د آلمان د دفاع نوي وزير وټاکل شو
۱۳۸۹ اسفند ۱۲, پنجشنبهد آلمان ولسمشر کريستيان وولف د صدراعظمي انګلا مرکل له خوا دغه دواړه وزيران خپلو نوو دندو ته په خپله جمهوری ماني کی حضور ته ومنل او د هغو ګمارل یی رسما تاييد کړل.
د آلمان په کابينه کي دغه بدلون وروسته له هغي رامنځ ته شو چی کارل تيودور څوګوتنبرګ د دفاع د وزير په توګه له خپل مقام څخه د سه شنبه په ورځ استعفاء وکړه.
په څو ګوتنبرګ باندي تور ولګول شو چي د خپلي «ډوکتورا» په لاس ته راوړلو کي دوکه کار کړي او له پرديو متنونو څخه، ته له دي چي سرچيني معلومي کړي، کار اخيستي دي.
د دفاع نوي وزير، ديميزير د مرکل په کابينه کي محوري نقش لري. دغه 57 کلن سياست وال د صدراعظمي مرکل د نژدي اعتمادي کسانو له جملي څخه دي. په همدي وجه د تعجب خبره نه ده چي ولي مرکل هغه د دفاع وزير په توګه وټاکله.
میرمن مرکل د خپل نوی دفاع وزیر په ستاینه کی وایی: « توماس ديميزير نه يواځي په دي وجه یو د ستاینی وړ شحصيت دی هغه د ژوري پوهي خاوند او خپلو دندو او مسووليتونو په وړاندی د زړه له کومی ژمن دی، بلکه په دی وجه هم چی هغه په سياست کي د ټينګو ارزښتونو پر بنسټ کار کوي، هغه ارزښتونه چي خلک او د خلکو انديښني د هغو په محراق ځاي لري.»
مرکل وويل د دغو صفاتو درلودلو سره ديميزير کولاي شي چي د آلمان د 250 زره لرونکي پوځ مسووليت په غاړه واخلي.
د آلمان ولسشمر وولف هم د دفاع وزير په توګه د ديميزر د نوموني په وخت کي نوموړی هغه ستر مسووليت ته متوجه کړ چي وروسته له دي په غاړه اخلي:
« په دي دول تاسي زمونږ د ټولو وسلوالو ځواکونو قوماندان ياست او د ټولو سرتيرو پالنه او څارنه، بيا په خاصه توګه هغه چي په بهر کي په ماموريت بوخت دی، ستاسو په غاړه لري.»
د دفاع نوي وزير د مرکل په څير د آلمان د مسيحي ديموکرات د ګوند غړي دي. ګوښه کړاي شوي دفاع وزير، څو ګوتنبرګ د ايتلافي حکومت د بل ګوند، مسيحي سوسيال اتحاد غړي ؤ. خو د دواړو ګوندونو ترمنح توافق وشو چي د کورنيو چارو وزرات د مسيحي سوسيال ګوند، غړي پيتر هانز فريد ريش ته ورکړ شي چی تراوسه پوری په پارلمان د خپل ګوند د استازو مشرتوب کاوه.
په پام کي دي چي دغه دواړه نوي وزيران د مارچ په نيمايي کی په پارلمان کي د خپلو نوو دندو ليپاره د لوړي مراسم پر ځاي کړي.
آژانسونه/ عبدالباری حکيم
کتونکی: قاسم نوری