1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د آلمان د نفوسو شمیر ۸۳،۲ میلیونو ته لوړ شوی دی

۱۳۹۹ خرداد ۳۱, شنبه

د آلمان د نفوسو شمیر په ۲۰۱۹ م کال کې ۸۳،۲ میلیونو ته لوړ شوی دی. د دغه هيواد د احصایي مرکزي ادارې ویلي دي سره له دې چې د نفوسو د ډيریدو کچه د نوي ریکارډ اندازې ته رسیدلې ده، خو د وګړو د ودې کچه بیا هم سسته ده.

Deutschland Fußgänger Symbolbild Wir in Deutschland
انځور: picture-alliance/dpa/S. Hoppe

د آلمان په ویسبادن ښار کې د احصایي مرکزي ادارې د یوه رپوټ په خپرولو سره ویلي دي چې د ۲۰۱۸ م کال په پرتله تیر کال د دغه هیواد د نفوسو په شمیر کې ۰،۲ سلنه (۱۴۷ زره تنه) زیاتوالی رامنځته شوی دی. په ۲۰۱۸م کال کې هم د آلمان د نفوسو په شمیر کې ۰،۳ سلنه زیاتوالی ثبت شوی وو.

نوموړي ادارې د وګړو شمیر د زیاتیدو په وضاحت کې ویلي دي چې تیر کال د هغو کسانو شمیر چې آلمان ته راغلي دي، د هغو کسانو د شمیر په پرتله چې له آلمان څخه وتلي دي ۳۰۰ زره کسان ډیر دي. دغه ارقام د ۲۰۱۸م کال په نسبت یو کمښت ښکاره کوي یعنې په هغه وخت کې دغه شمیر ۴۰۰ زره کسان وو.

سربیره پر دې تیر کال د زیږیدنو په پرتله د مړو شمیر ۱۶۱ زره تنه زیات وو. په دې ترتیب په ۲۰۱۹ م کال کې د زیږیدنو شمیر او همدارنګه د هغو کسانو شمیر چې آلمان ته مهاجر شوي دي تر دې د یوه کال مخکې په نسبت کم وو او دا د نفوسو د ودې د کچې کمیدل ښکاره کوي.

په ۲۰۱۹ م کال کې د آلمان میشته بهرنیانو د شمیر وده یا زیاتیدل تر دې مخکې کلونو په پرتله بطي شوې ده او په عین وخت کې د آلماني اتباعو شمیر له ۰،۲ سلنې کمیدو سره ۷۲،۸ میلیونه تنو ته رسیدلی دی.

د ۲۰۱۹م کال په پای کې ۱۰،۴ میلیونه بهرنیانو په آلمان کې میشت وو. په مجموع کې بهرنیان د آلمان د نفوس ۱۲،۵ سلنه برخه تشکيلوي.

د ۲۰۱۱م کال راهیسي د آلمان نفوس په دوامداره توګه زیاتیږي. په ۲۰۱۵م کال کې د آلمان د نفوسو وده د ریکارډ کچې ۱،۲ سلنې ته لوړ شو او تر هغې را وروسته بیا د نفوسو وده په تدریج سره سست شوې ده.

آژآنسونه: ش.ن/ ا. و.ا

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب