1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د آلمان د کار وزیر له کوره د کار کولو حق د ادامې پلوي دی

۱۳۹۹ اردیبهشت ۸, دوشنبه

د کرونا ویروس په میلیونونو آلمانان دې ته اړ کړل چې له خپلو کورونو څخه دفتري کارونو وکړي. د آلمان یو وزیر اوس غواړي چې د کرونا د خطر له تیریدو وروسته هم دغه چاره ادامه ومومي.

Symbolbild Arbeiten zuhause
انځور: picture-alliance/dpa/C. Klose

د آلمان د کار او ټولنیزو چارو وزیر هوبرتوس هایل، د «بېلد ام زونتاګ» په نامه له آلمانۍ ورځپاڼې سره په خبرو کې ویلي دي چې کارکوونکي باید له کوره د کار کولو حق ولري. د یادې ورځپاڼې په وینا وزیر پلان لري چې سږ کال په مني کې په دې هکله یوه مسوده وړاندې کړي، څو قانوني اړخ یې وکتل شي.

هایل د بېلډ ورځپاڼې ته ویلي دي: «هر هغه کس چې غواړي او د کار ځای یې اجازه ورکوي د کورنا ویروس د وبا تر تیریدو وروسته هم باید له کوره د کار کولو اجازه ولري.»

په آلمان او د نړۍ په نورو هیوادونو کې خلکو ته له کوره د کار کولو امر شوی وو. «هوم آفس» یا له کوره د کار کولو موخه دا ده چې د کرونا ویروس د خپریدو کچه ورو کړل شي.

په میلیونونو کسان له کوره کار کوي

د آلمان د کار وزیر ویلي دي چې د کرونا وبا پر دې د پوهیدو چانس برابر کړی چې له کوره هم کار کول ممکن دي. اوس مهال د اټکل له مخې اته میلیونه کسان چې د آلمان د کاري ځواک ۲۵ سلنه جوړوي د آلمان په ۱۶ ایالتونو کې له خپلو کورونو څخه کار کوي. پخوا دغه شمیر ۱۲ سلنه وو.

هایل په خپلو خبرو کې روښانه کړې ده، چیرې چې امکان ولري په راتلونکي کې به کارکوونکي د دې جوګه وي چې د بشپړې اوونۍ او یا هم په اوونۍ کې د یوې او یا دوو ورځو له پاره له کوره د کار کولو غوښتنه وکړي.

نوی قانون به له کوره د کار کولو زیاتیدو ته متمرکز وي، خو شرکتونه به د دې کار ترسره کولو ته نه مجبوروي.

ایا «هوم آفس» په ريښتیا بریالی دی؟

ډیر شمیر سیاستوالو له دغه وړاندیز څخه ملاتړ کړی دی. د آلمان د سوسیال دیموکرات ګوند سیاستوال او مرستیال صدراعظم اولاف شولڅ، په تیرو اوونیو کې له کور څخه کار کول د «یوې ریښتنې لاس ته راوړنې» په توګه عنوان کړي وو.

کاترین ګورینګ ایکارد، چې د زرغون ګوند پارلماني مشره ده، هم له دغه وړاندیز څخه هرکلی کړی دی. هغې د ټویټر په یوه پیغام کې د تیز سرعت انټرنیټ د حق له پاره غږ کړی، څو خلک وکولی شي په اغیزمنه توګه له کوره کار وکړي.

د کارګرو ګروپونو له دې وړاندیز سره کومه لیوالتیا نه ده ښوولې. د آلمان د کارګرو صنفي اتحادیې د کنفدراسیون مشر شتیفن کامپېتر، پر دې ټینګار کړی دی چې د ځینو سختو قواننیو درولو ته اړتیا او په خبره یې بیوکراسي به اقتصادي وده زیانمنه کړي. د هغه په خبره د خلکو له کوره په کار کولو سره اقتصاد په بشپړه توګه پرمخ نه شي بیول کیدی.

د ۲۰۱۹م کال په اوایلو کې د آلمان د کار وزارت معین بیون بونن، د «دیر شپیګل» په نوم آلمانۍ مجلې ته ویلي وو چې داسې یو وړاندیز پلانوي چې آلماني شرکتونه دې ته مجبوروي چې یا خپلو کارکوونکو ته له کوره د کار کولو اجازه ورکړي او یا هم دا توجیه کړي چې دا کار ولې ممکن نه دی.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب