1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
جرمونهاروپا

«په آلمان کې تقریباً هر یوولسم شکمن مجرم یو کډوال دی»

گل غوټۍ پوپل | آلمانی خبري آژانس
۱۴۰۴ آذر ۱۸, سه‌شنبه

په آلمان کې د جنايي جرمونو په برخه کې کډوال کوم نقش لوبوي؟ د آلمان د جنايي پولیسو فدرالي ادارې په دې اړه خپل کلنی رپوټ خپور کړی دی.

د آلمان په درسدن ښار کي دفدرالي ادارې یو جنايی پولیس د یوه کور د پلټنې په حال کې
د آلمان د جنايي پولیسو فدرالي ادارې په جنايي جرمونو کې د کډوالو د نقش په اړه خپل کلنی رپوټ خپور کړی دی.انځور: Robert Michael/dpa/picture alliance

د آلمان د جنایي پولیسو فدرالي دفتر (BKA) د معلوماتو د ارزونې له مخې، کډوال د "عمومي جرمونو" په برخه کې د ټولو شکمنو کسانو نږدې نهه سلنه جوړوي. د يادې ادارې په حواله په ۲۰۲۴ م کال کې په مجموعي توګه ۱،۹۷ میلیونه شکمن کسان وو چې له هغوی څخه  ۶۹۷ زرو تنو یې آلمانی تابعیت نه درلود، ۱۷۲ زره یې، د نوموړې ادارې د تعريف په حواله کډوال وو چې د «ټولو شکمنو کسانو ۸،۸ سلنه جوړوي.»

دآلمان  د جنايی پولیسو فدرالي ادارې (BKA) دغه ارقام په "د کډوالۍ په شرایطو کې جرم" په نوم کلني وضعیت رپوټ کې خپاره کړل. افغانان د شکمنو مجرمينو ۱۰ سلنه جوړوي.

په دغه رپوټ کې د پناه غوښتونکو، منل سویو کډوالو، زغمل سويو اشخاصو او هغو کسانو په اړه ارقام راټول کړل سوي دي چې بايد اخراج سي. "بیلډ" لومړنۍ رسنۍ وه چې ددغه وضعیت په هکله یې رپوټ خپور کړ.

اړونده موضوع: د مجرمو سوریاېي او افغان کډوالو پر ایستلو د آلمان ټینګار

"عمومي جرم" هغو اعمالو ته اشاره کوي چې سیاسي انگیزه ونلري. همدارنگه د مهاجرت له قانون څخه سرغړونه هم پکښې شامله نه ده.

قتل او قصدي وژنه: ۱۲ سلنه شکمن کسان مهاجر دي

د نوموړي رپوټ له مخې، د قتل، قصدي وژنې او په بې پروایۍ سره وژنو په قضیو کې د ټولو شکمنو کسانو شاوخوا ۱۲ سلنه کډوال وو. 

حتی د غلا، د ملکیت د جرمونو او جعل کارۍ په قضیو کې هم د هغوی ونډه شاوخوا ۱۲ سلنه وه. د جنسي جرمونو، تاوتریخوالي جرمونو لکه برید او د مخدره موادو د جرمونو په قضیو کې، له ۸ څخه تر ۱۰ سلنې پورې شکمن مجرم کډوال وو. د تنظیم سوو جرمونو په اړه تقریباً هر دریم مورد کې لکه د مخدره توکو قاچاق یا د انسان قاچاق - کډوال د شکمنو په توګه پیژندل سوي دي.

د بنګو قانوني کېدل د شمېرو د کمښت سبب کېږي

په مجموعي ډول، د شکمنو کډوالو مجرمینو شمېر تېر کال له ۱۷۸ زره ۵۸۱ څخه ۱۷۲زره ۲۰۳ ته راټیټ سوی دی. دغه کمښت، او همدارنګه د جرمونو عمومي احصایې چې پر بنسټ یې ارقام جوړ سوي، په عمده توګه د بنګو د جزوي قانوني کېدو له امله دی.

اړونده موضوع: په آلمان کې د پناه غوښتونکو او مهاجرو مجموعي شمیر کم سوی دی

د دغه رپوټ له مخې، په آلمان کې د مېشتو کډوالو شمېر په ۲۰۲۴ کال کې د لومړي ځل له پاره له ۳ میلیون څخه زیات سو (۲۰۲۳: ۲،۹ میلیون). له هغوی څخه پوره دریمه برخه له اوکراین (۱،۱ میلیون)، ورپسې سوریه (۶۲۹،۰۰۰)، افغانستان (۳۲۳،۰۰۰)، او عراق (۱۶۷،۰۰۰) څخه راغلې. آلمان په مجموعي ډول تقریباً ۸۳،۵ میلیونه نفوس لري.

آيا هغه افغانان چې جرمونه یې کړي باید له آلمان څخه اخراج شي؟

32:06

This browser does not support the video element.

د المغرب کډوال ظاهراً د شکمنو مجرمينو په نوملړ کې

د وضعیت د رپوټ له مخې، د اوکرایني شکمنو کسانو تناسب، چې ۱۲،۸ سلنه دی، د مهاجرینو د ونډې په تناسب (۳۵،۷ سلنه) ډېر ټيټ دی. خو د المغرب د هېوادونو (الجیریا، مراکش، تونس) څخه د اشخاصو له پاره وضعيت برعکس دی. يعني د دغه هېوادونو څخه د کډوالو شمیر کم دی او د مهاجرینو یوازې ۰،۵ سلنه جوړوي، خو د مهاجرینو په ډله کې د دوی د شکمنو مجرمو ونډه لوړه او  ۹،۱ سلنه وه.

د رپوټ له مخې له دغو هیوادونو، او همدارنګه لیبیا او گرجستان څخه شکمن کسان هم په ځانګړي ډول تکراري مجرمین وو. سوریان او افغانان په ترتیب سره د شکمنو کسانو شاوخوا ۲۱ او ۱۰ سلنه جوړوله، چې تقریبا په آلمان کې د میشتو مهاجرینو له ونډې سره سمون لري.

گل غوټۍ پوپل ګل غوټۍ پوپل له کلونو راهیسې د افغانستان په اړه د راډیويي او تلویزیوني خپرونو ویاندویي کوي.
د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب