1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمان به په اوسني وضعیت کې اوکراین ته وسلې ورنکړي

۱۴۰۰ بهمن ۲, شنبه

د آلمان دفاع وزیرې کریستین لامبريښت د شنبې په ورځ وويل چې هیواد به يې د اوکراین او روسیې تر منځ په اوسني ترینګلي وضعیت کې اوکراین ته وسلې ورنکړي. څو ورځې مخکې بریتانیا اوکراین ته د ټانګ ضد وسلو اکمالات پيل کړي وو.

Christine Lambrecht Besuch NATO EFP Battalion
انځور: Petras Malukas/AFP/Getty Images

د امریکا په سنا کې د دوو ګوندونو يوې ډلې هم اوکراین ته د وسلو د اکمالاتو خبره کړې چې کیدای شي په دغو وسلو کې توغندي، سپکې وسلې او کښتۍ شاملې وي تر څو له اوکراین سره د روسېې د احتمالي یرغل په صورت کې مرسته کړي وي.

د روسيې او لويديځ تر منځ د اوکراين پر سر خراب وضعیت خپل اوج ته رسيدلی دی. روسېې له مودې راهیسې د اوکراین سرحد ته نیږدې خپل ځواکونه ځای پر ځای کړي او امریکا وايي ګمان کوي چې روسيه په دې کار سره پر اوکراین د حملې نیت لري. اما مسکو دغه خبره ردوي.

خو د آلمان صدراعظم اولاف شولتڅ بیا دغې شخړيزې سیمې ته د وسلو د نه اکمال پر سیاست ټينګار کوي. د آلمان دفاع وزیرې د شنبې په ورځ آلمانۍ ورځپاڼې «ویلت ام زونتاګ» ته وويل «زه له اوکراین څخه د ملاتړ هیله درک کولی شم، او دا دقیقاً هغه څه دي چې موږ يې په اوس وخت کې تر سره کوو.«

هغې زیاته کړه: «اوکراین به په فبرورۍ مياشت کې يو بشپړ سیار روغتون، سره د لازمو روزنو ترلاسه کړي.» میرمن لامبرشت د دغه روغتون مالي لګښت ۵،۳ (پنځه اعشاریه درې) ميلیونه يورو (۶،۱ میلیونه ډالر) وښود چې ټول يې د آلمان له خوا ورکول کيږي.«

د آلمان دفاع وزیرې یادونه وکړه چې هیواد يې له کلونو راهیسې په خپلو روغتونونو کې د اوکراین پوځ د ټپيانو درملنه کوي، خو زیاته يې کړه چې برلین په اوس وخت کې دې ته چمتو نه دی چې کيف ته د وسلو اکمالات وکړي.

کريستین لامبرښت په دې اړه وويل: «موږ باید هر هغه څه چې جنجال کموي ترسره کړو. د وسلو لیږد به په دې برخه کې ګټور نه وي. په دې ارتباط د آلمان په حکومت کې تړون موجود دی.«

د آلمان دفاع وزیره د آلمان د خارجه وزيرې، انالینا بيربوک د هغو څرګندونو تر څنګ ودریده چې ويلي یې وو آلمان به پر نورو هیوادونو چې اوکراین ته د وسلو لیږلو ته تیار دي، نیوکه ونه کړي. خو بیربوک تر څنګ دا هم ويلي وو: «اما زه فکر نه کوم چې دا ډول اکمالات دې واقعبینانه وي.» هغې دغه څرګندونې آلمانۍ ورځپاڼې «زوده دویچه څایټونګ» سره کړې وې.

هغې زیاته کړې: «د ناټو متحدانو له پاره ...تر ټولو قوي وسله، د ناټو متحدان دي. د اروپايي اتحاديې غړي او جي ۷ به [روسېې] ته دا واضح کړي چې د هر ډول زور ازمایښت به په درنو عواقبو سره ځواب کیږي.

د یو بل خبر له مخې اوکراین سره د امریکا متحده ایالاتو د پوځي مرستو لومړنۍ چوپه کیف ته ورسيده. له کيف څخه د رويټرز خبري آژانس په کيف کې د امریکا د سفارت له قوله د پوځي ملاتړ دغې بستې مالي ارزښت ۲۰۰ ميليون ډالره ښودلی دی. اوکراین ته د امریکا دغه مرسته، روانه اوونۍ کیف ته د امریکا د بهرنيو چارو وزیر آنتوني بلینکن د سفر په ادامې رسيږي. خبرځای زیاتوي چې واشنګټن د دغې ۲۰۰ میلیونه ډالري کمکي بسته په دسمبر کې تصویب کړې وه. زیاته شوې چې امریکا به اوکراین سره خپلې مرستې جارې وساتي.

آ/م.ک.ص./ا.خ.ح

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب