1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د آلمان نوي صدراعظم فرانسې او پولنډ ته سفر وکړ

گل غوټۍ پوپل | فرانسوي خبري آژانس ، رویترز، آلمانی خبري آژانس
۱۴۰۴ اردیبهشت ۱۷, چهارشنبه

د آلمان نوي صدراعظم فریدریش میرڅ، خپله کاري دوره ګاونډیو هیوادونو، فرانسې او پولنډ ته په سفر کولو پیل کړه. میرڅ، له اروپايي متحدینو سره د اړیکو د نوي کولو په هڅه کې دی.

هغه لومړی په پاریس کې له ولسمشر ماکرون، سره وکتل
د آلمان نوي صدراعظم فرانسې او پولنډ ته سفر وکړانځور: Stephanie Lecocq/REUTERS

فریدریش میرڅ، د سې شنبې په ورځ (۲۰۲۵ م کال د می ۶ مه) د جرمني په پارلمان (بوندستاگ) کې له یوه حیرانوونکي شوک سره مخامخ سو ځکه چې وې نه سو کولای د رایه اچوونې په لومړي پړاو کې اړينې رایې ترلاسه کړي. بلاخره یې د رایه ورکولو په دوم پړاو کې چې په همدغه ورځ له غرمې وروسته ترسره سو، د پارلمان د غړو  ۳۲۵ رایو په تأیید سره د صدراعظم په توگه انتخاب سو او سمدستي یې د وفادارۍ لوړه وکړه.

اړوند:آلمان: میرڅ د رایې اچونې په دويم پړاو کې د صدراعظم په توګه وټاکل شو

نوموړی د چهارشنبې په ورځ فرانسې او پولنډ ته ولاړ ترڅو د فرانسې له ولسمشر، ایمانوئل مکرون، او د پولنډ له صدراعظم دونالډ توسک، سره لیدنه کتنه وکړي. هغه لومړی په پاریس کې له ولسمشر ماکرون، سره وکتل او وروسته پولند ته ځي.

د رویترز خبري آژانس د یوه فرانسوي چارواکي له خولې لیکلي دي چې میرڅ، له مالي او اقتصادي نړۍ څخه ژوره پوهه لري او دا هغه څه دي چې هغه مکرون، ته لانیژدې کوي. 

د جرمني نوی صدراعظم په پاریس کی د ملاقات پرمهالانځور: Sean Gallup/Getty Images

مکرون، د سې شنبې په ورځ په آلماني او فرانسوي ژبو کې د يوه پوست له لارې میرڅ ته مبارکي ورکړه. هغه په دې پيغام کې وویل چې باید ډاډ ترلاسه سي چې "د فرانسې او جرمني د محرکې موتور او ګډ تصمیم نیول، تر بل هر وخت پیاوړي سي."

میرڅ فرانسې ته له سفر وروسته پولنډ ته ځي

په پام کې ده چې د آلمان نوی صدراعظم به د چهارشنبې په ورځ له غرمې وروسته پولند ته سفر وکړي. میرڅ، د سې شنبې په ورځ د «زید دي اف» په نوم آلمانۍ رسنۍ ته وویل چې له ایمانوئل ماکرون، او دونالد توسک، سره به د اروپا د مهاجرت د سیاست د لاسختولو په هکله خبري اتري وکړي. د میرڅ حکومت په پلان کې لري چې په مځکنیو سرحدونو کې د پناه غوښتونکو په ردولو سره، غیرقانوني مهاجرت نورهم محدود کړي.

اړوند:د پناه غوښتني د سیاست د چټک بدلون په اړه د آلمان د نوي حکومت پالیسي

فریدریش میرڅ او ماکرون د پاریس د الیزې په ماڼۍ کی انځور: Ludovic Marin/AFP/Getty Images
گل غوټۍ پوپل ګل غوټۍ پوپل له کلونو راهیسې د افغانستان په اړه د راډیويي او تلویزیوني خپرونو ویاندویي کوي.
د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل