1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د آلمان د ستر هوايي ډګر پروازونه د اقليم فعالانو بند کړي

۱۴۰۳ مرداد ۴, پنجشنبه

احتجاج کوونکو د آلمان په تر ټولو ستر هوایي ډګر کې د فوسيلي سوند توکو د کارولو پر ضد مظاهره وکړه. د فعالانو دې ډلې ويلي دي چې خپل احتجاج ته به ټوله اونۍ دوام ورکړي.

د فرانکفورت هوايي ډګر کې پروازونه ځنډول شوي دي
د وروستي نسل په نامه د اقليمي فعالانو دغه ډله پرون، چهار شنبه د آلمان د نورد راين ويستفالن ایالت د کولن – بن په هوايي ډګر کې هم د فعاليت خنډ ګرځېدلې وه. انځور: picture alliance/dpa/TNN

د « Last Generation» يا وروستي نسل اقليمي ډلې د پنجشنبې په سهار د آلمان د فرانکفورت په هوايي ډګر کې احتجاج وکړ چې دا د پروازونو د ځنډیو باعث شو.

دغه ډلې د ټولنیزو رسنيو له لارې ویلي دي: «د تيلو، ګازو او ډبرو سکرو په دومداره ډول را ايستل او سوځول زموږ شتون ته ګواښ دی.»

د هوايي ډګر چارواکو د ايکس شبکې له لارې د يوې اعلامیې په خپرولو سره ويلي دي: «د فرانکفورت په هوایي ډګر کې د يوې مظاهرې له کبله دمګړۍ پروازونه ځنډيدلي دي. له مسافرو غوښتنه شوې ده چې هوايي ډګر ته ولاړ نه شي او لارښوونه ورته شوې ده چې هوايي ډګر ته له ورتګ څخه د مخه بايد د خپل پرواز په اړه معلومات ترلاسه کړي او د سفر له پاره ډېر وخت په نظر کې ونيسي.»

وروسته بيا چارواکو وويل چې پروازونه «په کرار کرار بيرته پیليږي» خو مسافرو ته ويل شوي چې هوایي ډګر ته د تللو له مخه له هوایي شرکت څخه معلومات ترلاسه کړي، ځکه چې لږ تر لږه تر ۱۴۰ ډېر پروازونه لغوه شوي دي.

الوتکې څنګه الوزي؟

02:10

This browser does not support the video element.

د دويچه ویله خبريال دانيل کوپ، رپوټ ورکړی دی چې په دې ډېر مصروف هوایي ډګر کې د ترافيک د بیرته پېلېدو په ترڅ کې «ستر» کتارونه ليدل کيږي او ډېر پروازونه ځنډېدلي دي.

فعالانو د احتجاج د يوې لړۍ ژمنه کړې

د وروستي نسل په نامه د اقليمي فعالانو دغه ډله پرون، چهار شنبه د آلمان د نورد راين ويستفالن ایالت د کولن – بن په هوايي ډګر کې هم د فعاليت خنډ ګرځېدلې وه. د دې هوایي ډګر وياند ويلي ول چې فعالان تر هغه وروسته ونیول شول چې پر ځغاست ليکه یې ځانونه اچولي ول.

د اقليمي فعالانو دې ډلې ویلي دي چې خپل احتجاج ته به ټوله اونۍ دوام ورکړيانځور: picture alliance/dpa/TNN

دې ډلې په ټوله اونۍ کې د يو شمیر مظاهرو ژمنه کړې ده. دغې ډلې د چهار شنبې په ورځ همدا راز په ناروې کې د اوسلو د هوايي ډګر د کټارې ماتولو هڅه کړې وه خو بيا د چارواکو له خوا ونيول شول. دې فعالانو په دې اړه له تبصرې ډډه وکړه چې آيا د پاريس د المپيک لوبې به په نخښه کړي او که څرنګه.

د « Last Generation» ډله په ۲۰۲۱م کال کې جوړه شوې او نوم یې هغه حقيقت ته اشاره ده چې فعالان د هغه ترمخه چې نړۍ د اقليم د بدلون له کبله يوې پریکړنده نقطې ته ورسيږي، ځانونو ته د وروستي نسل په سترګه ګوري.

په آلمان کې د دې ډلې احتجاجونه تر ډېره د سړکونو او ځغاستليکو پر بندولو متمرکز وي چې له دې څخه یې هدف د ترانسپورت د تګلارې اغیزمن کول دي.

تېره مياشت هم کارپوهانو خبرداری ورکړی وو چې آلمان به د ۲۰۳۰م کال د اقليم اهداف چې د افرازتو ۶۵ سلنه راکمول دي، ونه رسيږي.

ب. ص/ ن. ز (dpa, Reuters)

زموږله آرشيف څخه:

پوهه: د الوتکو له زړو ټوټو څخه د تفریحي خونو جوړول

25:00

This browser does not support the video element.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب