آلمانی وزير: د اقتصادي رکود دوره به په مني کې پای ته ورسيږي
۱۳۹۹ تیر ۱۵, یکشنبه
د آلمان د اقتصاد وزير پيتر التماير، ډاډ ښوولی چې د کرونا وبا له امله په آلمان کې د اقتصادي رکود دوره به د اوړي تر رخصتيو وروسته ودرول شي. دی اټکل کوي چې په آلمان کې د اقتصادي شرايطو ښه کيدل به له اکتوبر څخه پیل شي.
د فرانسې خبري آژانس په حواله، پيتر التماير وړاندوينه کړې چې د آلمان د اقتصادي ودې ميزان به په روان کال کې په مجموع کې منفي ۶ سلنه وي او داسې اټکل کوي چې دغه اندازه به په ۲۰۲۱م کال له مثبت ۵ سلنې څخه هم واوړي.
د کار بازار وضعيت
د آلمان د اقتصاد وزير د کار بازار د وضعيت په اړه هم مثبت نظر لري او وايي چې دغه بازار به د نومبر له مياشتې خپل ثبات او آرامتيا ته ورسيږي.
هغه بيلډ ته وويل چې د کرونا بحران له امله به د بیکارۍ ميزان په اکتوبر مياشت کې د اوج نقطې ته ورسيږي او په راتلونکې مياشت کې به یې د بې روزګاره کسانو شمير په تدريج سره راښکته شي.
د آلمان د اقتصاد وزير وايي، دغه وزارت پلان لري چې تر ۲۰۲۲م کال پورې د بيکارۍ کچه د کرونا بحران څخه د مخه وخت ته ورسيږي او په ادامه يې ګام په ګام د بشپړ اشتغال پر لور حرکت وکړي.
د آلمان د کار فدرالي ادارې د ارقامو له مخې، په جون مياشت کې په آلمان کې د بيکارانو شمير په مجموع کې ۲ ميليونه او ۸۵۰ زره وو او د کرونا بحران له امله د بیکارۍ د ډيريدو بهير اوس ټکنی شوی دی.
د آلمان د کار ادارې د ارقامو له مخې، تير کال په آلمان کې د بې روزګاره خلکو شمير د کال په مختلفو مياشتو کې څه باندې ۲ ميليونه او ۲۶۷ زره کسان ول. په ۲۰۱۹م کال کې د آلمان اقتصادي وده د يو کال مخکې په پرتله يو څه کمه شوه او د اوزګاره کسانو په شمير کې شاوخوا ۷۳ زره تنه ورزيات شول.
په آلمان کې د يکشنبې ورځې تر سهار پورې د کرونا نژدې ۱۹۷ زره او ۳۹۰ مثبتې پيښې ثبت شوي چې له دې ډلې څه باندې ۹ زره کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
دویچه ويله ف/م.ک.م./م.ن.ص
پر ورته موضوع له آرشيف څخه يو انځوريز البوم (18.04.2020):
انځورونه: د کرونا بحران اغيزې پر کلتورونو، کاروبار، او ټولنيزو خدماتو
دلته هيڅ هم هغسې نه دي لکه پخوا چې وو. د کرونا ويروس په آلمان کي ژوند له بنسټه بل ډول کړی دی. هغه ځایونه چې یو وخت په انسانانو آباد او په کې ګڼه ګوڼه وه، اوس مهال دغه ځایونه خالي او غمجن دي.
د رخصتيو په وخت کې د آلمان ډيری اوسیدونکي ختيځ او شمالې سواحلو ته روانیږې. اوس مهال دغه سواحل خالي دي. د قهوې سکلو او رستورانتونه تړل شوي او لارویان خپل یوازتیوب نندارې ته وړاندې کوی.
