دوبرینت د بیرته ستنیدونکو له پاره د مرکزونو جوړول غواړي
۱۴۰۴ مهر ۱۰, پنجشنبه
د آلمان د کورنیو چارو وزیر الکساندر دوبرینت، د مهاجرو په تړاو په مونشن کې د پلان سوې غونډې په نظرکې نیولو سره د "Münchner Merkur" ورځپاڼې د پنجشنبې گڼې ته وویل چې" موږ غواړو د بیرته ستنولو له پروژو سره پرمخ ولاړ سو."
نوموړي سیاستوال د خپلو څرگندونو په دوام وویل: "د بیرته ستنیدونکو له پاره داسي مرکزونه چې د امکان ترحده د هغوی اصلي هیوادونو ته نیژدې واقع وي." دوبرینت وویل: "دغه مرکزونه باید له اروپا څخه هغه رد سوي پناه غوښتونکي ومني چې نه سي کیدای د هغوی اصلي هیوادونو ته اخراج کړای سي. په دې اړه په اوس وخت کې په اروپا کې بحثونه کیږي."
اړوند:آلمان؛ افغانستان ته اخراجونه او طالبانو سره د چلند د څرنګوالي مسئله
د کورنیو چارو وزیر وویل: "موږ غواړو له اروپايي ټولنې څخه د دا ډول مرکزونو د جوړولو له پاره حقوقي امکانات ترلاسه کړو. په عین وخت کې په دې پوهیږو چې له اروپايي ټولنې څخه د دا ډول مرکزونو د جوړولو تمه نه لرو."
د هغه پلان "د دې کار د پلي کولو له پاره په انفرادي ډول د غړو هیوادونو ترمنځ شبکه ایزه همکاري ده." دا چې چیرې، لا تر اوسه ورباندې موافقه نه ده سوې.
دوبرینت اعلان وکړ چې سوریې او افغانستان ته به د کډوالو له بیرته ستنولو څخه خپل ملاتړ ته ادامه ورکړي.
د هغه په خبره نوموړی په دمشق کې په شخصي توگه هم خبرو اترو ته تیار دی. دوبرینت یوازې د هغو مجرمو کسانو په هکله خبره ونه کړه چې باید اخراج سي. "معیار به داوي: هغه چا چې ځان مدغم کړی، کارکوي، د دې چانس لري چې په آلمان کې پاته سي." د پاته نورو ټولو کسانو له پاره غواړو چې د بیرته ستنولو مکلفیت عملي کړو."
اړوند:د آلمان داخله وزیر: افغانستان او سوریې ته د اخراجونو په هڅه کې یو
دوبرینت په عین حال کې اعلان وکړ چې د پناه غوښتونکو له پاره دي هم د کار کولو بندیزونه نرم کړای سي.
هغه نوموړې ورځپاڼې ته وویل: "زه اوس مهال قانوني اساس بدلوم." "حتی که څوک لاهم د پناه غوښتنې په پروسه کې وي، دوی ته باید له دریو میاشتو وروسته د کار کولو اجازه ورکړل سي. دا به ډیر ژر معلومه کړي چې څوک غواړي په کاري ځواک کې برخه واخلي او زموږ په ټولنه کې مدغم سي، او څوک غواړي فقط د ټولنیز امنیت سیسټم ته داخل سي."
دوبرینت د شنبې په ورځ (۲۰۲۵ م کال د اکتوبر ۴مه) په مونشن کې د کډوالو په هکله غونډه کې له خپلو یو شمیر اروپايي سیالانو سره ویني.
د آلمان د کورنیو چارو وزارت اعلان وکړ چې د نورو ترڅنگ به د فرانسې د کورنیو چارو وزیر برونو پرچون لیو، او د ایټالیا داخله وزیر ماتیو پیانټیډوسي، به هم د بایرنپه پلازمینه مونشن کې د مهاجرت په نوم غونډه کې گډون وکړي.
نوموړې غونډې ته د اروپايي ټولنې د کورنیو چارو د کمیشنر مګنوس برونر، د راتگ تمه هم کیږي.