د آلمان صدراعظمه د سکي پرمهال ژوبله سوې ده
۱۳۹۲ دی ۱۶, دوشنبهد میرکل ویاند شتیفن زایبرت، د دوشنبې په ورځ وویل چې صدراعظمه په سویس کې د سکي پر مهال غوځاره شوې ده. هغې د رخصتیو پر مهال د دې هیواد په «انگادین» سیمه کې سکي کوله.
کله چې میرکل د جمعې په ورځ له سویس څخه بیرته برلین ته راغله هغې له ډاکټرانو سره ولیدل او د درزي هډوکي د درملني له پاره يې درمل ترلاسه کړه. د هغې ویاند ویلي دي چې د میرکل په لگن خاصره کې یو درز پیدا شوی دی.
زایبرت ویلي دي چې ډاکترانو میرکل ته د استراحت کولو مشوره ورکړې ده. هغه زیاته کړې ده چې له میرکل څخه غوښتل شوي دي چې د درو اوونیو له پاره په الوتکه کې سفر و نه کړي.
په دې ترتیب سره نو د میرکل یو شمیر سفرونو او غونډي لغو شوي دي. د چهارشنبې په ورځ پولند ته سفر او د پنجشنبې په ورځ د لوگزمبورگ له لومړي وزیر سره لیدنه هم په هغو سفرونو او غونډو کي ده چې میرکل د روغتیایي عاملونو له کبله لغو کړي دي.
زایبرت ویلي دي چې میرکل به له خپل کور څخه کارونو ته دوام ورکړي او د چهارشنبې په ورځ به د وزیرانو د غونډي مشري هم وکړي.
دا لا تر اوسه پورې روښانه نه ده چې دغه پېښه څرنگه رامنځته شوې ده. د هغو سکیو په اړه چې میرکل پر پښو کړي وې ځيني پوښتني موجودي دي. ویل کیږي چې میرکل د پېښي پر مهال د ۱۹۹۲ او ۱۹۹۵ کلونو په منځ کې آلماني جوړ شوي سکي په پښو وې.
د دغو سکيو
جوړونکي شرکت په خپله انترنتي پاڼه کې ویلي دي چې میرکل زاړه خو آلماني سکي په پښو کوي. دا په داسي حال کې ده چې د بیلد آلمانۍ ورځپاڼي ویلي دي چې اوس نو باید میرکل نوي سکي رانيسي.