1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د آلمان د تابعيت اخيستل به اسانه نه وي

نجيب الله زيارمل epd خبري آژانس
۱۴۰۴ مهر ۱۸, جمعه

د آلمان پارلمان هغه امکان لغوه کړ چي کيدای سوای په درو کلونو کي د آلمان تابعيت ترلاسه سي. تر دې وروسته به د آلمان تابعيت حداقل پنځه کاله وروسته امکان ولري. مخالفانو انتقاد کړی دی.

آلمانی پاسپورت
آلمان پريکړه کړې ده چي د دغه هيواد تابعيت به په پينځو کلونو کي امکان ولريانځور: Wolfgang Maria Weber/IMAGO

د نوي قانون پر اساس خارجي اتباع بايد د آلمان د تابعيت اخيستلو له پاره پنځه کاله په تمه وي. د آلمان پارلمان د چهارشنبې په ورځ هغه قانون لغوه کړ چي په درو کلونو کي د تابعيت اخيستلو امکان وو.

هغه قانون چي د پخواني حکومت له خوا تصويب سوی وو د آلمان تابعيت د اخيستلو له پاره د ۸ کالو موده يې پنځه کال او د ادغام په برخه کي د ځانګړو هڅو په بدل کي يې دغه موده حتی درو کلونو ته راټيټه کړې وه.

د آلمان د کورنيو چارو وزير اليکساندر دوبرينت د دغه قانون لغوه کيدل داسي توجيه کړل چي «د آلمان پاسپورت بايد بريالي ادغام ته» اعطا سي. نه «د غيري قانوني مهاجرت انګېزه سي».

هغه د پخواني ائتلافي حکومت قانون يو «تېروتنه» وبلله. دوبرينت ټينګار وکړ چي دغه قانون د ټولني د دوه قطبۍ او ناامنی سبب سو او د متخصصو افرادو له مهاجرت سره يې مرسته و نه کړه.

د ياد قانون پر لغو کېدو باندي نيوکي

د زرغون ګوند استازي فيليس پولات د دغه قانون د لغوه کېدو پريکړه «تيروتنه او لنډ ليد» وباله. هغه ويلي دي، هغه کسان چي د تابعيت سخت شرايط وختي پوره کوي او په فعاله توګه په ټولنه کي ګډون لري بايد دا فرصت ولري چي ژر تابعيت واخلي.

د کيڼ اړخو ګوند استازی فرات کوچاک، د حاکم ائتلاف فراکسيونونه تورن کړل چي د خپل مهاجرت په سياست سره «له اجتماعي پلوه يې د آلمان له پاره بديل ګوند نفرت عادي» کړی دی. هغه د دې غوښتونکی سو چي هر هغه چا چي په آلمان کي پنځه کاله ژوند کړی وي بايد د رايي ورکولو حق ورکړل سي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل