اې اف ډي ګوند د ښی اړخي افراطي ګونډ په توګه درجه بندي شوی
۱۴۰۴ اردیبهشت ۱۲, جمعه
د آلمان د اساسي قانون د ساتنې ادارې (BfV) د «آلمان له پاره بديل» ګوند د يوه افراطي سازمان په توګه نومولی دی.
دغه ګوند ولې د افراطي ګوند په توګه درجه بندي شوی؟
د آلمان د اساسي قانون د ساتنې ادارې له لوري چې داخلي استخباراتي اداره ده، ویل شوي چې دغه امر یې د «ژورو او هر اړخیزو» پلټنو وروسوته کړی دی.
يادې ادارې د جمعې په ورځ وويل: «پر دغه ګوند د نفوذ لرونکو خلکو په منځ کې موجود د نژاد او نسل پر بنسټ ولاړ تصور د آزاد او ديموکراتیک نظم سره سمون نه لري.»
همدا شان زياته شوې: «دغه ګوند هدف لري چې د ټولنې ځيني برخې په ټولنه کې له مساوي ونډې بې برخې کړي، له هغوی سره له اساسي قانون سره ټکر لرونکی چلند کوي او په دې توګه يو له حقوقي پلوه ټيټ حيثيت ورکړي.»
تېر کال د «آلمان له پاره بديل» ګوند د پارلمان غړي د يوه رپوټ پر اساس د هېواد د هغو میليونو وګړو چې د مهاجرت شاليد لري، د ډله ایز اخراج په يوه احتمالي پلان کې شريک بلل شوي ول.آلمان: له «ای اآلمان: له «ای اف ډي» ګوند سره د همکارۍ له وجې ميرکل يو ځل بيا پر ميرڅ نيوکې کړيف ډي» ګوند سره د همکارۍ له وجې ميرکل يو ځل بيا پر ميرڅ نيوکې کړي
اړونده موضوع: د شولڅ او میرڅ ترمنځ د پناه غوښتنې او ښي اړخه ګوند په اړه د نظر اختلاف
په فیبرورۍ میاشت کې د پارلماني ټاکنو تر مخه امريکايي میليارډر ایلن ماسک، هم دغه ګوند ستايلی وو او ویلي یې وو چې یوازې دغه ګوند «آلمان ژغورلی شي.»
د آلمان د اساسي قانون د ساتنې ادارې لا دمخه د آلمان په ختيځ تورنګن او زاکسن انهالت ايالتونو کې دغه ګوند د افراطي ګوندونو په نوملړ کې شامل کړی وو.
د کورنيو چارو وزیره: دا ګام هیڅ سیاسي انګیزه نه لري
د آلمان د کورنيو چارو وزيرې نانسي فېزر، په يوه جلا اعلاميه کې ويلي دي چې د اساسي قانون د ساتنې ادارې د موندنو تر شا چې پر يوه ۱۱۰۰ پاڼې لرونکي رپوټ ولاړې دي، هیڅ «سياسي نفوذ» موجود نه وو.
نوموړې وويل چې دغه ګوند د يوه ديموکراتیک نظم پر ضد يو کمپاين پيل کړی وو.
فېزر، چې په يو څو ورځو کې به د نوي حکومت په راتګ سره له خپلې دندې ګوښه شي، وويل: «اې اف ډي د يوې داسې توکمیزې طرحې استازيتوب کوي چې د ولس له ټولو ډلو سره تبعيض کوي او له هغو کسانو سره چې د مهاجرت تاريخ لري د دويم درجې د آلمانانو په توګه چلند کوي.»
نوموړې وويل: «د دوی نژادي رويه یې په راسیسټي څرګندونو کې منعکسيږي، په ځانګړي توګه د کډوالو او مسلمانانو پر وړاندې.»
د «اې اف ډي» ګوند په آلمان کې څومره شهرت لري؟
دې پاپوليستي ګوند په تېرو پارلماني ټاکنو کې ۲۰،۸ سلنه رایې وګټلې او د آلمان د راتلونکي صدراعظم فريدرش میرڅ، د سي ډي يو او سي اس يو ګوندونو اتحاد وروسته یې چې ۲۸،۶ سلنه رایې ترلاسه کړې وې، دويم ځای خپل کړ.
خو تازه نظر پوښتنې بيا ښيي چې د دغه ګوند محبوبيت نور هم ډېر شوی دی. د «فورزا» د نظر پوښتنو په حواله تېره اونۍ دغه ګوند حتی له ۲۶ سلنه رايو سره د سي ډي يو او سي اس يو، ګوندونو له اتحاد څخه چې ۲۴ سلنه خلکو یې په پلوۍ کړې وه، مخکې و.
اړونده موضوع: د المان د ټاکنو تحلیل: المانانو د بدلون له پاره رایه ورکړه
د «آلمان له پاره بديل» ګوند د ایالتي پارلمان يوه غړي د اساسي قانون د ساتنې ادارې د دې ګام په اړه وويل چې دا «د خواشينې وړ ده» چې نور آلماني ګوندونه یې ګوند په نخښه کوي.
د آلمان د بادن – وورتمبیرګ د پارلمان غړي انتون بارون، وويل: «دا د خواشينې وړ ده چې زموږ د هېواد د ديموکراسۍ وضعيت ته وکتل شي چېرې چې زاړه ګوندونه اوس حتی د اپوزیسیون د يوه تر ټولو قوي ګوند پر وړاندې له داسې لارو چارو کار اخلي چې له سياسي پلوه د پوښتنې وړ دي.»