د آلمان د بهرنيو چارو وزير، هايکو ماسانځور: imago/photothek/I. Kjer
د آلمان د بهرنيو چارو وزير د خپلو خبرو په ادامې وويل: «موږ غواړو د وژونکو وسلو پر ټولو سيستمونو باندې انساني کنترول په نړيواله توګه قانوني کړو او په دې ترتيب د بشپړو اتوماتو وسلو د ممنوعيت په برخه کې يو ستر ګام [پورته کړو].»
نړيوال تړون
د آلمان حکومت تر اوسه پورې په دې تړاو چې آیا د اتوماتو سيستمونو پر صادراتو دې تازه محدوديتونه ولګول شي که نه، کوم مشخص دريځ نه دی اختیار کړی. دغه مسئله د اروپايي اتحاديې د اکثرو غړو هيوادونو له لوري تر نيوکو لاندې نيول شوې ده.
ماري واريهم چې د وژونکو روباتونو د درولو د کمپاين همغږې کوونکې ده، له آلمان څخه يې غوښتي چې په دې برخه کې د غير الزامي اعلاميو پر ځای دې يو نړيوال تړون تعقيب کړي.
هغې ويلي دي: «هغه اقدامات چې پر يو نوي منع کونکي تړون باندې منتج شوي نه وي، هغه به د وژونکو روباتونو له اړخه د راولاړو شوو ننګونو پر وړاندې مبارزه کې کافي نه وي.»
دا په داسې حال کې ده چې روسیه، اسرائیل، سويلي کوريا، چين او د امريکا متحده ايالات اوس مهال د ځيرکو وسلو د ودې او انکشاف په سر کار کوي.
/mks/ns/ _na/si/aw/rt (Reuters, dpa)
دا هم د وسلو په اړه زموږ له آرشيف څخه يو انځوريز البوم:
پاکستان د ۱۰۰ او ۱۲۰ تر منځ اتومي وسلو درلودونکې دی. کله چې پاکستان په ۱۹۹۸ کال کې اټوم بم جوړ کړ تر هغه وروسته د پاکستان او هند تر منځ کومه جگړه نه ده رامنځته شوې. مخکې تر دې د هند او پاکستان تر منځ دری جنگونه ترسره شوې دي. که څه هم پاکستان وایې چې د دوی اټومي وسلې د دفاعي مقاصدو له پاره دي، خو څارونکي ویره لري که د دغو دواړو هیوادونو تر منځ جگړه رامنځته شي، نو کیدای شي پر یوې اټومي جگړې واوړي.
انځور: picture-alliance/AP
هندوستان
په ۱۹۷۴ کال کې د لومړي ځل او په ۱۹۹۸ کال کې د دویم ځل له پاره د اټومي وسلو ازمیښت ترسره کونکی هیواد هندوستان له ۹۰ څخه تر ۱۱۰ پورې اوټوم بمونه لري. له چین او پاکستان سره د سرحدي پولو پر سر د شخړې سربیره هندوستان ژمنه کړی چې دغه هیواد به د اتوم بم د کارونې په برخه کې هیڅ کله هم لومړيتوب ونه کړي.
انځور: Reuters
اسرائیل
له ۱۹۴۸ څخه تر۱۹۷۳ کاله پورې له عربي هیوادونو سره دری واره جنگیدلې هیواد اسرائيل ۸۰ اټومي وسلې لري. د اسرائیلو د اټومي پروگرامو په برخه کې ډیر لږ معلومات موجود دي.
انځور: Reuters/B. Ratner
شمالي کوریا
د اټکلونو له مخې شمالي کوریا لږ ترلږه ۶ اټومي بمونه لري. که څه هم شمالي کوریا له جنوبي کوریا سره شخړه لري، خو د دغه هیواد اټومي پروگرامونو لویدیځ هیوادونه هم اندیښمن کړي دي. د ملگرو ملتونو له خوا د لگول شوو بندیزونو سربیره هم دغه کمونستي هیواد په ۲۰۰۶ کال کې د اټومي وسلو ازمیښت ترسره کړ.