آیا خوښیږي مو چې پر تخت یا چپرکټ څملئ؟ د آلمان د فضايي ادارې ساینسپوهان تاسې ته یوه ښه دنده لري. یوازې ۶۰ ورځي پر چپرکټ څملاستلو په بدل کي ۱۶۵۰۰ يورو ورکوي. موخه يې پر بدن باندې د لږ جاذبي قوې د اغېزو ازمويل دي.
اعلان
د آلمان د فضايي ادارې ساینسپوهان داسې رضاکارانو ته چې پر چپرکټ یا تخت ۶۰ ورځي څملي ۱۶۵۰۰ یورو چې شاوخوا ۱۸۵۰۰ډالر کیږي ورکوي. دوی په دې موده کې د انسان پر بدن باندې د جاذبي قوې د منفي اغیزو په هکله یو لړ ازمويني کوي. سربیره پر دې دغه رضا کاران به په یوه داسې ځای کې وساتل شي چې جاذبه قوه پکښې صفر وي.
فضا یعنې په سپوږمۍ او مریخ کې د اوږدې مودې له پاره د فضانوردانو پر بدن باندې د جاذبې قوې د اغیزو د پوهیدو له پاره، د آلمان په کولن ښار کې د دغه هيواد د هوا-فضا ادارې مرکز (DLR) ۱۲ نارینه او ۱۲ ښځینه رضاکارانو ته اړتیا لري، څو دوې میاشتي پر تخت څملي او د دوی پر بدن باندې ځیني ازمويني وشي.
د فضا د څیړنې او تکنالوژۍ په برخه کې د آلمان د هوا-فضا ادارې د اجرایوي بورډ غړی هانسیورګ ډیټوس وايي: «په راتلونکې کې فضا ته د خلکو تګ به ډیر ارزښت ولري، څو د جاذبې قوې په نه شتون کې ازمويني وشي، خو موږ باید دغه کار د فضا نوردانو له پاره د امکان تر حده پورې خوندي ترسره کړو.»
په فضا کې چې وزن او د جاذبې قوه موجوده نه وي، د اوږدې مودې له پاره د انسان پاتېدل د دې سبب ګرځي چې د انسان هډوکي او عضلات کمزوري، د زړه فعالیت کمیږي او همدا راز د دې سبب ګرځي چې د انسان د بدن مایعات د بدن پورته برخې ته ولاړ شي.
په فضا کې ډیره موده پاتیدل همدا راز د دې سبب ګرځي چې انسان د کمزورتیا، سرګرځیدو، د مخ پاړسوب، د سفر له امله د زړه بد والی، د غوږونو په برخه کې ستونزې، د ملا درد او همدا راز د بدن د دفاعي سیستم د کمزورتیا سبب ګرځي.
د ۶۰ ورځو په دغو ازموينو کې به رضا کاران د ټولو ازموينو له پاره پر تخت پاته وي، دوی ته خواړه، د ځان مینځلو او تشناب ته د تګ له پاره سهولتونه په پام کې نیول شوي دي.