د بشري حقونو ټولنې؛ پاکستان کې منتظر افغانان را انتقال کړئ
۱۴۰۴ آذر ۱۸, سهشنبه
د ډسمبر پر ۱۰مه نيټه د بشري حقونو د نړیوالې ورځې په مناسبت ، ۲۵۰ سازمانونو د یوه پرانیستي لیک له لارې د آلمان له حکومته غوښتي دي چې له گواښ سره مخامخ افغانان ومني.
په هغه لیک کې چې د مسیحي سوسیال له گوند (CSU) څخه د آلمان کورنیو چارو وزیر الکساندر ډوبرینټ او له مسیحي ډیموکراټ گوند (CDU) څخه د بهرنیو چارو وزیر یوهان واده فول په نوم لیکل سوی، راغلي دي: "اوس ټول هغه څه چې ستاسو په واک کې وي، ترسره یې کړئ، ترڅو د آلمان له خوا د منلو ژمنو لرونکي افغان میرمنې او نارینه د کال تر پایه پورې آلمان ته راانتقال کړئ."
څه ناڅه ۱۹۰۰ افغانان آلمان ته د تگ په تمه دي
د سوسیال ډیموکراټ گوند په گډون د آلمان ائتلافي حکومت د افغانانو له پاره د منلو پروگرام د روان کال په می میاشت کې د اوس وخت له پاره ځنډولی دی. خو په تیرو اونیو کې بیا هم په د منلو ژمنو لرونکو افغانانو ډکې څو الوتکې له پاکستان څخه آلمان ته راورسیدې.
د منلو د بیلابیلو پروگرامونو په چوکاټ کې، په مجموعي توگه لا څه ناڅه ۱۹۰۰ افغانان، آلمان ته د تگ له پاره انتظار باسي. په هغو کې پخواني ځايي کارکوونکي او د هغوی کورنۍ هم شاملیږي. دغو کسانوڅه د پاسه څلور کاله مخکې، واک ته د طالبانو له بیا رسیدو دمخه ، د آلمان د ادارو له پاره کار کړی وو.
د اعتبار، باور او انسانیت له پاره یوه ازموینه
د پرانیستي لیک لاسلیک کونکو په منځ کې پرو ازیول، د نړۍ له پاره ډوډۍ، امنسټي انټرنیشنل جرمني، او د بشري حقونو د څار سازمانونه شامل دي. د پرو ازول شریکې رییسې، هیلین ریزین، د منلو ژمنه لرونکو ټولو خلکو ژغورنه "د آلمان ددغه حکومت د اعتبار، باور او انسانیت له پاره یوه ازموینه" وبلله.
په ځانګړې توګه، دغه سازمانونه غوښتنه کوي چې د کال له پای ته رسیدو دمخه دي د چټکې، له بیوروکراسۍ پرته د وتلو پروسه پیل سي او د منلو د ټولو پروګرامونو له پاره دې امنیتي چکونه او د ویزې پروسې ژر تر ژره بشپړې سي. سربیره پردې، د آلمان حکومت باید د پاکستان له حکومت سره په خبرو اترو کې له ټولو موجوده لارو چارو څخه کار واخلي ترڅو افغانستان ته د اغیزمنو سویو کسانو د نورو اخراجونو مخه ونیسي او د پروسې تر بشپړیدو پورې دي د خوندي استوګنځایونو تضمین وکړي.
کارلسروه: د ویزو په اړه د چټکې پریکړې غوښتنه
يو شمیر افغانانو د ويزو ترلاسه کولو په موخه په دې منځ کې د آلمان محکمو ته هم مخه کړې ده. تیره اونۍ د آلمان د اساسي قانون محکمې د افغانستان د سترې محکمې د یوه پخواني قاضي په قضیه کې پریکړه وکړه. دغه پخوانی قاضي، د هغه میرمن او د هغوی څلور کوچنیان له کلونو راهیسې آلمان ته د راتګ په انتظار دي. محکمې د خپلې پريکړې په ترڅ کې د جرمني حکومت ته سپارښتنه وکړه چې د هغوی د ویزو د غوښتنلیکونو په اړه سمدلاسه پریکړه وکړي.