د المان ولسمشر، فرانک والتر شتاينماير همداراز د هغې «غوسې او منزوي کېدو» څخه خبرداری ورکړ چې مسلمانان يې د هغه په خبره تجربه کوي.
شتاينماير د جمعې په ورځ (د ۲۰۲۰ کال د می ۲۳مه) مسلمانان وستايل چې په د دغه هېواد کې پلي محدوديتونه يې د رمضان او روژې په مياشت کې مراعات کړي دي. نوموړي په ورته وخت کې هغه قهر او غوسې ته د پای د ټکي د ايښودلو غوښتنه هم وکړه چې په آلمان کې مېشت مسلمان اقليت ورسره مخامخ دی. د رمضان يعنې د روژې نيولو او تفکر مياشت د پای په درشل کې شتاينماير دا هم ليکلي دي چې ډېرو مسمانانو دغه محدوديتونو قسماً ډېر سخت بللي دي. د هغه په خبره «زه غواړم ستاسو ټولو څخه مننه وکړم چې دغه سخت مقررات مو مراعات کړل او د ويروس په وړاندې په بريالۍ مبارزه کې مو برخه واخيستله.»
د روژې مياشت رمضان داسې وخت بلل کيږي چې مسلمانان پکې سره راټوليږي د دې پر ځای چې سره جلا او بېل وي، خو دغه بېلتانه او جلاتوب ته د بنديزونو او د ټولنیزې فاصلې د تدابيرو له کبله اړتيا ليدل شوې وه.
شتاينماير همداراز د ديني يا مذهبي انګيزې لرونکو بريدونو پر ضد د قاطع عمل غوښتنه هم وکړه. د هغه په خبره «قهر او منزوي کېدنه، د تاوتريخوالي ډک بريدونه چې مسلمانان پکې په نښه کيږي، پر مسجدونو باندې حملې - دا هر څه نه شو زغملی، موږ بايد اجازه ورنه کړو.»
د آلمان د کلن ښار جامع جوماتانځور: picture-alliance/dpa/U. Baumgarten تېر کال په آلمان کې پر مسلمانانو او د هغوی پر تاسيساتو باندې ټول ټال ۸۷۱ حملې وشوې چې د ولسمشر په خبره د دولت په شمول د هر چا مسئوليت دی چې مسلمانان ورڅخه وژغوري.
شتاينماير د فبرورۍ د ۱۹مې هغه پېښه هم ياده کړه چې د يو ښي اړخي او د توکم پالنې د انګيزې لرونکي وسله وال له خوا پکې نهه تنه د هاناو ښار په يوه قيلون يا چلم خانه کې ووژل شول. ټولو قربانيانو بهرنۍ ريښې درلودې چې ترکيه الاصله او بوسنيا ټبره کسان پکې هم شامل ول.
د ياد ۴۳ کلن وسله وال په کور چې په شکمن ډول يې خپله مور هم وژلې وه مخکې له دې چې ځان ووژني، داسې کاغذونه او ويډيوګانې وموندل شوې چې د قتلونو تر شا د توکم پالنې انګيزې ته اشاره کوي.
د آلمان ولسمشر شتاينماير وويل چې د هاناو پېښو ورباندې ژور تاثير کړی دی چې د ګډ سوله يز ژوند پر ضد او د آلمانانو د ارزښتونو په وړاندې يوه حمله يې وبلله، يعنې داسې ارزښتونه لکه پت، زغم، تنوع او د دين او عبادت آزادي.
jsi/rt (dpa, KNA)/ن ص/ ا ا
زموږ له آرشيف څخه يو انځوريز البوم:
روژه او کرونا؛ د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه د روژې په زړه پورې انځورونه
روژه د اسلام یو له مقدسو میاشتو څخه شمیرل کیږي، خو سږنی روژه د کرونا د وبا سره مل ده؛ ګڼ شمیر هیوادونو جوماتونه، بازارونه او ان ټول ښارونه تړلي دي. د نړۍ په مختلفو هیوادونو کې مسلمانان د کرونا وبا پرمهال څنګه روژه نیسي؟ انځور: Reuters/M. P. Hossain سعودي عربستان؛ له زیارت کوونکو خالي مکه مکرمه د کرونا وبا پرمهال که چیرته د کعبې شریفې دغه انګر له زیارت کوونکو ډک وای، نو د خلکو روغتیا ته به یې یو جدي ګواښ رامنځ ته کړی وو. د سعودي حکومت د کرونا د لا ډیر خپریو د مخنیوي له پاره د حج د مراسمو د لغوه کولو په هکله هم فکر کوي. د روژې په میاشت کې کعبه شریفه هیڅ کله هم دومره خالي نه وي، خو دلته شته کسان هم زیاتره پاک کوونکي دي.
انځور: Getty Images د سریلانکا په مالوانا سیم کې دغه مسلمانه کورنۍ روژه ماتي ته شیبې شماري. دغه کورنۍ د ډول ډول خوړو په شاوخوا کې ناست تر روژه ماتي د افطار دعا کوي. د کرونا وبا له کبله د ټولنیز واټڼ په پام کې نیولو سره د اروپا د معیار له مخې به دغه فاصله د ټولنیز واټن له مراعت کولو سرغړونه وي.
انځور: Getty Images/I. S. Kodikara اسرائیل؛ د فاصلې په مراعتولو سره عبادت کول د رپوټونو له مخې په اسرائیلو کې، ځايي اوسیدونکي د کرونا وبا له کبله رامنځ ته شوي د فاصلې ساتلو قوانین په جدي توګه تعقیبوي. په اسرائیلو کې دغه مسلمانان د بیلګې په توګه د جافا ساحل ته څیرمه د موټرو په یوه تم ځای کې د فاصلي په مراعت کولو سره لمونځ کوي. پر سړک باندې نخښې له دوی سره مرسته کوي چې یو له بل څخه فاصله وساتي.
انځور: Getty Images/A. Gharabli اندونیزیا؛ د انترنت له لارې لمونځونه د اندونیزیا په پلازمینه جاکارتا کې د بامبانګ سوپریانتو په نامه دغه امام مقتدیانو ته د رسیدلو له پاره پر خپل ګرځنده موبایل او د انترنت پر شبکې باندې تکیه کوي. په دې انځور کې د سوندا کیلاپا جومات ملا امام سوپریانتو لیدل کیږي چې د ټولنیزو رسنیو له لارې په ژوندۍ بڼه خپریدونکې ویډو کې د قرآن شریف تلاوت کوي. هغه د ماسک په کارولو سره غواړي نورو ته یو ښه مثال پریږدي.
انځور: Reuters/W. Kurniawan امریکا متحده ایالات؛ د روژې اعلان د امریکا متحده ایالاتو په میشیګن کې د ډیربورن ټولنیز مرکز اړوند د الاسلام جومات مخې ته دغه لیکنه د روژې د هرکلي له پاره نصب شوې ده. د دغه جومات کار کوونکو د سږنۍ روژې اعلان په همدې توګه کړی دی او دغه راز لیکنې او لوحې یې د جومات په مختلفو ځایونو کې نصب کړي دي.
انځور: Getty Images/E. Cromie د نورو هیوادونو په څیر په سریلانکا کې هم د کرونا وبا له کبله جوماتونه تړل شوي دي او خلک نه شي کولی د روژې په میاشت کې جوماتونه ته د عبادت په موخه ولاړ شي. مسلمانان بیا کولی شي په یوازې سر په خپلو کورونو کې عبادتونه وکړي. د سریلانکا په پلازمینه کولمبو کې د کور پر بام پر قالینه ناست دغه هلک د روژه ماتي له پاره شیبې شماري.
انځور: Reuters/D. Liyanawatte آلمان؛ قرآن شریف د تلیفون له لارې په جرمني کې د بن یامین ادریس په نامه دغه ملا امام په خپل ځیرک تلیفون کې د قرآن شریف تلاوت ثبتوي ترڅو بیا یې وروسته په انترنت کې پر لیکه کړي. په دغه انځور کې ملا امام ادریس د پنزبرګ اسلامي فورم په مرکز کې لیدل کیږي چې د آلمان په بایرن ایالت کې موقعیت لري او په ۲۰۰۵م کال کې پرانیستل شو. دغه عبادت ځاي د معمارۍ یوه جایزه هم ګتلې ده.
انځور: Reuters/A. Uyanik ترکیه؛ له ګڼه ګوڼې خالي ښار دغه ودانۍ د ترکیې د استانبول په بیوګلو سیمه کې د ګلاټا ټاور نومیږي. په عادي وختونو کې دغه ځای د خلکو له ګڼه ګوڼې ډک وي او اوس چې ترکیه هم له کرونا وبا سره په مبارزه کې ده، دغه سیمه خالي ده. د روژې د میاشتې د راتګ سربیره، په ترکیه کې ټول جوماتونه تړل شوي دي او ځینې جوماتونه بیا د مرستو د ویش په مرکزونو بدل شوي دي.
انځور: Getty Images/B. Kara نیپال؛ د لمانځه له پاره آذان ځینې شیان په هر وضعیت کې ثابت پاتې کیږي. په انځور کې د نیپال په پلازمینه کتمندو کې د جومات یو موذن لیدل کیږي چې د لمانځه له پاره د آذان په حال کې دی. د تیر وخت په څیر، د روژې په میاشت کې به هم آذانونه اوریدل کیږي خو جوماتونه بیا تړلي دي.
انځور: Getty Images/P. Mathema سنګاپور؛ نندارتون د کرونا ناروغانو د روغتون په توګه په سنګاپور کې دغه ستر نندارتون اصلاً د نندارتونونو او سترو سوداګریزو غونډو له پاره کارول کیږي. خو د کرونا وبا له کبله د سنګاپور په ګډون د ټولې نړۍ اقتصادي څرخ دریدلی دی، نو دغه راز سترې ودانۍ بیا د کرونا د ناروغانو له پاره کارول کیږي. په دغه ستره ودانۍ کې د کرونا ناروغان بستر دي او د روژې په میاشت کې یې د عبادت له پاره هم امکانات ورته په پام کې نیولي دي.
انځور: Reuters/M. Nasiruddin