د آلمان داخله وزیر افغانستان ته د ښځو د اخراج امکان رد نکړ
۱۴۰۴ آذر ۱۰, دوشنبه
د آلمان د کورنیو چارو وزیر، د یوې آلمانۍ ورځپاڼې سره په مرکه کې ویلي دي چې په افغانستان کې له مسؤلینو سره خبرې اترې روانې دي او د هغوپناه غوښتونکو معلومات چې په پام کې دي اخراج سي، په آلمان کې د افغانستان له سفارتونو سره تبادله سوي دي.
دوبرینت زیاته کړې:«افغانستان غواړي پلټنه وکړي چې آیا دغه کسان واقعاً د دغه هیواد اتباع دي او که نه او دا خبره زما له پاره د درک وړ ده. کله چې دغه بهیر جریان پیدا کړي او ثابته سي، نو د اخراجونو منظمه لړۍ به پیل سي.»
اړونده موضوع: په ۲۰۲۵ کال کې له المان څخه د مهاجرو اخراج ۲۰ سلنه زیات شوی
دوبرینت افغانستان ته د ښځو د اخراج امکان هم رد نه کړ او وې ویل چې: « لومړی مجرمین او خطر پیښوونکي کسان دغه هیواد ته اخراجیږي او په دې برخه کې قانون د ښځو او نارینه وو ترمنځ توپیر نه کوي، که څه هم چې تر اوسه یوازې نارینه اخراج سوي دي.»
د آلمان د کورنیو چارو وزیر دغه تورونه رد کړل چې گواکې آلمان، افغانستان ته د اخراجونو له لارې یوه سیاسي بیه ورکوي او وې ویل: «هیڅ ډول داسې یوه بیه نسته. زما تصور دادی چې په افغانستان کې مسؤلین غواړي په نړیواله کچه خپله مسولیت پذیري وښيی.»
له سوریې سره مذاکرات نهايی پړاو ته رسیدلي دي
د آلمان د کورنیو چارو وزیر اعلان کړل چې له سوریې سره د مجرمینو د اخراج په اړه خبرې اترې نهايي کیدو ته نیژدې سوې دي. نوموړي چې د بایرن د رسنیو د ډلې له ورځپاڼو (د دوشنبې د ورځې له گڼو) سره مرکه کوله، زیاته کړه: «موږ غواړو مجرمین په منظم ډول اخراج کړو او دغه کار به سرته ورسوو.»
اړونده موضوع: آلمان په اکتوبر کې تر ټولو ډېر شمېر سوریايانو پناه غوښتنې رد کړي
هغه زیاته کړه: «موږ په دې برخه کې له سوریې سره توافق ته نیژدې سوي یو.»« د هغه په خبره په اوس وخت کې خبرې اترې«په تخنیکي کچه» روانې دي او په ښه توگه پرمخ ځي.