د آلمان د لوږې نړيوال سازمان په افغانستان کې خپل کار ته دوام ورکوي
۱۳۸۶ فروردین ۶, دوشنبهاعلان
خو د لوږې د نړيوال سازمان عمومي منشي هانس يواخيم پرويس په بن کې دا هم وويل چې کېدای شي تر سره کېدونکې پروژې د امنيتي وضعې د خرابېدو له امله کمې شي. هغه پروژه په سر پل کې چې په ترڅ کې يې آلمانی مرستندوي ديتر روبلينگ د مارچ په اتمه نېټه په ډزو ويشتل شوی و، ښايي چې د می مياشتې پورې تکميل او بيا يوې بلې ټولنې ته وسپارل شي. خو د افغانستان په نورو ولايتونو کې به کارونو ته په عادي توگه دوام ورکړل شي. نوې پروژې به د پرويس په وينا د امنيتي وضعې تر دقيقې څېړنې څخه وروسته پيليږي. د لوږې د نړيوال سازمان د فعاليتونو په ټولو نورو ځايونو کې به امنيتي تدابير ونيول او که اړتيا وي زيات کړای شي.