1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د آلمان د سفارت یوه کارکوونکي ښايي ویزې پلورلې وي

۱۳۹۸ آبان ۶, دوشنبه

چارواکي د آلمان د سفارت د هغه پخواني کارکوونکي په لټه کې دي چې ښايي د لبنان د يوې ډلې پر غړو یې د آلمان وېزې پلورلي وي. د يوه رپوټ په حواله يادې ډلې بيا د دغو اسنادو په کارولو سره سوريايي مهاجر آلمان ته انتقال کړي دي.

Deutschland Passkontrolle am Flughafen Münster-Osnabrück
انځور: picture-alliance/imageBROKER/J. Tack

د «بلد ام زونتاگ» ورځپاڼې په حواله آلماني چارواکي، د ویزو د اسنادو په برخه کې د احتمالي «بې نظمیو» له کبله د یوه په خټه لبنایي کس په لټه کې دي چې په بيروت کې یې د آلمان په سفارت کې کار کوه.

د آلمان د بهرنيو چارو وزارت يادې ورځپاڼې ته ويلي: «موږ په دې قضيه کې د اړوندو جنايي پلټونکو ادارو سره په ژوره همکاري کار کوو.»

زياته شوې چې شکمن کس اوس نور د سفارت کارکوونکی نه دی.

د رپوټ په حواله دغه کس تر ۲۰۱۷م کاله پورې د سفارت د ویزې په څانگه کې کار کوه او ويل کيږي چې هغه د «ویزې ستيکرونه» يعني هغه کاغدونه چې پر پاسپورت لگيږي او آلمان ته د سفر له پاره اړين دي، له ځان سره وړي دي.

د منځني ختیځ پر «جنايي ډلو» چاپې

ويل کيږي چې هغه ښايي بيا د ویزې دغه اسناد پر يوې لبنانۍ ډلې پلورلي وي چې هغوی بيا آلمان ته د سوریايي کډوالو د قاچاق له پاره کارولي دي. د «بلد ام زونتاگ» په حواله آلماني ادارو ته د تیرې پنجنشبې په ورځ د شکمنو قاچاقبرو ډلو پر ضد د ټول هېواد په کچه تر چاپو او تلاشيو وروسته د دغه تن د فعاليتونو په هکله معلومات ورکړل شوي ول.

د رپوټ په حواله د ۲۰۱۸م کال د اگست او ۲۰۱۹م کال د سپتمبر میاشتو ترمنځ د ویزې دغه اسناد آلمان او هالند ته د ۲۶ سوريايي کډوالو د قاچاق له پاره کارول شوي ول.

د آلمان د خبري آژانس په حواله مهاجرو د نفر پر سر دغې لبنانۍ ډلې ته د ويزې د ترلاسه کولو له پاره  د ۴۵۰۰ او ۱۵۰۰۰ يورو ترمنځ پيسې بايد ورکړی وای. په آلمان کې لبنانۍ ډلې په دې وروستيو کې مخ پر زياتېدونکي توگه تر څېړنو لاندې نيول کيږي او تر اوسه په برلين او نورد راين ويستفالن ایالت کې د څو چاپو او تلاشيو هدف گرځيدلي دي.

ms/bs (AG)

زموږ له آرشيف څخه:

 

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب