د آلمان د بهرنيو چارو وزير په کندز کې دی
۱۳۸۶ خرداد ۱, سهشنبهاعلان
شتاينماير د آلماني عسکرو کار او زيار وستايه او زياته يې کړه چې په افغانستان کې آرامې او د ډاډ وړ سيمې نشته. ده په عين وخت کې هغو پرمختگونو ته اشاره وکړه چې د طالبانو د رژيم تر نسکورېدو وروسته شوي دي. د آلمان د پوځ اتحاديې لا وړاندې له حکومته غوښتي وو چې په افغانستان کې د آلماني عسکرو د پاتې کېدو يو مهال وېش دې وټاکي. دا په داسې حال کې چې د امريکې د متحده آيالاتو ولسمشر جورج بوش د ناټو پر ټلوالو غږ کړی دی چې خپلو نظامي هلو ځلو ته دې لا زور ورکړي. ښاغلي بوش د امريکې په تکساس آيالت کې د ناټو له عمومي منشي خاپ د هوپ شيفر سره تر کتنې وروسته څرگنده کړه چې د ناټو ټول غړي هېوادونه دې د جگړې بوج په غاړه واخلي او ورته خطرونه ومني.