واک ته د طالبانو له رسیدو راهیسې په افغانستان کې د آلماني ادارو ځایي کارکوونکي او همداشان له خطر سره د مخامخو کسانو د رایستلو هڅي کیږي. تر اوسه پورې تر لسو زرو زیاتو کسانو د آلمان ویزې هم ترلاسه کړي دي.
د آلمان په پارلمان کې د کیڼ اړخي گوند استازې کلارا بونگر، د آلمان خبري آژانس ته ویلي دي: «د مهاجرت په سیاست کې یو نوی پیل موږ بل ډول تصور کړی وو.»
تر دې دمخه د آلمان د کورنیو چارو وزارت په دې تړاو د مېرمن بونګر، د یوې پوښتنې په ځواب کې ویلي ول چې تر اوسه درو ایالتونو بریمن، برلین او تورینکن په ایالتي کچه د مهاجرو د منلو د پروګرام غوښتنه کړې ده. د آلمان د کورنیو چارو وزارت ویلي دي چې دغه غوښتنه د آلمان د فدرالي حکومت له لوري د منلو پروګرام په هکله د انتخابونو په هکله رای او همداشان د اروپا په کچه د ترسره کیدونکو خبرو په شالید کې ارزول کیږي.
خو د کیڼ اړخي گوند استازې میرمن بونگر دا پوښتنه کړې چې په دې اړه د زیات فکر کولو او یا ارزولو ته څه اړتیا ده؟ هغه زیاتوي چې کله ایالتونه له خطر سره مخامخ کسان منل غواړي نو فدرال حکومت یې باید مخه ونه نیسي.
په عمومي ډول په ایالتي کچه د مهاجرو د منلو د پروګرام له پاره شرط د کورنیو چارو وزارت تائید دی. پر دې سربیره ایالتونه په دې کې خلاص لاس لري چې د مهاجرو د منلو له پاره ځانګړي معیارونه وضع کړي. د بیلګې په ډول واک ته د طالبانو تر رسیدلو وروسته په تورینګن کې د سوسیال ديموکراتانو، کیڼ اړخو او زرغون ګوند ائتلافي ایالتي حکومت د مهاجرو د منلو د یوه بشري پروګرام په هکله پریکړه وکړه. پر نورو سربیره په تورینګن کې هغه کسان چې د اقامت حق لري او پخپله یا کوم دریم کس «دې ته چمتو وي او وکړای شي چې په آلمان کې د خپلوانو لګښت تآمین کړی شي» کولی شي چې هغوی آلمان ته دعوت کړي.
د آلمان خبري آژانس په خپل رپوټ کې لیکلي دي چې د تیر میلادي کال د اگست میاشتې له ۱۶ نېټې راهیسې شا او خوا ۱۱۰۰۰ کسان د آلمان حکومت له خوا د افغانانو د منلو د یوه پروگرام په چوکاټ کې له افغانستان څخه آلمان ته راوستل شوي دي. په دغو کسانو کې د آلماني وزارتونو او ادارو سره کارکوونکي پخواني ځایي همکاران، له خطر سره مخامخ کسان، د بشري حقونو او مدني حقوقو فعالین او همداشان د هغوی د کورنیو ډیر نزدې غړي شامل دي.
زموږ له آرشیف څخه:
کومو رد شوو مهاجرو په محکمه کې مثبت ځواب ترلاسه کړی؟
د روان کال په لومړيو شپږو میاشتو کې آلماني چارواکو د رد شویو پناه غوښتونکو پر ۱۵ زرو دوسيو تر غور کولو وروسته پریکړه کړې ده. د کومو هیوادونو پناه غوښتونکو مثبت ځوابونه ترلاسه کړي دي؟
انځور: picture alliance/AP Photo/P. Giannokourisد روان کال په لومړۍ نیمایې کې په آلمان کې د ۱۶۴۷ رد شوو افغان مهاجرو پر دوسیو د بیا غور کولو د غوښتني په هکله پریکړي شوي دي. د دوی له جملې څخه ۴۴۰ تنو یې مثبت ځواب یا په بل عبارت په آلمان کې د پاتېدو اجازه ترلاسه کړې ده. په دې توګه نو په آلمان کې د رد شویو افغان مهاجرو پر دوسيو بيا غور کول د بریالیو غوښتنلیکونو فیصدي نږدې ۲۷ سلنې ته رسیږي.
