1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د آلمان صدراعظم ولې اوکراين ته له سفر څخه ډډه کوي؟

۱۴۰۱ اردیبهشت ۱۳, سه‌شنبه

د آلمان صدراعظم ویلي دي چې اوکراین ته به سفر ونه کړي. لامل یې د دغه هیواد له ولسمشر شتاین مایر سره د اوکراین «بې احترامي» ياده کړې ده. د اوکراین سفیر په دې اړه جدي غبرګون ښولی.

Kabinettsklausur Schloss Meseberg Brandenburg
انځور: MICHELE TANTUSSI/REUTERS

د کیف له خوا اوکراین ته د ولسمشر فرانک والتر شټاین مایر د پلان شوي سفر له ردولو وروسته، په آلمان کې دا بحثونه زیات شول چې صدراعظم اولاف شولڅ به له اوکراین سره د پیوستون د څرګندولو لپاره اوکراین ته سفر وکړي. خو دا سفر ترسره نه شو.

شولڅ  د روانې مې میاشتې په دویمه نېټه د آلمان له دویم تلویزوني چینل زیډ ډي ایف سره په یوه ټلویزیوني مرکه کې، اوکراین ته د خپل سفر د ردولو په اړه څرګندونې وکړې .

هغه په ​​یوه انتقادي وینا کې د اوکراین چلند او د شټاین مایر له سفر سره د مخالفت پرېکړه د هغه د سفر پر وړاندې خنډ وباله او ویې ویل چې د دې وضعیت په پام کې نیولو سره یې اوکراین ته د تګ لپاره هېڅ دلیل نه نشته.

ټاکل شوې وه چې شټاین مایر به د اپریل په نیمایي کې د پولنډ، ، استونیا او لیتوانیا له ولسمشرانو سره کییف ته سفر وکړي. خو دا سفر له ترسره کیدو مخکې  د کیف لخوا لغوه شو.

اوکرایني چارواکو د دې اقدام لامل له روسیې سره د شتاین مایر هغه سياسي تګلاره وبلله چې د بهرنیو چارو د وزير په توګه یې پر مخ وړې وه.

د آلمان لومړی وزیر: اټومي جګړې ته نباید اجازه ورکړل شي

اولاف شولڅ وویل دا ممکنه نه ده چې له یوه هیواد »آلمان» د نظامي مرستې غوښتنه وشي او بیا د دې د هغه هیواد ولسمشر ونه شي کولی هلته «اوکراین» ته سفر وکړي.

د اوکراین د سفیر جدي غبرګون

په آلمان کې د اوکراین سفیر اندري میلنک د شولڅ څرګندونو ته په د یوه مثال په طرز کې ځواب وکړ چې معمولا آلمان کې ژر خفه »کیدونکو« خلکو ته کارول کیږي نوموړي وویل :»دا ډول چلند له یوه سیاستوال سره ښه نه ایسي .»

هغه وویل:«مسئله په اوکراین کې د نازیانو له رانسکورېدو را وروسته د  تر ټولو خونړۍ ویجاړونکې جګړه ده، دا وړکتون نه دی».

اندری میلنک وویل د اوکراین ولسمشر، زیلینسکي به خوښ وي چې د اولاف شولڅ هرکلی وکړي. نوموړي زیاته کړه: »هغه څه چې اوکراین د هر سمبولیک سفر په پرتله خوشحاله کوي دا دي چې د آلمان ایتلافي حکومت اوکراین ته درنو وسلو لیږلو مصوبه چې پارلمان هم تصویب کړې، ژر تر ژره تصویب کړي.»

آلمان اوکراين ته درنې وسلې ورکوي

د جرمني صدراعظم د برلین له خوا د درنو وسلو په استولو کې د ځنډ او ځنډیدو نیوکې ته په ځواب کې وویل: »ما تل ګړندۍ پریکړه کړې، خپل نظر له نورو او متحدینو سره شریکوم. خو دا زما دنده ده چې د وضعیت روښانه درک سره اقدام وکړم.»

شولڅ ټینګار وکړ چې د آلمان او نورو هیوادونو مالي او پوځي مرستې اوکراین ته توان ورکړی چې د یو زبرځواک پر وړاندې ودریږي. نوموړي ویلي چې د اوکراین د پوځ ملاتړ ته به دوام ورکړي.

د جرمني د حکومت په وینا د جګړې له پیل راهیسې چې نیږدې اته اونۍ کیږي اوکراین سره یې د بېلابېلو وسلو په برخه کې نږدې دوه سوه ملیون ډالره مرسته کړې ده.

 

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب