د جرمني صدراعظم اولاف شولڅ د دوشنبه په ورځ د پارلمان د باور رایه له لاسه ورکړه او په دې ډول یې په رسمي ډول د ۲۰۲۵ م کال د فبرورۍ پر ۲۳، وخت دمخه ټاکنو ته لاره هواره کړه.
د آلمان صدراعظم د پارلمان د باور رایه له لاسه ورکړهانځور: Lisi Niesner/REUTERS
اعلان
د جرمني په پارلمان یا بوندستاگ کي له مجموعاً ۷۱۷ استازو څخه، ۳۹۴ یې شولڅ ته د عدم اعتماد رایه ورکړه ، ۲۰۷ کسانو د هغه ملاتړ وکړ او ۱۱۶ یې ممتنع رایه ورکړه.
اولاف شولڅ د پارلمان د باور رايي له لاسه ورکولو سمدستي وروسته، د آلمان له ولسمشر فرانک والتر شټاینمایر، څخه وغوښتل چي پارلمان منحل کړي چي تر وخت مخکې انتخاباتو د ترسره کولو په درشل کي دوهم گام دی.
ولسمشر اوس ۱۲ ورځي وخت لري تر څو په دې اړه پریکړه وکړي. البته دا درسمیاتو یوه برخه ده او جمهور رئیس مخکي څرگنده کړې وه چي د فبرورۍ پر ۲۳، وخت دمخه انتخاباتو ملاتړ کوي.
د پارلمان له خوا د باور د رای له لاسه ورکول کومه ناڅاپي خبره نه وه، ځکه په آلمان کي د واکمن ائتلاف له ړنگیدو سره، صدراعظم شولڅ خپل پارلماني اکثریت له لاسه ورکړی وو او په پارلمان کی د باور د رايي ترسره کول یو رسمي بهیر دی چي وخت دمخه انتخاباتو له پاره لاره هواروي.
د آلمان ائتلافي حکومت چي له سوسیال دیموکرات، زرغون او آزادو دیموکراتانو څخه جوړ وو، د اقتصادي مسایلو په تیره بیا د ۲۰۲۵م کال په بودیجه کي د څو میلیارده یورو خلا په اړه، پس له څو میاشتو شخړه ايزو بحثونو وروسته وپاشل سو.