د آلمان د کورنیو چارو د نوي ټاکل شوي وزیر دغه څرګندونې د آلمان په بایرن ایالت کې د مسیحي سوسیال اتحاد ګوند د سیاسي لید ښکارندويي کوي. د دوی له دغو کارونو څخه داسي ښکاري چي اراده لري مسیحي سوسیال او د آلمان نوی حکومت لا ډیر محافظه کارۍ خوا ته سوق کړي، څو په بایرن ایالت کې د هغو رایه اچوونکو اعتماد ترلاسه کړي چې په دې وروستیو کې یې خپل ملاتړ د آلمان له پاره بدیل ګوند ته په تله کې ایښی وو.
دا په داسې حال کې ده چې د تیر کال په عمومي ټاکنو کې دغه اصطلاح چې «اسلام په آلمان پورې اړه نه لري» د آلمان له پاره د بدیل ګوند د غونډو اصلي موضوع او شعار ګرځیدلی وو. دغه عوامپاله ګوند اوس د آلمان په پارلمان کې دریم ستر بلاک او د آلمان حکومت تر ټولو ستر اپوزیسیون دی.
زیهوفر همدا راز ژمنه کړې ده چې د آلمان د کورنیو چارو د وزیر په توګه به د رد شوو پناه غوښتونکو اخراج ډیر کړي. تر دې وړاندې هم د سوسیال مسيحي ګوند مشرانو له صدراعظمې انګلا میرکل سره څو ځله پر مهاجرت اړوند سیاست او اړوندو موضوعګانو باندي تقابل کړی.
دا په داسې حال کې ده چې میرکل د چهارشنبې په ورځ د راتلونکو څلورو کلونو له پاره د آلمان د صدراعظمې په توګه وټاکله شوه.
پر ورته موضوع یو انځوریز البوم زموږ له آرشیف څخه:
په آلمان کي د افراطي مسلمانانو له خوا د «شریعت پولیسو» جوړول
په آلمان کې یو شمیر سلفي مسلمانانو داسي کمیسان اغوستي ول چې ورباندې د Sharia Police یا د شریعت پولیس عبارت لیکل شوی وو. هغوی د آلمان په اوپرتال ښار کې گرځیدل او په خپله خبره یې ځوانان اسلام ته دعوتول.
انځور: Shariah-Polizei-Germany/Facebook
یو شمیر افراطي سلفي مسلمانانو د آلمان په اوپرتال ښار کې د شپې له خوا تگ راتگ کاوه او په خپله خبره يې ځوانان اسلام ته رابلل. هغوی د نارنجي رنگ کمیسانو په اغوستلو سره ځان پولیسو ته ورته کاوه. دا کار د آلمان د پولیسو له پاره د منلو وړ نه وو.
انځور: Shariah-Polizei-Germany/Facebook
د هغوی پر کمیسانو باندي د Sharia Police عبارت لیکل شوی وو. هغوی د شپې له خوا ځوانان درول او د اسلام په اړه يې معلومات ورکول.
انځور: Shariah-Polizei-Germany/Facebook
د بېلگې په توگه دغه کسان د شپې له خوا ځوانان دروي او ورته دیسکو ته د نه تلو سپارښتنه کوي. پر دې سربیره دغه سلفیان پلورنځایونو ته ننوتلي ول او پیریدونکو ته یې په خپله خبره اسلامي قوانین تشریح کړي ول.
انځور: Shariah-Polizei-Germany/Facebook
دغو کسانو د خپلو فعالیتونو په اړه په انترنت کې یوه لنډه ویدیو خپره کړې ده. دغه افراطي وگړي د ۱۹ او ۳۳ کلونو تر منځ عمر لري.
انځور: Shariah-Polizei-Germany/Facebook
دغې ډلې د خپلو فعالیتونو انځورونه هم خپاره کړي دي.
انځور: picture-alliance/dpa/O. Berg
د آلمان د اوپرتال پولیسو د ښار په مرکز کې خپل حضور ډیر کړی دی او پر خلکو یې غږ کړی دی چې د شکمنو کسانو د لیدو په صورت کې پولیسو ته خبر ورکړي.
انځور: picture-alliance/dpa/ W.Steinberg
د اوپرتال د پولیسو مشر ویلي دي: «په آلمان کې واک یوازي د دولت په لاس کې دی. د خلکو ویرول او هڅول د تحمل وړ نه دي.»
انځور: picture-alliance/dpa/B.Roessler
د آلمان د کورنیو چارو وزیز توماس دمزیر، هم په دې اړه غبرگون ښوولی وو. هغه ویلي ول: «د آلمان په خاوره کې شریعت د منلو وړ نه دی. هیڅوک د دې حق نه لري چې د آلمان د پولیسو له نوم څخه ناوړه گټه پورته کړي.»
انځور: picture-alliance/dpa/B.Roessler
په عین حال کې آلماني سیاستوالو پر دې باندي ټینگار کړی دی چې د قانون پلي کول یوازي د حکومت په واک کې دي.
انځور: picture-alliance/dpa/B.Roessler
د اوپرتال ښار په آلمان کې د سلفیانو مرکز بلل کیږي. د آلمان په نورد راین ویستفالن ایالت کې د سلفیانو شمیر ۱۸۰۰ تنو ته رسیږي.
انځور: picture-alliance/dpa
سلفیانو هغه مهال اعلان کړی وو چې د اوپرتال په څیر عملیات به د آلمان په نورو ښارونو کې هم ترسره کړي.
انځور: picture-alliance/dpa
د آلمان د اساسي قانون د ملاتړ فدرالې ادارې مشر گئورگ ماسن، له بیلد ورځپاڼي سره په مرکه کې ویلي ول چې سلفیان له ځانه سره د داسي شعارونو د لېږدولو حق نه لري چې د نورو پر وړاندې نفرت خپور کړي.
انځور: picture-alliance/dpa
ویل کیږي چې آلماني پولیس له ډیري مودې راهیسې سلفیان تر نظر لاندي لري.
انځور: picture-alliance/dpa/ W.Steinberg
له بلي خوا یو شمیر افراطي آلماني مسلمانان لا وختي سوریې ته د تندلارو اسلامپالو ډلو تر څنگ د جگړې په موخه تللي دي.
انځور: dapd
په آلمان کې اوس د هغو کسانو د برخلیک په اړه خبري رواني دي چې د سوریې له جگړې څخه بیرته دې هیواد ته راستنیږي.