په جرمني کي مهاجرو ته کار سته، خو څرنگه ئې پيدا کړي
02:58
This browser does not support the video element.
د لارس کلینګبایل په وینا سوسیال دیموکرات ګوند په ایتلافي حکومت کې د دغه هدف د ترلاسه کولو په لټه کې دی او پر دې به ټینګار کوي.هغه وایي، انفلاسیون ته په کتو سره، حد اقل مزد کېدای شي بیا لوړ شي او د کارپوهانو د اټکل له مخې د دې پروګرام له بشپړېدو سره د هر ساعت مزد باید له ۱۳،۵ څخه تر ۱۴ یورو ته لوړ شي.
د تاریخي انفلاسیون په دوره کېد حد اقل مزد لوړول
که د سوسيال ديموکرات ګوند دغه ژمنه پوره شي، په آلمان کې به حد اقل مزد په تيرو دريو کلونو کې د دريم ځل لi پاره په راتلونکی کال زيات شي. په داسې حال کې چې په ۲۰۲۲م کال کې په آلمان کې انفلاسیون په څلورو لسیزو کې ترټولو لوړې کچې ته له رسیدو سره، حد اقل مزد په دوو مرحلو کې د اکتوبر له پیل راهیسې له نږدې ۱۰ یورو څخه ۱۳ یورو ته لوړ شو. د حد اقل مزد د ټاکلو له پاره جوړ شوي کمېسیون سپارښتنه کړې ده چې حد اقل مزد دې په راتلونکي کال کې ۱۲ یورو او ۴۱ سنټو او په ۲۰۲۵ کال کې ۱۲ یورو او ۸۲ سنټو ته لوړ شي.
کلینګبیل دا زیاتوالی ناکافي ګڼي: «د ژوند لګښت ډیر شوی او له همدې امله موږ په هیواد کې لوړو معاشونو ته اړتیا لرو.»
لويز لايتز په ۱۸۷۱م کې يو شرکت جوړ کړ، چې موخه یې په ادارو او دفترو کي نظم راوستل وو. هغه په کال ۱۸۹۶ کې (اوردنر) يا دوسیه چې په آلمانې کې د نظم ورکولو په معنا ده، اختراع کړه. دغه راز هغه په ۱۹۱۰ م کال کې لومړنې د ورقو سورې کونکې هم اختراع کړ.
انځور: picture-alliance/dpa
اشتادلر (Staedtler)
د شتادلر فابریکه په آلمان کي د ليکنې توکو په توليد کي له لرغونو فابريکو څخه ده. د دغې فابریکې محصولات د نړۍ ۱۵۰ هیوادونو ته صادریږې، په نورو هيوادونو کي ۲۲ څانگې او شپږ فابریکې لري.
انځور: picture-alliance/dpa/H. Hollemann
انځورونه1 | 16
د حد اقل مزد په اړه د اروپا قواعد ارقام نه دي مشخص کړي، خو د نوي کولو او ټاکلو له پاره یې معیارونه په پام کې نیولي دي. د دې معیارونو له مخې، د اروپايي اتحادیې غړي هیوادونه کولی شي د اقتصادي وضعیت او داخلي ناخالص تولید مقدار سره سم مختلف قانوني حد اقل مزد ولري، خو دا هم اړینه ده چې د انفلاسیون له نرخ سره سم یې لوړ کړي.
په عمل کې، په ځانګړې توګه د آلمان په څیر هیوادونو کې، د قانون له خوا ټاکل شوي حد اقل مزد کې د کارګرانو برخه شامله ده او د معاشونو د زیاتوالي په اړه معامله په عمده توګه د کارفرمایانو او سوداګریزو اتحادیو ترمنځ وي، او ځینې وختونه دا له اوږدې شخړې او لنډمهاله اعتصابونو سره مل وي.