انځور: DW/M. Hassaniد کډوالو له پاره د آلمان فدرالي ادارې د رپوټ پر بنسټ آلماني چارواکو د ۱۱۰۰ عراقي مهاجرو پر هغه غوښتنه چي دوسيې يې له سره و ارزول شي، پریکړې کړي دي، چې د دوی له جملې څخه ۱۱۴ تنو ته د مختلفې درجې د مهاجرت یا په آلمان کې د پاتېدو اجازه ورکړل شوې ده. په دې توګه نو په آلمان کې د عراقي مهاجرو د تجدید نظر د بریالیو غوښتنلیکونو فصدې تر ۱۰ سلنه لږ څه لوړه وه.
انځور: picture-alliance/dpa/K.Nietfeldد روسي پناه غوښتونکو د تجدید نظر د تر زرو ډیرو غوښتنلیکونو په هکله پریکړې شوي دي چې د هغو له جملې څخه د مثبت ځواب ترلاسه کوونکو غوښتنلیکونو فیصدي تر ۹ سلنې لږ څه ټيټه وه. یوازې ۳۰ روسي پناه غوښتونکي د مهاجر په توګه منل شوي او په مجموعي ډول ۱۰۴ تنو ته یې په آلمان کې په موقتي ډول د پاتېدو اجازه ورکړل شوې.
انځور: Getty Images/S. Gallup په آلمان کې په عمومي ډول د سوريې اکثرو مهاجرو ته د دوی د دوسیو د ارزونې په هم هغه لومړي پړاو یا محکمه کې مثبت خواب ورکول کیږي. د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د رد شویو سوریایې مهاجرو د نږدې زرو غوښتنلیکونو په هکله پریکړې شوي چې د هغو له ډلې څخه ۴۵ سلنه یې منل شوی دي.
انځور: picture alliance/AP Photo/P. Giannokouris۵- د سربستان پناه غوښتونکي
د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د ختیځ اروپایې هیواد سربستان د ۹۳۳ رد شویو پناه غوښتونکو د دوسيو د بيا ارزوني په هکله پریکړه شوې چې یوازې ۵ یې منل شوي. په دې توګه نو د بریالیو غوښتنلیکونو کچه یې یوازې ۰،۵ سلنه وه.
انځور: picture-alliance/dpa/S. Willnowپه همدې موده کې چارواکو د ۷۲۱ رد شویو پاکستاني پناه غوښتونکو د دوسیو په هکله پریکړې کړي چې د دوی له جملې څخه یوازې ۱۴ یعنې ۲ سلنو یې مثبت ځوابو ترلاسه کړي دي. په دې کې ۸ تنه یې د مهاجر په توګه منل شوي او ۴ نورو ته یې په آلمان کې په موقتي ډول پناه ورکړل شوې.
انځور: DW/I. Aftabد ختیځ اروپایې هیواد مقدونیا د ۶۶۵ رد شویو پناه غوښتونکو د دوسيو تر بيا ارزوني وروسته یوازې نهو یې مثبت ځوابونه ترلاسه کړي دي.
انځور: DW/E. Milosevska۸- د نایجیریا پناه غوښتونکي
د افریقایې هیواد نایجیریا د ۶۰۰ رد شویو پناه غوښتونکو د دوسيو تر بيا ارزوني وروسته ۱۳ سلنو یې مثبت ځوابونه ترلاسه کړي دي.
انځور: A.T. Schaeferد یوه بل اروپایې هیواد البانیا د ۵۷۹ رد شویو پناه غوښتونکو د دوسيو تر بيا ارزوني وروسته یوازې ۹ یې مثبت ځوابونه ترلاسه کړي دي.
انځور: Getty Images/T. Lohnesد ۵۰۴ رد شویو ایراني مهاجرو د دوسيو تر بيا ارزوني وروسته يوازي ۵۲ یې د مهاجرو په توګه منل شوي، څلورو تنو ته یې د دویمې ګټه ګورۍ یا حفاظت ویزې ورکړل شوي او د ۱۹ نورو پر اخراج بندیز لګول شوی یعنې په آلمان کې د پاتېدو اجازه ورکړل شوې ده. په دې توګه نو د ایراني مهاجرو پر دوسيو تر بيا ارزوني وروسته په آلمان کي د پاتېدو کچه ۱۵ سلنه وه.
انځور: DW/R. Shirmohammadi