د آلمان حکومت له پاکستانه د افغانانو په ایستلو اندېښنه ښودلې
۱۴۰۲ آبان ۱۱, پنجشنبه
د آلمان حکومت او ملګرو ملتونو له پاکستان څخه په ډله ایزه توګه د افغان کډوالو پر ایستلو اندیښنه څرګنده کړې ده. آلمان ویلي دي د هغو افغانانو په اړه چې باید جرمني ته انتقال شي، له پاکستاني چارواکو سره په اړیکه کې دی.
اعلان
د آلمان د بهرنیو چارو وزارت ویاند د چهارشنبې په ورځ په برلین کې وویل چې دوی د هغو افغانانو په اړه چې په پام کې ده د آلمان په مرسته له پاکستانه راووځي، له پاکستاني چارواکو سره په اړیکه کې دي.
د پاکستان حکومت که څه هم چې اعلان کړی دی چې د نوامبر له لومړۍ نیټې څخه به ټول ناقانونه افغان کډوال له پاکستانه اخراج کړي، خو د دغې تګلارې اصلي موخه هغه افغانان دي چې له لسیزو راهېسې په پاکستان کې ژوند کوي او یا هم واک ته د طالبانو په دويم ځل رسېدو سره دغه هیواد ته تللي دي.
د آلمان د بهرنیو چارو وزارت ویاند ویلي دي چې دوی په ځانګړې توګه په افغانستان کې د روان ناوړه بشري وضعیت له امله اندیښمن دي.د نوموړي په وينا، د ژمي په رارسېدو سره به دغه حالت لا سخت شي.
د پاکستان حکومت د ملګرو ملتونو او بشري حقونو سازمانونو هغه غوښتنې رد کړي چې په ټولیز ډول دې کډوال نه اخراجوي. طالبانو هم له پاکستان غوښتي و چې دغو کډوالو ته دې وخت ورکړل شي څو بيرته ستنېدو له پاره ځانونه چمتو کړي.
انځور: Muhammad Sajjad/AP Photo/picture alliance
«نه غواړم مړه شم»
یو شمیر افغانانو پاکستان کې اعتراضونه هم وکړل. دغو کډوالو ویلي دي د یو شمیر ګواښونو له امله نشي کولی، افغانستان ته ولاړ شي. دغو اعتراض کوونکو چې ښځې هم پکې شاملې وې، یو شمیر شعارونه لیږدول لکه: «نه غواړم مړه شم» او یا هم «بیرته ستنیدل ودروئ».
انځور: Ali Kaiffee/DW
د خلکو او لاريو اوږده کتارونه
د چهارشنبې په ورځ او همدا راز نن، پنجشنبه هم د خلکو او لاريو اوږده کتارونه په تورخم کې په تمه دي.
انځور: Muhammad Sajjad/AP Photo/picture alliance
نه پاتېدلی شي او نه یې هم تللو ته زړه ښه دی
لسیزې کیږي چې پاکستان د افغان کډوالو کوربه دی. له دوی څخه یې ډیر شمیر قانوني اسناد هم ترلاسه کړي. پر دې سربیره لاهم ۱،۷ میلیونه ناقانونه افغان کډوال په پاکستان کې ژوند کوي. دغه کډوال داسې یوه هیواد ته ستنیږي چې له اقتصادي کړکيچ سره مخامخ دی.
انځور: Farooq Naeem/AFP/Getty Images
افغان کډوال د اخراج په یوه مرکز کې
د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیسارۍ د معلوماتو پر بنسټ د طالبانو له بیا راتلو شاوخوا ۶۰۰ زره کډوال پاکستان ته تللي دي. لکه څنګه چې دغو انځورونو کې ښکاري یو شمیر کډوال لندي کوتل کې د کډوالو په یوه مرکز کې د بیرته ستندیو لپاره راټول شوي.
انځور: Farooq Naeem/AFP/Getty Images
ولې افغانان له پاکستانه ایستل کیږي؟
شنونکي وايي، په پاکستان کې په دې وروستيو کې د تاوتريخوالي ډېروالی، اقتصادي کړکېچ او د افغان طالبانو او پاکستان تر منځ اړیکو ترینګلتیا د دغه ډله ایز اخراج لاملونه دي.
انځور: Muhammad Sajjad/AP Photo/picture alliance
انځورونه1 | 11
هغه زیاته کړه چې د همدې وضعیت له امله د آلمان د بهرنیو چارو وزارت د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د عالي کمیشنرۍ (UNHCR) له لارې د ۲۰۲۳م کال لپاره له افغانستان او ګاونډیو هېوادونو سره یې د ۲۰ میلیونه يورو د بشري مرستو ژمنه کړې ده.
د آلمان د فدرالي حکومت د کډوالو د منلو پرواګرام له لارې، په ځانګړې توګه له خطر سره مخامخ افغانان آلمان ته رالیږدول کیږي.
دا پروګرام د هغو کسانو لپاره دی چې د ښځو، بشري حقونو سیاست، رسنیو، تعلیم او کلتوري برخه کې یې فعالیتونه کړي او اوس له ګواښ سره مخ وي.
د جرمني د بهرنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې تر اوسه په دې پروګرام کې شاوخوا ۶۰۰ کسان منل شوي، خو یوازې ۱۳ کسان آلمان ته راغلي دي. پر دغه پروګرام سربیره په لسګونه زره له خطر سره مخامخ افغانان هم آلمان ته راوړل شوي دي.
د آلمان د بهرنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، واک ته د طالبانو تر رسیدو وروسته څه د پاسه ۳۰ زره له خطر سره مخامخ افغانان آلمان ته انتقال شوي دي. په دې کسانو کې د آلمان د پوځ او ادارو ۱۹۳۰۰ سیمه ايز کارکوونکي هم شامل دي.