1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د آلمان سفارت په افغانستان کي د مهاجرت په اړه کمپاین پیل کړ

حسين سيرت / ستار جهش۱۳۹۴ آبان ۲۴, یکشنبه

د آلمان فډرالي حکومت غواړي چي افغانانو ته و آلمان او لوېديځ ته د مهاجرت په تړاو پوهاوی ورکړي. په دې تړاو په کابل کي د آلمان سفارت په لویو افغان ښارونو کې کمپاین پیل کړ.

انځور: DW/H. Sirat
په افغانستان کې د آلمان سفارت دې هیواد ته د مهاجرت په اړه د ټولو افغانانو او خصوصا د ځوانانو د پوهاوي له پاره یو کمپاین پیل کړی دی. په دې کمپاین کې له افغانانو څخه غوښتل شوي دي چې د خپل هیواد پریښودو څخه مخکې په دې اړه یو ځل بیا هم فکر وکړي.

دا کمپاین د یکشنبې په ورځ ( د نومبر په ۱۵مې) په کابل کې پیل شو او د کابل ښار په ۱۹ سیمو کې به په دې اړه پلاکارټونو هم نصب شوي دي. په دې پلاکارټونو (بیلبوردونو) کې له افغان ځوانانو څخه غوښتل شوي دي چې آلمان ته د مهاجرت او د دې کار د پایلو په اړه فکر وکړي.

د آلمان سفارت په خپله فیسبوک پاڼه کې لیکلي دي چې افغان ځوانان دې په آلمان کې د اسانه او راحته ژوند په اړه د انساني قاچاقبرانو پر ناسمو معلوماتو باور نه کوي.

«قاچاق وړونکو ته د انسان ژوند ارژښت نه لري»

دا سفارت په خپله فیسبوک پاڼه کې داسي وايي: «هیڅکله هم اروپا ته د رسیدو له پاره خپل ژوند له خطر سره مه مخامخ کوی. انساني قاچاقبران مجرمین دي او صرف د پیسو په اړه فکر کوي. هغوی هیڅکله رښتیا نه وايي او د انسانانو ژوند هغوی ته کوم ارزښت نه لري.»

له دویچه ویله سره په یوه مرکې کې په افغانستان کې د آلمان سفیر مارکوس پوتسل وایي چې د دې کمپاین په ترڅ کې به له ځوانانو څخه وپوښتل شي چې ایا په رښتیا غواړي د یوې ناڅرګنده راتلونکې له پاره له هر څه تیر شي: «تاسو په رښتیا غواړی خپل هر څه د یوې ناڅرګنده راتلونکې له پاره خرڅ کړی؟ دا سوالونه به له هغو کسانو وپوښتو چې غواړي اروپا ته او خصوصا آلمان ته مهاجرت وکړي.»

که چیری څوک و نه شي کولی دا ثابته کړي چې ژوند يې په خطر کې دی نو له آلمان او یا هر بل اروپایي هیواد څخه بیرته خپل اصلي هیواد ته استول کیږي.

ښاغلي پوتسل همداراز زیاته کړه: «هغه کسان چې و نه شي کولای دا ثابته کړي چې تر تعقیب لاندې دي [ژوند یې په خطر کې دی] نو د آلمان او نړیواله قوانینو پر بنسټ بیرته خپل اصلی هیواد ته استول کیږي او اصلي هیواد یې هم مکلف دی چې دا کسان ومني.»
انځور: DW/H. Sirat

په دې پلاکارټونو کې د ځینې انترنیتي پاڼو ادرسونه هم لیکل شوي دي چې اروپا او آلمان ته د مهاجرت په اړه معلومات وړاندې کوي. دا انترنتي پاڼې د اروپا د پناه غوښتنلیکونو د منلو په اړه معلومات ورکوي او همداراز د مهاجرت په اړه د خلکو پوښتنو ته هم ځواب ورکوي.

سږ کال ډیر شمیر افغان، سوریایي او عراقي کډوالو اروپا ته سفر وکړ. دې کسانو په ډیرو ستونزو سره ځانونه اروپا ته رسولی دی. په افغانستان کې د آلمان سفارت وایي چې ډیر شمیر مهاجر اوسمهال په خیمو او کانتینرونو کې ژوند کوي او د ژمي له رارسیدو سره یې ستونزې لا هم ډیرې شوي دي.

ناامني او بېکاري

قدوس چې د کابل ښار اوسیدونکی دی وایي چې که چیرې همداسې ناامني او بیکاري وي نو دا تبلیغات کومه معنا نه لري: «باید لاړ شو، په دې هیواد کې هیڅ نه شته، په آلمان کې هم امنیت شته او هم کار. دلته نه امنیت شته او نه هم بل څه.»

خو مسیح یو بل ځوان دې چې وایي په افغانستان کې د ځوانانو پاتې کیدل د دې هیواد له پاره ډیر ګټور دی. هغه وایي چې موږ باید خپل وطن اروپا کړو او زیاتوي: «دا به ښه وي چې په افغانستان کې پاتې شو، همدلته تحصیل او کار وکړو. خو امنیت نه شته. که انتحاري ته برابر شو نو وژل کیږو. کار هم نه شته. دا زموږ اندیښنې دي.»
له بلې خوا آلمان ویلي دي چې ځینې افغان کډوال به له دې هیواد څخه بیرته افغانستان ته استوي. افغان حکومت هم د دې مهاجرو بیرته منلو ته چمتوالی ښودلی دی.
د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب