آلمان افغانستان ته د ځواکونو د بیا استولو غوښتنه رد کړه
۱۴۰۰ مرداد ۱۸, دوشنبه
آلمان تر امریکا متحده ایالاتو وروسته دوهم هیواد وو چې په افغانستان کې يې تر ټولو ډير شمیر سرتيري درلودل. آلماني سرتيري د کندز په شمول د افغانستان په شمالي ولایتونو کې پوځي ماموریت درلود. آلمان تر دوهمې نړيوالې جګړې وروسته د بل هر ځاي په پرتله خپل تر ټولو ډير سرتيري په کندز کې له لاسه ورکړي دي.
د کندز ښار مرکز، د يکشنبې په ورځ د طالبانو لاس ولويد. طالبانو د تيرو درو ورځو په جریان کې د جوزجان، سرپل او تخار ولایتونو مرکزونه هم نيولي دي. طالبانو دغه پوځي پرمختګونه له می میاشتې راهيسې چې له افغانستانه د نړيوالو ځواکونو وتل پيل شوي، ترلاسه کړي دي.
رويټرز له برلین څخه ليکي چې د آلمان دفاع وزيرې، اناګريت کرامپ-کارنباور، پر ټويټر ليکلي دي چې «له کندز او ټول افغانستان څخه رپوټونه ډير ترخه او دردونکي دي.»
هغې زياته کړې: «آیا ټولنه او پارلمان چمتو دی چې جګړې ته وسلوال ځواکونه وليږي او هلته خپل ډير سرتيري لږ تر لږه د یوه نسل له پاره پريږدي؟ که دې ته چمتو نه یو، بیا خو له خپلو شريکانو سره په ګډه وتل د یو ښه تصمیم په توګه په خپل ځای پاتې کيږي.»
د کرامپ-کارنباور د محافظه پاله ګوند يو شمیر غړي غواړي چې د طالبانو پر ضد جګړه کې برخه واخلي، خو هغې ويلي دي چې د طالبانو ځپل یو اوږده او سخت کمپاين ته اړتیا لري.
امریکا متحده ایالاتو په اپریل میاشت کې اعلان وکړ چې له افغانستان څخه به ټول امریکايي ځواکونه د سپتمبر تر ۱۱مې پورې وباسي. له دغه اعلان وروسته ناټو سازمان هم دغه لار تعقیب کړه. خو د بهرنيو ځواکونو له وتلو سره سم جګړو زور واخیست او طالبانو ډيرې سیمې له حکومت څخه ونیولې.
د آلمان دفاع وزيرې د افغانستان د شخړۍ په تړاو د متحده ایالاتو پخوانی ولسمشر، دونالد ترمپ تورن کړ چې د افغانستان ماموریت يې کمزوری کړ، په داسې حال کې چې د هغه ځای ناستی جو بایدن د ځواکونو د وتلو سیاست عملي کوي.
هغې ويلي دي چې «طالبانو سره د ترمپ بدمرغه معامله د يوې پای پیل وو»، هغه یو توافق چې ترمپ په ۲۰۲۰ کال کې طالبانو سره له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د استلو له پاره وکړ.
رويټرز/م.ک.ص./ب.ص.