1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتياآلمان

د آلمان صدراعظم شولتڅ په کرونا ناروغۍ اخته شوی

۱۴۰۲ آذر ۲۷, دوشنبه

آلمان صدراعظم اولاف شولتڅ پر خپله ایکس پاڼه خبر ورکړی، چې هغه په کرونا ناروغۍ اخته شوی دی. هغه همدا راز ویلي چې د کرونا له امله خپل ملاقاتونه او فعالیتونه محدودوي.

Deutschland | Einigung für den Bundeshaushalt 2024
انځور: Florian Gaertner/photothek/IMAGO

د دوشنبې په ورځ د آلمان صدراعظم اولاف شولتڅ خبر ورکړی چې دی په کرونا ناروغۍ اخته شوی دی او دا چې له کبله یې خپل رسمي او غیر رسمي ملاقاتونه او فعالیتونه محدودوي.

شولتڅ پر پخوانۍ ټویټر او اوسنۍ ایکس پاڼه لیکلي دي چې «دا داسې یو ناڅاپي خبر وو چې زه یې خامخا خوشاله نه کړم. زما د کرونا اوسنی ټیسټ دوه کرښې ښکاره کوي.»

د آلمان دغه ۶۵ کلن صدراعظم پر خپله ایکس پاڼه وړاندې لیکي چې »ډیر کم علایم لرم او تمه ده چې [کرونا] عادي تیره شي. د اوس له پاره په خپل کور کې له خپل میزه کار کوم.»

د شولتڅ ویاند شتیفن هیبیشترایت بیا ویلي چې شولتڅ له خپل دفتره په حکومتي غونډو کې د ویډیو کنفرانس له لارې ګډون کوي.

پر کوید ۱۹ تر اخته کیدو وروسته اوس ټاکل شوې چې د آلمان صدراعظم اولاف شولتڅ د دوشنبې او سه شنبې په ورځ په عامه غونډو کې ګډون ونه کړي. د نوموړي ویاند همدا راز ویلي چې د سه شنبې لپاره د سلواکیا د لومړي وزیر رابرټ فیکو لیدنه هم د نوموړي د ناروغۍ له کبله لغوه شوې.

 

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل