د آلمان د سوسیال دیموکرات ګوند مشر او د دغه هیواد د اقتصاد وزیر زیګمار ګابريل، د دوشنبې په ورځ د آلماني رسنیو ډلې «فونکه میډین ګروپه» سره د خبرو په ترڅ کې د کار په بازار کې د مهاجرو د جذب موضوع ته په اشارې سره وویل: «ډېری هغه مهاجرين چې د مسلکي او کاري زده کړو په حال کې دي، د دې ښکارندویي کوي چې موږ پر ټولو ستونزو سربیره کولی شو د بریالیتوب داستانونه ولرو، په هغه صورت کې چې موږ لږ زحمت وباسو او په دې برخه کې یو څه وکړو.»
د سوسیال دیموکرات ګوند دغه مشر د اقتصاد وزارت د هغو پروګرامونو بریاليتوب ته اشاره وکړه چې له مخې یې په ۱۰ میاشتو کې ۳۴۴۱ مهاجر شرکتونو ته معرفي شوي دي. د دوی نیمایې یعنې ۱۷۸۷ تنو ته یې د مسلکي زده کړو یوه روزنیزه دوره ورکول شوی ده.
سربیره پر دې د ۲۰۱۶م کال په مارچ میاشت کې یو پروګرام پیل شو چې د دسمبر میاشتې تر پایه پورې لویو او کوچنیو شرکتونو او ۱۱۰۱۷ مهاجرو ته د کاري او حرفوي زده کړو د فرصتونو په هکله مشکورې ورکړې.
آلماني شرکتونه کډوالو ته د کار اسانتیاوې برابروي
ډیر شمیر لوی شرکتونو ځینې پروکرامونه پیل کړي چې د کار په بازار کې مهاجرو ته اسانتیاوې برابرې کړي. په دې انځوریزه خبر کې ووینی چې دا شرکتونه څه کوي او پروګرامونه يې څه ډول دي.
انځور: DW/C. Röder
د کار مارکیټ ته ننوتل
د نړۍ د کیمیاوي موادو تر ټولو لوی شرکت (BASF) غواړي ۵۰ مهاجرو ته د کار رمینه برابره کړي. دا مهاجر به د یو کال لپاره ژبه او مسلکي زدکړې تر لاسه کوي. BASF په المان کې ۵۰ زره کارکوونکي لري.
انځور: picture alliance/Keystone/J. Zick
دایملر یا میرسیدس بینس سره کار
د موټر جوړونې دې شرکت په وروستیو اوونیو کې ۴۰ نوي کارکوونکو ته کار ورکری. په ۱۴ اوونیو کې به مهاجر تولیداتي زدکړې تر لاسه کړي. په لومړیو شپږو اوونیو کې د آلمان فدرالي حکومت دې مهاجرو ته معاش ورکوي او په ورستیو اتو هفتو کې به دایملر شرکت دې کسانو ته معاش او د هغوې د ژبې کورس مصرف ورکوي.
انځور: picture-alliance/dpa/B. Weißbrod
په انترنت کې د وظیفو اعلانونه
د ۲۰۱۵ کال له سپتمبر میاشتې راهیسې دویچ تیلیکام د انترنت له لارې ۷۰ مهاجرو ته کار ورکړی دی. دا شرکت همداراز هوډ لري چې به راتلونکي کال کې ۱۰۰ تنو نورومهاجرو ته هم کار پیدا کړي. دا شرکت په ټول آلمان کې ۱۲۰ زره کارکوونکي لري.
انځور: picture-alliance/dpa/J. Stratenschulte
د الکترونیکي انجنیري په برخه کې زدکړې
په دویچ بان (Deutsche Bahn) کې مهاجر د زدکړو څخه وروسته کولای شې د انجینیر په توګه دنده تر سره کړي. دا زدکړې په دوه نیمو کلونو کې تر سره کیږي. اوسمهال ۱۵ مهاجر له دویچ بان سره زدکړې کوي او نهه نور کسان به ډیر ژر دا کار پیل کړي.
انځور: picture-alliance/dpa/F. May
د آلماني ژبې کورسونه
زیمنس شرکت اوسمهال مهاجرو ته د کار زمینه مساعدوي. زیمنس په المان کې ۱۱۵۰۰۰ کارکوونکي لري.
انځور: picture-alliance/dpa/R. Jensen
د تکړه مهاجرو له پاره د کار زمینه
په آلمان کې د کمپیوتر له پاره د پرواګرام جوړوني یوه کمپنی ۱۰۰ مهاجرو ته د کار زمینه مساعدوي او یوازي تکړه مهاجرو ته به کار ورکوي. دا شرکت همداراز غواړي د کمپیوتر ساینس او تجارت برخې کې مهاجرو ته د زدکړو زمینه برابره کړي.
انځور: picture-alliance/Sven Simon/B. Lauter
کوچني شرکتونه هم مهاجرو ته دندې برابروي
د لویو شرکتونو سربیره، ډیر شمیر واړه شرکتونه هم هڅه کوي د کډوالو له پاره د کار زمینه برابره کړي تر څو هغوی وکولای شي په اسانه د کار په بازار کې ځان ادغام کړي.
تر ټولو دمخه هدف دا دی چې په یوه شرکت یا تصدۍ کې عملي زده کړو ته لاسرسۍ اسانه کړای شي. د آلمان د اقتصاد وزیر زیاته کړه: «موږ باید د هغو انسانانو له پاره چې په دایمي ډول به زموږ سره پاتې شي، د حرفوي زده کړو او کار زمینه مساعده کړو.»
هغه زیاته کړه چې دوی یوازې په دې صورت کې کولی شي ژبه زده کړي او د یوه مسلک د زده کړې وړتیا ترلاسه او په دې توګه په آلمان کې پر خپلو پښو ودریږي.