د آلمان د نوي ائتلافي حکومت تر جوړيدو وروسته، هورست زيهوفر په دغه حکومت کې د کورنيو چارو د وزير په توګه وټاکل شو. زيهوفر په وار وار ټينګار کړی دی چې په نژدې راتلونکې کې به د آلمان په مختلفو برخو کې د مهاجرو د ساتنې مرکزونه جوړ کړي. په دغو مرکزونو کې به هغه مهاجر چې تازه آلمان ته داخليږي، تر هغه وخته چې خپل د پناه غوښتنې غوښتنليک وړاندې کوي، او بيا يې څيړنه دوام کوي، ساتل کيږي. همدا ډول به هغه رد شوي مهاجر هم په دغو مرکزونو کې ساتل کيږي چې د اخراج په معرض کې قرار لري.
داسې ويل کيږي چې په مجموعي توګه به دغه ډول ۴۰ مرکزونه چې «انکر» ورته وايي، د آلمان په مختلفو سیمو که ورغول شي. انکر د درو آلماني کلمو «داخلیدل، څيړنه او اخراج» مخفف دی.
دربست طيارې
په دې اړه چې تر اوسه کومې څرګندونې شوي دي په هغو کې ویل شوي دي چې په هر انکر کې به تر ۱۵۰۰ پورې مهاجر ساتل کيږي. د زيهوفر د خبرو پر اساس، رد شوي مهاجر بايد له همدغو مرکزونو څخه په مستقيمه توګه بيرته خپلو هيوادونو ته واستول شي. د آلمان د کورنيو چارو وزارت په پروګرام کې ويل شوي دي چې ردشوي مهاجر بايد په ډلييزه توګه په کراه کړل شويو چارتر يا دربست طیارو کې اخراج کړل شي نه د هوايي شرکتونو په عادي طيارو کې.
په ټول آلمان کې به د مهاجرو د ساتنې ۴۰ مرکزونه جوړ کړل شي. د آرشيف انځورانځور: picture-alliance/dpa/N. Armer زيهوفر آلمانۍ مجلې شپيګل سره په مرکه کې هغه ادعاوې په کلکه رد کړې چې ګواکې په دغو مرکزونو کې مهاجر د توقيف په توګه ساتل کيږي. هغه وويل چې دا ډول څرګندونۍ د «ويرونکو افسانو» په څير دي. زيهوفر زياته کړه د مرکزونو د جوړولو څخه موخه دا ده چې د څو مياشتو په دننه کې چې د مهاجرو دوسيې څيړل کيږي، اړوندې ادارې هغو ته لاسرسی ولري. د آلمان د کورنيو چارو وزارت د احتمالي ستونزو د مخنيوي په موخه، په نظر کې نه لري چې دغه تاسيسات دې ډير لوي وي. هورست زيهوفر په دې اړه وويل: «په دغه هر يوه مرکز کې بايد له زرو څخه زيات کسان و نه ساتل شي.»
د مهاجرو ادغام
د آلمان د کورنيو چارو وزير په عين وخت کې د منل شويو مهاجرو پر ادغام ټينګار کوي. هغه وايي د منل شويو مهاجر د ادغام بهير به چټکوي. هغه په دې اړه وويل: «هغو مهاجرو له پاره چې د اقامت حق لري، د ښه ادغام پرته ورته بله هيڅ لاره شتون نه لري. له دې پرته به، د «هارتز ۴» مرستې، د مهاجرت بهير د ملاتړ موجب وګرځي. «هارتز ۴» ټولنيزو يا د سوسيال مرستو ته ويل کيږي.
خو په عین وخت کې يو شمیر سياسي کړيو او د مهاجرو ملاتړ کوونکو ډلو د آلمان د کورنيو چارو وزارت پر دغه پروګرام نيوکې کړي دي. د آلمان کيڼ اړخي او زرغون ګوندونه له دې بابته انديښنه کوي چې په نويو مرکزونو کې د مهاجرو ساتل به د دې لامل وګرځي چې د هغو اړيکې له رضاکارو مرستندويانو او مدافع وکیلانو سره کمې شي.