انځور: picture-alliance/dpa/S. Sauer
د ماشومانو د لوبو ځايونه پرته له ماشومانو څخه
له لرګي څخه جوړ دغه بیوزله حیوان، یو مهال د ماشومانو بوختیا له پاره د لوبو وسیله وه. خو اوس دغه د لوبو ځای ته د ماشومانو ورتګ منع شوی دی. له دغه ځای او د لوبو له سامانونو څخه سپين پړې تاو شوې او دغه ځايونه بند شوي.
انځور: picture-alliance/dpa/M. Schutt
ورزشي ميدان پرته له ورزشکار څخه
د ورزش دغه میدان ته ننوتل د يوې تابلو په نښلولو سره منع اعلان شوې. ورسره پرې باندې نښلول شوې ماسک د منع کيدلو څرګنده ښکارونديې کوي. په آلمان کې ټولې ورزشي سیالۍ رخصت شوې دي.
انځور: picture-alliance/HMB Media/Oliver Mueller
توریستې ځایونه پرته له سیلانیانو څخه
د آلمان براندنبورګ دروازه د توریستانو له پاره د سیل کولو يوه ليوالتيا ده.ډيرې سیلانيان د نړۍ له بيلا بيلو ځايونو څخه د آلمان دغه تاريخې ودانۍ او د برلين ښار ليدلو ته راځي. سږکال دغه توریستې ځاي له سهاره تر ماښامه له سیلانیانو څخه خالې دې.
انځور: Reuters/F. Bensch
د استازو پرته پارلمان
دغه ځای د آلمان ولسې جرګه يا «بوندستاګ» دی. ورته د ورتګ منع تابلو پرې نه ده نښلول شوې. خو پر ډيرو څوکيو باندې ليکل شوې چې ترينه کار اخیستل منع دی. د ټولو استازو راتګ پارلمان ته منع نه دی. خو پر سپينو پارچو ليکل سوې سپارښتنه د ټولنيز واټن ساتلو له پاره دی.
انځور: Reuters/A. Hilse
کلیسا ګانې پرته له عبادت کونکو څخه
په سپيڅلې اختر ايسټر يا عيدالقيام کې ډيری عیسويان د نندارې له پاره کلیسا ته راځي. دغه ډول کار سږکال ممکن نه وو. کلیسا ګانې خالي وې او ديني مراسم د انترنت او تلويزوني رسنيو له لارې خپاره شوه.
انځور: Getty Images/AFP/C. Stache
د عيش عشرت ځايونه پرته له مشتريانو
د هامبورګ په ښار د سنت پاولې سیمه کې هاربرت واټ نړيوال شهرت لري. دا د ساعت تیرۍ او خوشاله وخت تيرولو ځای ګڼل کيږي. اوس مهال دغه ځايونه لکه د نڅا کلبونه او رستورانتونه تړل شوي. يوه مرغۍ هم په کې نه الوزې.
انځور: picture-alliance/dpa/C. Charisius
ښوونځې پرته له زده کونکو
په آلمان کې ښوونځې تر دويمې خبرتیا پورې د می مياشتي تر څلورمې نېټي رخصت شوي. په اوس وخت کې زده کړه په مجازي فضا کې او د انلاين له لارې زده کونکو ته ورکول کيږي.
انځور: picture-alliance/SvenSimon/F. Hoermann
د اورګاډو تم ځایونه پرته له مسافرو
د کولن په ښار کې د اور ګاډو تم ځای چې ډير کله له مسافرو څخه ډک وي، اوس په کي کله يو نیم کس ښکاره شي چې د بل اور ګاډې له سفر کولو څخه وروسته پاتې وې.
انځور: Reuters/T. Schmuelgen
الوتکې پرته له مسافرو
د هوايي ډګرونو حالت هم ښه نه دی. ډيری الوتکي خوا په خوا پارک شوي دي. کوم سفر په پام کې نه شته او د اقتصاد ساه نه چليږې څوک سفر نه کوي. که څه هم د چاپيريال ساتنې له پاره يې ښيګڼه زیاته ده، خو د آلمان اقتصاد زښت ډير زيان ليدلې.