1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د آلمان د اقتصاد انستیتوت: د مهاجرو ادغام ښه پر مخ ځي

۱۳۹۹ شهریور ۱۲, چهارشنبه

د هغو پلټنو له مخي چی د آلمان د اقتصاد انستیتوت له خوا تر سره سوي د مهاجرو ادغام ددغه هیواد د کار په بازار کي د تیرو پنځو کلونو په ترڅ کي په چټکۍ سره مخ ته تللی. ددغو پلټنو یوه نسخه د آلمان د تحریریه هیئت شبکې ته رسیدلې.

Deutschland 2016 | Hochschule für Grafik und Buchkunst in Leipzig | Flüchtlinge
انځور: picture-alliance/dpa/S. Willnow

د دغو پلټنو د نتایجو پر اساس، د هغو مسلکي زده کوونکو او کارګرانو شمیر چي له اتو هیوادونو، افغانستان، اریتریا، عراق، ایران، نایجریا، پاکستان، سومالیا او سوریې څخه راغلي او د اجتماعي بیمې په ورکولو مکلف دي، د ۲۰۱۵ او ۲۰۱۹کلونو ترمنځ اته برابره سوي او شمیر یې له ۶۸۰۰ کسانو څخه ۵۴۶۰۰ تنو ته لوړ سوي دي.

په دې ډول په کار باندي د دغو هیوادونو د اتباعو په کار ګومارلو کچه، له ۱۰ اشاریه ۶ څخه ۳۰ اشاریه ۸ ته پورته سوي دي.

د دغه تحقیقاتي کار پر اساس، د کرونا ویروس پراخوالی د کار په بازار کي د مهاجرو د وضعيت د خرابوالي سبب کیږي. په دې ډول، د مهاجرو تقریباً لویه برخه د مؤقتي کار په هغو شرکتونو، رسټورانتونو او هوټلونو کي په کارونو اخته دي چي د کرونا د شیوع له اقتصادي عواقبو څخه ډیر اغیزمن سوي دي. خو ددغه رپوټ لیکوالان بیا په عمومي ډول د کار پیدا کولو موضوع ښه ارزیابي کوي.

هغوی په دغه رپوټ کي لیکي دي: حتی په داسي حال کي چي لا معلومه نه ده، د کرونا منفي عواقب به د کار په بازار کي تر څه وخته ادامه پیدا کړي، کولای سو د دې تمه ولرو چي د کار په بازار کي به په اوږد مهال ډول د مهاجرو ادغام د تیرو کلونو مثبت بهیر ته وروګرځي.

دغه پلټونکي وايي چي آلمان به د هغو بدلونونو په نتیجه کي چي د نفوسو په جوړښت کي رامنځته کیږي، د کاري قوې له کمښت سره مخامخ سي.

د جرمني د اقتصاد د انستیتوت د رپوټ په ادامه راغلي چي: د دغي ستونزي د له منځه وړلو له پاره باید د مهاجرو ادغام ته ادامه ورکړل سي او د مهاجرت په برخو کي د تحصیل او کار له پاره لا ډیري آسانتیاوي رامنځته سي. په دغو څانګو کي د مهاجرت د هدفمندانه کنترول امکان موجود دی.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب