1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د آلمان نیدرزاکسن ایالت د سلفیانو ټولنه وتړله

۱۴۰۳ خرداد ۲۳, چهارشنبه

د آلمان په براون شوایگ کي د آلماني ژبې اسلامي ټولنې (DMG) په تړل کیدو سره، د نیدرزاکسن ایالت د چهارشنبې په ورځ په دغه هیواد کي د افراطي اسلامپالو پر وړاندي پریکړنده گام پورته کړ.

Deutschland Berlin | Razzia, Zusammenhang Verbot der Jihad-salafistischen Vereinigung Jama'atu
انځور: Paul Zinken/dpa/picture alliance

د آلمان د نیدرزاکسن ایالت د کورنیو چارو وزیري دانیلا بیهرینس وویل: «موږ داسي یوه ټولنه نه سو زغملای چی پکښي په منظم ډول غیر مذهبي خلکو، ښځو، یهودانو او یا هم په مجموعي ډول زموږ ټولنیز نظم ته ارزښت نه ورکوي او په وړاندي یې خلک مبارزې ته راغوښتل کیږي. د «آلماني ژبي اسلامي ټولنې» منع کیدل په نیدرزاکسن او تر هغه دباندي سلفیانو ته یو سخت گوزار دی.»

په برلین او براون شوایګ کي پلټنې

د نوموړي بندیز د عملي کولو له پاره امنیتي ځواکونو په برلین او براون شوایگ کي اته ملکیتونه وپلټل. د بیهرینس په خبره په دې تړاو کوم څوک نه دي نیول سوي. د يادي ټولنې شتمني ضبط سوې ده.

د dpa خبري آژانس د معلوماتو له مخي، په برلین کي دوه شخصي کورونه وپلټل سول.

د آلمان  د کورنیو چارو وزارت مطبوعاتي ادارې خبر ورکړی دی چي د نوموړي ټولني د بندیدو په اړه د جرمني له حکومت سره خبري اترې سوي وې.

د معلوماتو له مخي د جرمني د کورنیو چارو وزیرې نانسي فایزر ، په خبره: «ښارونه او ایالتونه زموږ د پرانیستې ټولني د دښمنانو پر وړاندي په قاطعیت سره عمل کوي.» د هغې په خبره اسلامپاله  صحنې په دقیق ډول تر څارني لاندي نیول کیږي، هغې زیاته کړه: «موږ داسي ډلې نه زغمو چي ځوانان افراطیت ته هڅوي او نوي اسلامپاله کسان ځانته راجذبوي.»

په جرمني کی سلفیانانځور: picture alliance / dpa

سلفیان د «اسلامي دولت» جوړیدل غواړي

سلفیت د اسلام تر ټولو شاته پاته او سخته محافظه کاره څانگه ده. د هغې پیروان ځانونه د اصيل اسلام مدافع ګڼي او اصلاحات ردوي. هغوی غواړي چې حکومت، حقوقي نظام او ټولنه د دوی له اصولو سره سم تنظیم سي. د هغوی هدف د یوه «اسلامي دولت» داعش  رامنځته کیدل دي.

پلت فورمونه باید د دغي ټولنی کانالونه بند کړي

په دغه بندیز کي همدارنګه د نوموړي ټولني انترنتي ویب پانه هم شامله ده. سربیره پردې د بیلابیلو پلت فورمونو له چلوونکو څخه هم غوښتل سوي دي چي د دغي ټولني کانالونه بند کړي. د امنیتي چارواکو په حواله د سلفیانو ایډیالوژي له نیدرزاکسن څخه بهر، د داسي پلټ فورمونو لکه، یوتیوب، ټیک ټاک او انستاگرام له لاري هم خپریدل.

سلفي واعظانو په سختې جنگي لهجې سره له مسلمانانو غوښتل چي هغه سلفي مقررات تعقیب کړي چی د ډیموکراسۍ له ارزښتونو سره سمون نه لري. د مثال په ډول به ورته ویل کیدل چي څرنگه تر لاس لاندي ښځو ته سزا ورکړي او یا هم د کافرانو د وژلو له پاره به یې له خدای څخه د مرستې د غوښتنو په هکله تبلیغات خپرول.

د dpa خبري آژانس د معلوماتو له مخي، چارواکو له دې امله هم دغه بندیز عملي کړ چي د دغي ټولنې فعالیتونه له نیدرزاکسن څخه بهر ته غځیدلی وو. په دا وروستیو کي د اساسي قانون د ساتني رئیس، توماس هالدین وانگ دې خبري ته اشاره کړې وه چي اسلامي سازمانونه د مثال په ډول د « Muslim Interaktiv» ډلې په شان په تیره بیا ځوانان د خپلو مسلکي ویډیو گانو له لاري تر هدف لاندي راولي. هغه ياد خبري آژانس ته وویل، د دې کار هدف«د ډیرو زړو پیغامونو» خپرول دي چي حتی د خلافت تر جوړولو پوری دی.

GP/NZ/AG

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل