1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د آلمان د صدراعظم څرگندونو د «نجونو» اعتراض راوپاراوه

گل غوټۍ پوپل | رویترز، فرانس‌پرس، اسوشیتدپرس، ایي پیي ډي
۱۴۰۴ مهر ۳۰, چهارشنبه

د مهاجرت او د ښار د څېرې په هکله د آلمان د صدراعظم وروستیو څرگندونو د ښځو اعتراضونه راوپارول. ښځې وايي چې له هغو څخه باید د مهاجرت د سختو پالیسیو له پاره د یوې بهانې په توگه کار وا نه خیستل سي.

په برلین کې پولیسو وویل چې شاوخوا ۲۰۰۰ کسانو په دغه اعتراض کې گډون کړی وو
د آلمان د صدراعظم څرگندونو په برلین کې د «نجونو» اعتراض راوپاراوهانځور: Lilli Förter/dpa/picture alliance

د سې شنبې په ورځ په زرونو کسانو د «موږ نجونې یوو» په شعار سره د آلمان د صدراعظم، د مسیحي ډیموکراټ گوند د مرکزي دفتر مخې ته اعتراض وکړ.

په برلین کې پولیسو وویل چې شاوخوا ۲۰۰۰ کسانو په دغه اعتراض کې گډون کړی وو، په داسې حال کې چې سازمان ورکوونکو ادعا کړې چې په هغو کې ۷۵۰۰ کسانو گډون کړی وو.

میرڅ څه ویلي دي؟

میرڅ تیره اونۍ د دې خبري په تائید سره چې په آلمان کې لږ کسان د پناه غوښتنې عریضه وړاندي کوي، وویل:«خو موږ لاهم د ښارونو د تصویر دغه ستونزه لرو، همدا دلیل دی چې د کورنیو چارو وزیر په ډېره پراخه کچه د اخراجونو د آسانولو او عملي کولو په حال کې دی.»

اړوند:د کډوالو په هکله د صدراعظم میرڅ څرګندونو غبرګونونه را پارولي دي

له دغو څرگندونو وروسته کله چې له هغه څخه یو وار بیا وغوښتل سول چې خپل نظر واضح کړي، وویل چې که څوک له خپلو لوڼو پوښتنه وکړي «نسبتاً واضح او ښکاره جواب» به ترلاسه کړي. ظاهراً د دې بیان څخه د هغه مطلب دا دی چې د مهاجرت د سختې پالیسۍ هدف دا دی چې ښځې د ځینو مهاجرینو له خوا د ناغوښتل سوي پاملرنې یا ځورونې څخه خوندي کړي.

لیکوالې او د چاپیریال ساتنې فعالې، لوئیزه نویباور د سه شنبې د ورځې په غوڼده کې د اعتراض کوونکو نظر داسي خلاصه کړ، په داسې حال کې چې د ښځو د امنیت په هکله بحث څخه ملاتړ کوي، خو ښځې دې ته آماده نه دي چې د مهاجرت د سختې پالیسۍ له پاره دي له هغوی څخه د یوې «بهانې او توجیه» په توگه کار واخیستل سي.

هغې میرڅ د «نه منلووړ، تبعیض آمیزه او په ښکاره ډول نژادپرستانه» نظر په څرگندولو تورن کړ.

د آلمان د زرغون گوند پخوانۍ مشرې ریکاردا لانگ، هم په دغه غونډه کې وینا وکړه او وې ویل چې له ښځو څخه باید د «ښی اړخو د روایتونو د پوښښ له پاره» کار وانه خیستل سي.

د دغو اعتراضونو پر پلاکاټونو داسي شعارونه لکه «د ښاري منظرې له پاره نژاد پالنه یوه ستونزه ده» او«د رنگارنگه ښاري منظرې له پاره نجونې» لیکل سوي وو.

اړوند:آلمان: تر ۶۰ سلنه ډېر تورپوستي او مسلمانان راسیزم تجربه کوي

میرڅ، چې تراوسه پورې یې د خپلو څرگندونو له بیرته اخیستو څخه ډډه کړې ده، د څو محافظه کاره سیاستوالو لکه د بایرن ايالت د صدراعظم مارکوس زیودر، له خوا یې ملاتړ سوی دی. زیودر وویل چې له دغو څرگندونو سره مخالفت د "کیڼ اړخو د کمپاین" له خوا پیاوړی سوی چې هڅه کوي د وضعیت "حقیقت تحریف کړي".

د طالبانو او آلمان خبرې اترې؛ د افغانانو اخراج به چټک شي؟

24:00

This browser does not support the video element.

گل غوټۍ پوپل ګل غوټۍ پوپل له کلونو راهیسې د افغانستان په اړه د راډیويي او تلویزیوني خپرونو ویاندویي کوي.
د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل