپل هیواد تابعیت لغوه کړي.

عصري او منصفانه قانون

د آلمان د کورنيو چارو وزېرې نانسي فیزر، چې له سوسیال دموکرات ګوند څخه ده د نخبګانو او مغزونو د جذب نړېوالې سيالۍ ته په اشارې، د مهاجرت نوي قوانین، عصري او منصافه قوانین توصیف کړل. 

نوی قانون سره به په راتلونکې کې په آلمان کې ټول هغه ماشومان چې له خارجي والدینو دنیا ته راځي، کولی شي پرته له کوم شرط، د آلمان تابعیت ترلاسه کړيانځور: Marijan Murat/dpa/picture alliance

د دغې مسودې پر اساس، د تابعیت غوښتونکي باید وشي کړای د خپل او د کورنۍ د ژوندانه لګښتونه تامین او همدارنګه له آلماني ټولنې سره سازش ولري. د دوی باید آلماني ژبه هم په ښه سطحه کې زده وي.

ورته نور ولولئ: اروپايي هيوادونه د تابعيت ورکولو شرايط څنګه تنظيموي؟

په عین حال کې يو لړ استثناوې هم په دغه قانون کې شته چې له هغې جملې څخه کېدای شي په اصطلاح مېلمه کارګرانو ته اشاره وشي کوم چې له ۱۹۷۴م کال څخه مخکې د آلمان خاورې ته داخل شوي او همدارنګه هغه په اصطلاح قراردادي کارګران چې له ۱۹۹۰م کال څخه دمخه پخواني شرقي آلمان ته داخل شوي دي. بل دا چې د ۶۷ کلونو د ډېر عمر لرونکو مهاجرو د ژبې آزموینه کېدای شي د کتبي پر ځای شفاهي شکل ته بدله شي.

په آلمان کې زېږېدونکي ماشومان

د آلمان د مهاجرت نوي قانون پر اساس، په راتلونکې کې په آلمان کې ټول هغه ماشومان چې له خارجي والدینو دنیا ته راځي، کولی شي پرته له کوم شرط، د آلمان تابعیت ترلاسه کړي. که چېرته د دغو ماشومانو مور او يا پلار ېې په په آلمان کې په قانوني توګه تر پنځو کلونو ډېر وخت ژوند کړی او دايمي اقامه هم ولري، کولی شي د خپل والدین تابعیت هم حفظ کړي.

ورته نور ولولئ: آلمان کې د دوه ګوني تابعیت په اړه اصلاحات «باید ډیر مخکې شوي وای»

په نوو اصلاحاتو کې دا الزام چې یو فرد باید د آلماني تابعیت او د والدین له تابعيت څخه يو ېې وټاکي، هم حذفیږي او فرد کولی شي په یو وخت کې دواړه تابعیتونه حفظ کړي.

د آلماني ژبې په ښه توګه زده کړه د آلماني تابعیت ترلاسه کولو کې له مهمو شرایطو څخه دیانځور: DW/M. Hallam

همدارنګه د دغې مسودې له مخې، د آلماني تابعیت ترلاسه کولو له پاره د «لیبرال دیموکراسۍ اساسي اصولو ته پابندي» لازمي ده. په دې اساس، ممکن د هغو افرادو درخواست رد شي چې د «یهودیت ضد، نژادپرستۍ، له پردو وېرې، یا د نورو غیر انساني انګیزو» پر اساس د جرمونو مرتکب ګرځيدلي وي.

د تابعیت ورکولو مراسم

په نوې مسوده کې همدارنګه د تابعیت د ترلاسه کولو له پاره د تشریفاتو عمومي مراسم په نظر کې نيول شوي دي او د هغو پر اساس به ترسره کيږي. د تابعیت تصدیق باید په یو تشریفاتي محیط کې د مراسمو په ترڅ کې وسپارل شي.

ورته نور ولولئ: آلمان خارجيانو ته د تابعيت ترلاسه کولو شرايط نرموي

د آلمان د کورنیو چارو وزارت په خبره، د آلمان شاوخوا ۱۴ سلنه نفوس چې له ۱۲ ميلیونو څخه لږ زیات کسان کيږي، آلماني پاسپورت نه لري. له دې ډلې څخه شاوخوا ۵ ميليون او ۳۰۰زره ېې لږ تر لږه لس کاله کيږي چې په آلمان کې ژوند کوي. په ۲۰۲۲م کال کې د آلماني پاسپورت ترلاسه کولو له پاره ۱۶۸ زرو او ۵۴۵ درخواستونه ثبت شول چې دا د هغو افرادو چې لس کاله ېې په آلمان کې ژوند کړی، یوازې ۱ اعشاریه ۳ سلنه برخه جوړوي.

پر نوي قانون د اپوزیسیون نېوکې

خو د حکومت پر دغه اقدام نيوکې هم کیږي. د مسيحي دموکرات او مسیحي سوسیال ګوندونو اتحاد چې اوس په اپوزیسیون کې قرار لري، حکومت د تابعیت پر «بې ارزښته کولو او ارزانه خرڅولو» تورنوي. دغه اتحادي ګوندونه وايي د تابعیت ترلاسه کولو له پاره باید د درخواست کوونکو د جرمي سابقې نه لرل، د آلماني ژبې مهارت او کار په څېر مسایلو ته ډېره توجه وشي. 

د تابعیت په قانون کې اصلاحات، د آلمان په فدرالي حکومت کې يوه له کلیدي پروژو څخه ده کوم چې دغه ائتلافي حکومت ورباندې د مخه توافق کړی ووانځور: Markus Schreiber/AP/picture alliance

د تابعیت په قانون کې اصلاحات، د آلمان په فدرالي حکومت کې يوه له کلیدي پروژو څخه ده کوم چې دغه ائتلافي حکومت ورباندې د مخه توافق کړی وو.

ورته نور ولولئ: المان کې د غیر اروپايي هیوادونو د کارگرو شمیر زیات شوی دی

په نوي قانون کې همدارنګه هغه آلمانان چې غواړي د یو بل هيواد تابعیت په لاس راوړي، اړ نه دي چې خپل آلماني تابعیت له لاسه ورکړي.

په نورو هېوادونو کې د اقامت موده

د «کنراد آدناور بنسټ» د تېر کال یو تحقیق پر اساس د فرانسې، فنلند، لوکزامبورګ، هالند سويډن او امریکا متحده ایالاتو په ګډون يو شمېر هېوادونو کې د تابعیت د درخواستۍ قانون، تر پنځه کاله اقامت کولو وروسته عملي کيږي. 

په سویس، ليتوانیا او هسپانيا کې دغه موده لس کاله، په ځینو نورو هیوادونو لکه ایرلند او کاناډا کې درې، په استرالیا کې څلور، په ناروې کې اووه او په دنمارک کې نه کاله ده.

پر ورته موضوع زموږ له آرشیف څخه یو انځوریز البوم هم کتلی شئ:

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل
د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل