د آلمان دولت د واکسين جوړولو له يوه شرکت سره شريک شوی
۱۳۹۹ خرداد ۲۷, سهشنبه
د آلمان دولت د توبنگن ښار د «CureVac» شرکت سره شريکیږي. دغه شرکت له ځينو نورو شرکتونو سره د کرونا ويروس واکسين جوړولو په موخه څیړنې کوي. په دې توگه به دغه شرکت اوس لا زيات مالي تضمين ولري.
اعلان
د آلمان دولت د توبنگن د بيوتخنيک شرکت «CureVac» سره د شريکيدو پريکړه کړې ده. دا خبر د اقتصاد وزير پيتر التماير، د کيور واک شرکت او د هغه تر ټولو ستر پانگوال دياويني شرکت له خوا ورکړل شوی دی. ويل شوي دي چې د آلمان حکومت به د دغه شرکت پر تجارتي سياست هیڅ ډول نفوذ ونه لري.
دولتي بانک «کې ايف وي» د دغه شرکت د ۲۳ سلنه ونډې اخيستلو له پاره ۳۰۰ ميليونه يورو ځانگړي کړي دي. کيور واک پر نورو سربيره د کرونا واکسين جوړولو له پاره څيړنې کوي.
د توبنگن څيړونکي هغه وخت د خبرونو سر ټکي وگرځيدل کله چې د امريکايي حکومت د دې شرکت د ونډو په اخيستو کې ليوالتيا وښووله. د رسنيو په حواله ترمپ ښايي دې شرکت ته د ډيرو پېسو په بدل کې امريکا ته لومړی د واکسين د ورکړې وړاندیز کړی وي. خو شرکت دا خبرونه ردوي. په ننني مطبوعاتي کنفرانس کې هم د شرکت له خوا دغه خبره رد شوه.
۱۶۰ کانديد واکسينونه
د آلمان د اقتصاد وزير پيتر التماير وويل چې د کيور واک تخنيک د ډيرو انسانانو له پاره د نويو واکسينونو او درملنې د امکاناتو د برابرولو او بازار ته د عرضه کولو وړتيا لري. هغه زياته کړې چې دا شراکت د آلمان د حکومت د صنعت د تگلارې برخه ده. د نوموړي په خبره کیور واک هغه شرکت دی چې د کرونا ويروس د واکسين جوړولو په سيالۍ کې شريک دی.
د ياويني شرکت شريک مشر ديتمر هوپ وويل چې هغه ډير خوښ دی چې دولت هم د کیور واک شرکت په اهميت پوهيدلی. د همدې اوونۍ په پيل کې آلمان، فرانسې، ايتاليا او هالند د ورته هدف په موخه د استرازينيکا په نوم درمل جوړولو شرکت سره د يوه توافق اعلان وکړ.
ايا د ملاريا په درملو د کرونا علاج ممکن دی؟
دونالد ترمپ له هند څخه د ملاریا درمل غوښتي او تقريبا په ګواښونکي لهجه يې د درمل د نه لېږلو په صورت کي د عواقبو خبره کړې ده. خو ايا د ملاريا په درملو په رشتيا د کرونا علاج کيدلای سي؟
انځور: Reuters/F. Grulovic
د ملاريا کوم درمل مطرح دي؟
هغه درمل چي د متحده ايالاتو ولسمشر ترمپ له هند څخه غوښتي دي، هايډروکسي کلوروکين (Hydroxychloroquin) نوميږي او له ۱۹۴۰ کالونو راهيسي د تروپيکي يا استوايي ملاريا د درملنې له پاره کارول کيږي.
انځور: AFP/G. Julien
د ملاریا او کورونا تر مینځ کومي اړيکي سته؟
ملاريا د غوماشو د چيچلو او کرونا د کويد ۱۹ ويروس له کبله رامنځته کيږي او يو د بل سره تړاو نه لري. هغه کسان چي د ملاريا د زيات ګواښ سره مخامخ وي، په اوتوماتيکه توګه د کويد ۱۹ تر خطر لاندي نه وي.
انځور: picture-alliance/dpa/P. Pleul
د کرونا له پاره ولي د ملاريا درمل؟
د هايډروکسي کلورو کين درمل د ملاريا تر څنګ د يو شمېر نورو د بدن د مقاومت سره تړلو ناروغيو د درملنې له پاره کارول کيږي. د کرونا ويروس هم د بدن پر دفاعي نظام بريد کوي. له دې کبله د دغه درمل په مرسته د بدن د روغتيايي نظام د ساتنې خبره مطرح ده.
انځور: picture-alliance/dpa/AP/NIAID-RML
ايا متحده ايالات دغه درمل نه لري؟
د راپورونو له مخي دغه درمل تر مخه لا په متحده ايالاتو کي په زياته اندازه موجود دي. خو ترمپ غواړي چي دغه درمل زيرمه کړي. که څه هم چي دغه درمل په امريکا کي د ډاکټر له نسخي پرته هم رانيول کيدلای سي خو زيات بې وزله کسان د دغه درمل د رانيولو توان نه لري.
انځور: picture-alliance/AP Photo/E. Vucci
ډاکټران څه نظر لري؟
په امريکا متحده ايالاتو کي د دغې موضوع په تړاو د ډاکټرانو نظرونه متفاوت دي. د ترمپ پلويان غواړي چي دغه درمل وازمويل سي خو د امريکا د طبي ټولنې مشر وايي چي د دغه درمل د کارولو وړانديز او سپارښتنه به ونه کړي.
انځور: Imago Images/Panthermedia/Kzenon
خطر يې څه دی؟
د دغو درملو ضمني اغېزې پر زړه بد تاثير کولای سي. په دې ترڅ کي ښايي دغه درمل د فشار د ټيټېدو او عضلاتو او اعصابو ته د زيان رسېدو لامل سي. د دې تر څنګ په سينه کي درد زياتېدلای او د زړه دربی کميدلای سي.