AJ/Rsh/wa/ust/sam (kna, afp, dpa)
د مهاجرت پر موضوع زموږ له آرشيف څخه يو انځوريز البوم:
روان کال په آلمان کې د افغان مهاجرو د منلو کچه ښکته شوې او تر څنګ له دغه هيواده د رد شويو مهاجرو په اخراج کې هم کموالی راغلی دی. اوس مهال په آلمان کې شاوخوا ۲۵۵ زره افغانان ژوند کوي. انځور: Getty Images/AFP/O. Andersen
آلمان کې د افغان مهاجرو شمير حاضردمه په آلمان کې شاوخوا ۲۵۵ زره افغانان ژوند کوي. دغه مطلب د آلمان فدرالي حکومت لخوا د افغان مهاجرو په هکله يو رپوټ کې د روان کال په اپريل مياشت کې ویل شوی وو.
انځور: DW/I. Qoraishi آلمان کې د تيرکال په لمړيو شپږو مياشتو کې د منل شويو افغان مهاجرو رقم ۵۵ اعشاريه ۸ سلنه وو، خو سږکال دغه رقم ۴۴ اعشاريه ۱ ته راښکته شوی ده.
انځور: Reuters/M. Dalder د فدرال آلمان د رپوټ پر اساس، له ۲۵۵ زره افغان مهاجرو له ډلې، د نيمايي څخه د زياتو هغو پر دوسيو کار روان دی. دغه مهاجر د ځواب د ترلاسه کولو تر وخته کله تر اوږدې مودې انتظار کې پاتې کيږي.
انځور: picture-alliance/dpa/B. Roessler په آلمان کې د ميشتو شاوخوا ۲۵۵ زره افغان مهاجرو له ډلې څخه ۶ سلنې يې دايمي اقامې ترلاسه کړي دي.
انځور: picture alliance/AP Photo/M. Muheisen آلمان کې د افغان مهاجرو يو څلورمې برخې ته يې تر يوې ټاکلي مودې په دغه هيواد کې د اوسيدو اجازه ورکړل شوې ده.
انځور: picture alliance/AP Photo/M. Muheisen يو شمير افغانان بايد ووځي د فدرالي آلمان ادارې لخوا د روان کال اپريل میاشت کې خپور شوي رپوټ کې دا هم ویل شوي چې له ۲۵۵ زره افغان مهاجرو څخه ۱۳ سلنه يې بايد آلمان له خاورې ووځي او يا په بد وضعیت کې قرار لري.
انځور: Getty Images/AFP/W. Kohsar ډیری افغان مهاجرو له دويچه ويله ته ويلي دي چې د بې برخليکۍ له وجې ناهیلې او زړونه يې مات شوي دي. دوي وایي مياشتې مياشتې انتظار وښکل د يوې نامعلومې پايلې لپاره پر دوي ډير زورونکی پريوځي.
انځور: DW/A. Jawad د پناه غوښتنې نتایجو ته د اوږدې مودې انتظار ترڅنګ د مهاجرو بله ستونزه په کمپ کې د تنګ او ګډ ژوند ماحول دی.
انځور: picture-alliance/AP Photo/M. Schreiber خو افغانستان ته د افغان مهاجرو د اخراج یا آلمان له خاوري څخه يې د وتلو خبره، له مودو راهيسې په آلمان کې په يوې جنجالي موضوع اوښتې ده. دغې خبرې سره په اعتراض کې تر اوسه د آلمان په ډیرو ښارونو کې افغانانو مظاهرې کړې دي.
انځور: DW/R.Shirmohammadil افغان مهاجر د آلمان په کلن ښار کې د مظاهرې پر مهال. دوی وايي چې افغانستان لا امن ندی او نبايد اخراج کړل شي.
انځور: DW/R.Shirmohammadil د دغو ټولو حالاتو سربيره آلمان حکومت وايي چې د روان کال په شپږو مياشتو کې آلمان څخه د مهاجرو اخراج کم شوی دی.
انځور: Ehsan Hadid اخراج کې سم نيمايي کموالی د آلمان د کورنيو چارو وزارت په جولای مياشت کې ويلي دي چې په روان نيمايي کال کې ټولټال ۱۲۵۴۵ تنه رد شوي مهاجر خپلو هيوادونو ته اخراج شوي په داسې حال کې چې د تير کال همدې موده کې دغه شميره ۲۵۳۷۵ تنه وه.
انځور: DW/S. Sanderson د مهاجرت په سخت ژوند کې د اخراج، موقتي اقامې، انتظار او نورو ستونزه ترڅنګ يوه ستونزه هم د کار اجازه نلرل دی چې يو شمير مهاجرو ته د ځينو قانوني دلايلو له مخې نه ورکول کيږي.
انځور: Getty Images/AFP/O. Andersen