د آلمان د پوهنې او څېړنو وزيرې استعفا وکړه
۱۳۹۱ بهمن ۲۱, شنبهد سه شنبې په ورځ (د ۲۰۱۳کال د فبرورۍ په ۵مه نېټه) د دوسلدورف پوهنتون له انېته شاوان څخه د دوکتورا لقب بېرته اخيستی و. نوموړي پوهنتون تور لګولی دی چې شاوان څه د پاسه دېرش کاله وړاندې «په سيستماتيک او قصدي ډول» د خپل تيزس ځينې برخې له نورو څخه کاپي کړې دي بې له دې چې له سرچينو او ماخذونو څخه په سم ډول يادونه وکړي. دا حالت د آلمان د لومړۍ وزيرې لپاره، چې په راتلونکو پارلماني ټاکنو کې غواړي د خپلې دريمې دورې لپاره لومړي وزارت ته ودريږي، د زغملو وړ نه و.
نوې وزيره يوهانه وانکه نوميږي
د نيدرزاکسن آيالت د علمي چارو وزيره، يوهانه وانکه، به د انېته شاوان ځاي ونيسي او د آلمان د پوهنې او څېړنو راتلونکې وزيره شي. دغه اعلان لومړۍ وزيرې انګلا مېرکل په برلين کې د يوې مطبوعاتي غونډې په ترڅ کې وکړ.
وانکه به د راتلونکې بنجشنبې په ورځ (د ۲۰۱۳کال د فبرورۍ په ۱۴مه نېټه) د نومول کېدو سند د آلمان د ولسمشر يواخيم ګاوک له خوا تر لاسه کړي.