انځور: picture-alliance/dpa/imageBROKER
ايا دا درمل تر مخه هم د ورته ويروس پر ضد کارول سوي؟
ډاکټرانو د سواين/خنځير د والګي پر وخت د هند په راجستان ايالت کي دغه درمل په بريا د والګي پر ضد وکارول. خو د پاتي ناروغانو له پاره تر اوسه لا دغه مرکب نه دی کارول سوی او ازمويل سوی.
انځور: picture-alliance/NurPhoto/R. Shukla
د کرونا پر ضد د دغه دوا د استعمال مفکوره څنګه رامنځ ته سوه؟
له دې مخکي چي يو درمل پر مريضانو وازمويل سي، بايد د نورو لارو يې د ازموينې ټول پړاونه پوره کړي وي. د دغه درمل له پاره هم دغه اصول صدق کوي او بايد ازمويني تر سره سي چي ايا په رشتيا د کرونا پر ضد کارول کيدلای سي که نه.
انځور: Reuters/F. Grulovic
تر دمګړي ازموينو څه پايلي لرلي دي؟
يوې څېړني ښودلې چي د دغه درمل د استعمال له کبله د بدن حجرو ته د کرونا ويروس ننوتل مشکل کيږي. خو بلې څېړني ښودلې چي دغه درمل د کرونا ناروغانو ته ګټه نه رسوي. البته دغه څېړنه صرف پر ۱۱ مريضانو تر سره سوې.
انځور: picture-alliance/PantherMedia
ايا دغه درمل پر زياتو انسانانو ازمويل سوی؟
په چين کي د تر سره سوي يوې څېړني پايلي ښيي چي کله چي دغه درمل د لسو روغتونو ۱۰۰ په کرونا ناروغانو اخته کسانو ته ورکول سول، نو د هغوی په روغتيايي وضعه کي بهتري راغله. خو په دغه څېړنه کي دا معلومات نه دي ورکول سوي چي هغه ناروغان چي دغه درمل نه ول ورکول سوي، په پرتليزه توګه د هغوی روغتيايي وضعه څنګه وه.
انځور: picture-alliance/dpa/Hao Yuan
ترمپ کومه څېړنه مطالعه کړې ده؟
ترمپ ويلي دي چي په فرانسه کي څېړونکو خورا ښه ازموينه کړې ده. د هغه په وينا له دې کبله به دوی په امريکا کي د دغه درمل د کارولو اجازه ورکړي.
د روغتيا نړيوال سازمان (WHO) دمګړی د کرونا پر ضد پر شپږ مختلفو درملو ازمويني کوي. پر دغه سازمان انتقادونه کيږي چي ګواکي د کرونا د ويروس په وړاندي يې په اړينه چټکه توګه غبرګون نه ؤ ښودلی.
انځور: Getty Images/AFP
اوس به څه کيږي؟
د کرونا د پراخ بحران له کبله د امريکا متحده ايالاتو په شمول زيات نور هيوادونه نه غواړي چي د لابراتوارونو د ازموينو پايلو ته انتظار وباسي. خو د اړونده پايلو او ازموينو پرته د کرونا پر موجوده ناروغانو د کومو درملو استعمال ښايي وروسته څرګند کړي چي دغه درمل اغېزمن دي که نه.
انځور: Reuters/F. Grulovic
انځورونه1 | 14
دا څلور هېوادونه غواړي د کرونا واکسين چې دا څيړنې پرې روانی دي، ۴۰۰ ميليونه دوزه د ځان له پاره خوندي کړي. د «اي وای» د آزميښتې او مشورتي شرکت د یوې څيړنې په حواله دمگړۍ د درملو شرکتونه د کرونا له پاره پر ۱۶۰ کانديدو واکسينونو باندې کار کوي. پر دې سربيره د ۲۴۰ ډوله اغیزمنو درملو په اړه څيړنې روانې دي.
په دې برخه کې تر ټولو پيژندل شوي د جيليد ساينسس شرکت د رمدسوير په نامه درمل دي. په اصل کې دغه درمل د ايبولا ناروغۍ له پاره کشف شوي ول خو جواز یې ترلاسه نه کړ. دا چې دغه درمل به اوس د کرونا پر ضد اغیزمن وي او که نه، په دې اړه یې پر دريو پړاونو يوه څيړنه ارزول کيږي چې ښايي تر هغه وروسته به جوازې امکان ولري.
۹۷ سلنه درمل ايسته اچول کیږي
په داسې حال کې چي لا دمخه د موجودو درملو او د همدې مرض له پاره د کشفيدونکو درملو په برخه کې د پانگونې مصارف لا نه شي سنجول کیدلې، د نويو درملو او واکسين د څيړنو له پاره ډېري زياتي پیسې مصرفيږي. همدا راز د دې درمل کاميابي او يا ناکامي په اړه هم ډېر خطرونه شته.
په نورو هېوادونو کې هم حکومتونو له واکسين جوړونکو شرکتونو سره ډېرې پېسې بندې کړي دي. ځکه چې له خطر سره د تړلو څيړنيزو مصارفو ترڅنگ بايد يو شرکت د توليد وړتيا هم ولري، څو وکولی شي يو ممکنه واکسين په لويه کچه توليد او ژر نړيوال بازار ته وړاندې کړای شي.
کارپوه اليکساندر نيوکن په دې اړه وايي: «د يوه اغیزمن او مطئمن واکسين له پاره هیڅ تضمين نه شته. زموږ د اټکلونو پر اساس ۹۷ سلنه هغه مواد چې اوس پرې کار روان دی، ايسته به واچول شي.»