1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د آلمان حکومت د هامبورګ اسلامي مرکز او اړونده سازمانونه تړلي

۱۴۰۳ مرداد ۳, چهارشنبه

د آلمان حکومت نن چهارشنبه د هامبورګ اسلامي مرکز (IZH) د تړلو خبر ورکړ. د کورنيو چارو وزيرې نانسي فيزر، ويلي دي چې دغه مرکز د استبدادي اسلامي قوانینو تبليغات کول.

Razzien gegen Islamisten - Blaue Moschee Hamburg
انځور: Daniel Bockwoldt/dpa/picture alliance

د آلمان د کورنيو چارو وزارت لخوا په یوه اعلامیه کې راغلي دي چې د هامبورګ اسلامي مرکز په آلمان کې د ایران د (انقلابي رهبر) ايډیالوژي چې پر «اسلامي انقلاب» يادیږي په جګړيزه او استبدادي شکل سره خپروله.

د آلمان د کورنیو چارو وزيرې نانسي فيزر، په دغه اعلامیه کې ويلي دي: «دا زما له پاره ډېره مهمه ده چې په دې تړاو يو توپير واضح کړم: موږ د کوم دین مخالف نه یو.» هغې ډاډ ورکړ چې د شیعه مذهب سوله ايز رسوم په بشپړ وضاحت سره بیان شوي، چې هغه په دغه بندیز کې نه دي اغیزمن شوي.

په بندیز کې له ياد اسلامي مرکزه علاوه د هغه پنځه اړوند سازمانونه هم شامل دي. حکومت په دې ارتباط د چهارشنبې په سهار په ټول آلمان کې عملیات وکړل.

د آلمان د کورنيو چارو وزارت ویلي دي چې دغه عملیات د محکمې د اوامرو مطابق، په اتو ایالتونو کې شوي، چې پکې په مجموع کې ۵۳ اړونده جایدادونه تلاشي شوي دي. دغه ځایونه د آلمان په هامبورګ، بريمن، برلین، لاور زاکسوني، مکلنبورګ- ویسترن پومیرانیا، هیسن، نورد راین ویستفالین او بایرن ایالتونو کې پلټل شوي دي.

د هامبورګ اسلامي مرکز انځور: Markus Scholz/dpa/picture alliance

د آلمان د کورنیو چارو وزارت په اعلاميه کې راغلي چې د هامبورګ اسلامي مرکز یو افراطي اسلامپاله سازمان دی چې د اساسي قانون خلاف اهداف تعقیبوي.

وزېرې فېزر، ويلي دي، کوم عقاید چې د هامبورګ اسلامي مرکز له خوا ترويج کېدل له جملې څخه ېې د ښځو د حقونو د تضعیف په موخه ول.

په اعلاميه کې دغه راز راغلي: «له دې نه علاوه، د هامبورګ اسلامي مرکز او د هغه اړوندو سازمانونه د حزب الله تروریستانو ملاتړ کوي او د یهوديت ضد مفکوره خپروي.»

د امریکايي يهودانو د برلين کمېټې، د آلمان حکومت له دغه اقدامه هرکلی کړی دی.

د آلمان خبري آژانس په حواله، په آلمان کې د شیعه ګانو د ۱۵۰ تر ۲۰۰ پورې کميټې شته.

(dpa)mks/nz

له آرشیف څخه (20.09.2018):

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل