د آلمان د حکومت پروړاندې د افغانانو اکثره شکايتونه بریالي وي
۱۴۰۴ آبان ۲۳, جمعه
ډېر هغه افغانان چې د آلمان له خوا د منلو ژمنې لري، د آلمان له حکومت سره په دعوی کولو کې بریالي دي. دغه معلومات د برلین او د بایرن د انسباخ له اداري محکمو څخه راځي، چې د آلمان مطبوعاتي آژانس ورسره اړیکه نیولې وه.
دا هغه کسان دي چې له ځانگړي گواښ سره د مخامخ کیدو له امله یې دآلمان د حکومت له خوا د منلو په چوکاټ کې، آلمان ته د راتگ له پاره ژمنې ترلاسه کړي دي. د دوی ډېری یې له میاشتو يا حتی کلونو راهیسې د ویزو د ترلاسه کولو له پاره په پاکستان کې انتظار باسي.
اړوند:د بشري حقونو استازی: افغانان په بیړه ویزې ته اړتیا لري
د ویزو د کمښت پر وړاندې اقدامات اکثراً بریالي وي
د می میاشتې له نیمایي راهیسې د برلین له اداري محکمې سره د لږترلږه ۱۱۷ عاجلو غوښتنلیکونو له ډلې څخه، ۴۹ یې بریالي سوي دي. په ډیریو قضیو کې، د آلمان حکومت ته د ویزو د ورکولو امر سوی و؛ په ځینو قضیو کې، یوازې د پریکړې کولو امر سوی و.
په ۱۸ قضیو کې، د عریضه کوونکو عاجل غوښتنلیکونه رد سوي وو او د اکتوبر تر ۳۱ پورې ۴۱ قضیې لاهم روانې وې. لکه څنگه چې د محکمې ویاند وویل نوموړي ارقام حتمي نه دي چې بشپړ وي.
محکمې د آلمان حکومت ته د جریمې گواښ کړی
په ۱۴ قضیو کې، محکمې تر اوسه پورې د آلمان حکومت ته د جریمې گواښ کړی، چې معمولا ۱۰ زره یورو ته رسیږي، ځکه چې د محکمې د پریکړو په پلي کولو کې پاته راغلي دي. په هرصورت، تر کومه ځایه چې لیدل کیدای سي، تر اوسه هیڅ ډول جریمه نه ده وضع سوې.
خو، د بهرنیو چارو وزارت به تل هغه یوه ویزه نه ورکوله چې د محکمې له خوا به ورته امر سوی و. په ځینو مواردو کې به، د مهاجرت او کډوالو له پاره مسؤل فدرالي دفتر (BAMF) د منلو وړاندیز بیرته واخیست او یا به یې لغوه کړ. محکمې څرگنده کړه: "دا کار په اغیزمن ډول د اړوندو عریضه کوونکو د ویزې د ادعا اساس له منځه وړي."
د آلمان د کورنیو چارو وزارت په وینا، چې د مهاجرت او کډوالو د فدرالي دفتر (BAMF) مسؤلیت لري، د دواړو ترمنځ هیڅ اړیکه نسته. یوې ویاندې څرگنده کړه: "د افغانستان له پاره د آلمان له خوا د منلو پروگرام په چوکاټ کې د منلو د ژمنې د لغوه کولو یا بیرته اخیستلو بیا کتنه د ویزې د صادرولو له پاره له هر ډول ځنډیدلي گړندي یا قانوني پروسې څخه په خپلواکه توگه ترسره کیږي."
شکایتونه ولي بریالي دي
ځینې اغیزمنو کسانو په نیورنبرگ کې د مهاجرت او کډوالو فدرالي دفتر پر وړاندي د انسباخ په محکمه مقاومت وکړ. د محکمې د یوه ویاند په خبره، هلته شاوخوا۳۰ قضیې پیژندل سوي دي. په دوه پر دریمه برخه قضیو کې، آلمانۍ ادارې د لغوه کولو توجیه د دې په ویلو سره وکړه چې د اړوندو اشخاصو په اړه امنیتي اندیښنې موجودې دي. په دغو قضیو کې محکمې، په۹۰ سلنه قضیو کې له مدعیانو - او نه د آلمان له حکومت څخه - ملاتړ وکړ.
په یو پر دریمه برخه قضیو کې، د مهاجرت او کډوالو فدرالي دفتر غوښتنلیکونه بیرته واخیستل، او استدلال یې وکړ چې په منبع هیواد کې ځورونه یا نسته او یا به نور نه وي. د محکمې یوه ویاند وویل چې په دغو قضیو کې، د فدرالي دفتر پر وړاندې د ټولو ابتدايي حکمونو پریکړه ترسره سوه.
له تقریباً ۳۰ قضیو څخه په ډیریو کې، اجراات لا دمخه بند سوي دي، ځکه چې دواړو خواوو د ابتدايي حکم پریکړه ومنله. له همدې امله، یوازې یو څو قضیې به اصلي اجرااتو ته راجع سي.
په پاکستان کې انتظار
د آلمان ائتلافي حکومت په می میاشت کې له ځانگړي گواښ سره مخامخ افغانانو له پاره خپل د منلو پروگرام په ټپه ودراوه. څو وخته مخکې د آلمان حکومت ځینو دغو کسانو ته د نغدو پیسو د ورکولو وړاندیز وکړ، په دې شرط چې له نوموړي پروگرام څخه ووزي. ډېري افغانې کورنۍ له میاشتو او حتی کلونو راهیسې په اسلام آباد کې د انتظار شپې او ورځې تیروي.