1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

یو شمېر افغانان چې د منلو ژمنه ورسره شوې آلمان ته انتقاليږي

۱۴۰۴ آبان ۸, پنجشنبه

د آلمان حکومت د منل کېدو پروګرام له توقف کولو سره سره، په پام کې لري یو ځل بیا یو شمېر افغانان له پاکستانه آلمان ته راانتقال کړي. دغو افغانانو وړاندې د آلمان د منلو ژمنه ترلاسه کړې ده.

آرشیف - د آلمان د منلو پروګرام له لارې له اسلام آباد څخه په یوه الوتکه کې د را انتقال شوو افغانانو الوتکه په هانوفر هوايي اډه کې تر ناستې وروسته
د آلمان حکومت په پام کې لري یو ځل بیا یو شمېر افغانان له پاکستانه آلمان ته راانتقال کړيانځور: Julian Stratenschulte/dpa/picture alliance

په آلمان کې د نوي ائتلافي حکومت له جوړېدو راهيسي په پام کې ده د درېم ځل له پاره یوه ډله افغان ښځې او نارینه چې د آلمان حکومت د منلې ژمنې له ځانه سره لري، په یوه الوتکه کې له پاکستان څخه آلمان انتقال کړل شي.

د اسلام آباد له هوايي ډګر څخه د آلمان خبري آژانس د رپوټ پر اساس، د پلان له مخې دغه افراد به په یو عادي پلان شوي پرواز کې په استانبول کې تر ېوې لنډې ناستې وروسته آلمان ته انتقال کړل شي.

تر اوسه د دغو افغانانو د شمېر په هکله چې په پام کې ده نن آلمان ته انتقال شي، څه نه دي ويل شوي.

تر دې وړاندې همپه دوو پروازونو کې یو شمېر افغانانپه ځانګړې توګه هغه چې له خطر سره مخ ول، د منل کېدو پروګرام له لارې د آلمان هانوفر ښار ته راانتقال شوي ول چې بیا وروسته د آلمان مختلفو ایالاتونو کې ځای پر ځاي شوي دي.

د آلمان د کورنیو چارو وزارت په پر له پسې توګه ټينګار کړی چې ټول هغه افغانان چې د منلو ژمنه ورسره شوې، آلمان ته تر داخلېدو مخکې، باید یو بهیر چې امنيتی ارزونه هم پکې شامله ده، تېر کړي.

د آلمان حکومت د منلو پروګرام متوقف کړی

ډېری افغان کورنۍ چې د منلو ژمنې له ځانه سره لري، له میاشتو او کلونو راهیسې آلمان ته د راتلو په هېله په پاکستان کې په انتظار کې ژوند کوي. د آلمان اوسنۍ ائتلافي حکومت چې له سوسیال دموکراټ ګوند او مسيحي اتحاد ګوندونو څخه جوړ دی، د روان کال په می میاشت کې د طالبانو له خطر سره د مخ افغانانو د منل کېدو پروګرام متوقف کړ.

په پام کې ول چې په دغه پروګرام کې په افغانستان کې د آلماني بنسټونو د پخوانيو محلي کارمندانو او د هغوی د کورنیو علاوه، هغه افغانان هم ومنل شي چې د خپلو مخکنیو فعالیتونو په خاطر د طالبانو له ګواښ سره مخ دي، لکه په قضايي ارګانونو، مطبوعاتو او یا هم د بشر حقونو په څېر برخو کې کار کول.

د دغه پروګرام پر توقف سربېره، یو شمېر افراد او کورنیو ېې اوس ويزې ترلاسه کړي دي. یو شمېرو ېې بیا د آلمان محاکمو ته شکایت کړی دی.

د آلمان حکومت د معلوماتو پر اساس، په حاضر وخت کې ۱۹۱۰ افغانان چې د منلو ژمنې له ځانه سره لري، په پاکستان کې ژوند کوي.

د فریدریش مېرڅ په مشرۍ آلمان د ائتلافي حکومت په هوکړه لیک کې راغلي دي چې د منلو داوطلبانه پروګرام د امکان تر حده راټيټوي او نوی پروګرام هم تر لاس لاندې نه نیسي.

پاکستان؛ جرمني ته د تګ په هیله په ډار او ویره کې ژوند

03:44

This browser does not support the video element.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل
د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل