څارنوالانو د پنجشنبې په ورځ په فرانکفورت کې ویلي دي چې یو آلمانی سرتیری چې ورباندي د ترهګریز برید د پلان لرلو شک کیږي نیول شوی دی.
دغه ۲۸ کلن سرتیری، چې نوم یې د شخصي معلوماتو د نه بربنډیدو قوانینو له مخې نه دی افشا شوی، په هامبورګ کې د تمریناتو پرمهال د آلمان د پوځ په یوه اډه کې نیول شدی دی. پولیسو همداراز په آلمان، اتریش او فرانسه کې۱۶موقعیتونه لټولي او د پیښې په تړاو يې یو څه شواهد ترلاسه کړي دي.
څیړونکي وایي چې نیول شوی دویم بریدمند «له پریدیو څخه د ویرې شالید» تر اغیزې لاندي راغلی وو او د یوه برید پلان یې کړی وو. کډوال او پناه غوښتونکي د هغه د دغه برید هدف ول.
څارنوالانو ویلي دي چې دغه کس په جنوري میاشت کې د ویانا د هوایي ډګر په یوه تشناب کې یوه ډکه وسله پټه کړې وه. کله چې هغه په فبروري میاشت کې بیرته ویانا ته ولاړ څو خپله وسله یو ځل بیا ترلاسه کړي، نو د یوې لنډې مودې له پاره د اتریش پولیسو نیولی هم وو.
پولیسو بیا له دې کبله چې کافي شواهد یې په لاس کې نه لرل، دغه کس بیرته آزاد کړ. خو د دغه شکمن کس د ګوتو نښان ښيي چې هغه د ۲۰۱۵م کال په وروستیو کې په یوه جعلي نوم په آلمان کې ځان د سوریې د یوه ګډوال په توګه ثبت کړی وو. د ۲۰۱۶م کال په پیل کې بیا هغه په آلمان کې په همدې جعلي نوم د پناه غوښتنه وکړه. هغه ته بیا وروسته د پناه غوښتنلیک له مخې په آلمان کې د اقامت امکانات او آن یو اندازه پیسې ورکړل شوي وې.
داسې ښکاري چې دغه کس پر دې سربیره چې په فرانسوي پوهیدی او عربي خبرې یې نه شوي کولای، ځان ته هیڅ د چارواکو پام نه دی اړولی.
په دې موده کې دغه کس د فرانسې په ایلکریچ کې اوسېد، چیري چې د آلماني او فرانسوي ځواکونو یو ګد غونډ پروت دی.
څارنوالان په دې باور دي چې دغه کس غوښتل د ويانا په هوايي ډګر کې خپله وسله د «جدي جنایي عمل» په موخه وکاروي. دغه وسله په غیر قانوني توګه رانیول شوې وه، او د آلمان د پوځ نه وه.
پولیسو همداراز د نیول شوي بریدمن د زیږیدو له ښاره چې اوفینباخ نومیږي، یو بل ۲۴ کلن کس هم نیولی دی. چارواکي وايي د دغه نيول شوي کس چې یو ښي اړخه افراطي دی په کور کې داسې توکي هم موندل شوي دي چې د آلمان د قوانینو له مخې ورباندې بندیز لګول شوی دی.
څیړونکي لا تر اوسه پورې د دغو کسانو د کړو وړو پر لامل په یقیني توګه نه پوهیږي، خو دا امکان چې هغوی غوښتل یو برید ترسره کړي او بیا یې پړه پر کډوالو باندې واچوي، نه ردوي.
د آلمان د پوځ د استخباراتو ضد اداره همدا اوس په پوځ کې د ښي اړخي افراطیت ۲۷۵ پیښې څیړي. پر دې سربیره په پوځ کې د افراطي اسلامپالني او کین اړخه افراطیت په لسونو پیښې هم تر څیړنې لاندي دي.
زموږ له ارشيف څخه:
د آلمان ږغ د نړۍ په بيلو برخو کي د مهاجرو کمپونو ته لنډه کتنه کوي. دا په داسي حال کي چې د مهاجرو بحران په نړيواله توګه ادامه لري. انځور: picture-alliance/AP/R, Adayleh فرانسه کې د مهاجرو لمړنۍ کمپ مهاجر تر فرانسې هم ورسیدل. دا د فرانسې په شمال کې د ګرنتي ساینته (Grande-Synth) نومې سیمه کې د مهاجرو لمړنی کمپ دی. دغه کمپ د مارچ میاشت په سر کې پرانیستل شو چې د پلان له مخې له ۲۰۰ څخه تر ۳۷۵ تنه کسانو لپاره په کې د لرګو کابینونه یا کوټې جوړې شوي دي.
انځور: Reuters/P. Rossignol درې کلنه تینا یوه عراقي کوردۍ مهاجره ده، تینا د فرانسې په ګرنتي ساینته کمپ کې اوسیږي. په دغه کمپ کې د نارینه ۴۷ تنه ماشومان او ۶۰ تنه ښځې په یو نامناسب حالت کې ژوند کوي. له لرګیو څخه جوړ دغه کمپ کې میشت ډیری مهاجر عراقي کردان دي.
انځور: Reuters/P. Rossignol د یوې امیدواره راتلونکې لپاره یوه کلیواله ښوونکې مهاجرو ته د تدریس پر مهال. دا د سویلي الجریا په تیندوف سیمه کې د بوجدور کمپ ښوونځی دی. په دغې صحرایی سیمه کې د مهاجرو پنځه کمپونو شتون لري، چې شاوخوا ۱۶۵۰۰۰ مهاجر په کې ژوند کوي. د کمپ پر یوه دیوال لیکل شوي: که مبارزه همدا وي نو راتلونکې زمونږ ده.
انځور: Reuters/Z. Bensemra په صحرايي سیمو کې د مهاجرو په کمپونه کې ژوند په السمرا کمپ کې یو مهاجر د خپل نړیدلي کور د بیارغولو په حال کې. د دغه مهاجر کور تیر اکتوبر میاشت کې د راوتلو سیلابونو له امله ویجاړ شوی وو. د السمرا کمپ اوسیدونکي شپې د رڼا په موخه د موټرو له بطریو څخه کار اخلي.
انځور: Reuters/Z. Bensemra یوه مهاجره نجلۍ چې د مقدونیې او یونان تر منځ بنده پاتې ده له خپلې کیږدۍ څخه په دې تمه څار کوي چې کله به یې پر مخ لاره خلاصیږي. دا د یونان د ایډیوماني سیمه ده، چې ډیر مهاجر په کې اروپا د تلو په نیت تم دي.
انځور: Reuters/A. Avramidis د یونان په ایډیوماني سیمه کې د بند پاتې شویو مهاجرو ماشومان د ساعتیرۍ او وخت تیرولو په موخه لوبې کوي. له بلخوا ډاکترانو کمپ کې د ناسم وضعیت د شتون له کبله د ناروغیو د خپریدا خبرداری ورکړی. د ایډیوماني سیمه ته له آتن او د یونان له ټاپو ګانو څخه په زرګونه مهاجر راوړل شوي دي.
انځور: Getty Images/D. Kitwood د ترکیې په سوروچ سیمه کې د مهاجرو یو کمپ. په دغه کمپ کې نژدې۲ اعشاریه ۷ میلیونه سوري مهاجر میشت دي. ترکیه کې لا هم سوري کډوال د کار کولو اجازه نلري. نارینه مهاجر له بیکارۍ ناهیلي بریښي، خو یوې ښې راتلونکې ته په انتظار کې دي.
انځور: Getty Images/C. Court تعلیم او ستونزمن چاپیریال افغان مهاجر ماشومان د پاکستان په کلبات کمپ کې د ښوونځي په یوه ټولګي کې د درس ویلو پر وخت. ملګرو ملتونو پر پاکستان غږ کړی چې دغه هیواد کې میشت دونیم میلیون افغان مهاجرو ته دې د تعلیم اسانتیاوی برابرې کړي.
انځور: Reuters/C. Firouz د سوډان شمال په واد سیمه کې ستړي ستومانه اریتریایی کډوال له ډیرو مزلولونو وروسته په درانه خوب کې. اریتریا یو افریقایي هیواد دی.
انځور: Reuters/M. N. Abdallah ماشومانو ته د لوبو یوازنی سامان یو سوري مهاجر ماشوم د اردن په مفروق نومي کمپ کې د موټر له یو ټایر سره د لوبو کولو په حال کې. دغه کمپ په ۲۰۱۲ کال کې وروسته له هغې چې سوریه کې تاوتریخوالو زور واخیست جوړ شو. اوسمهال په دغه کمپ کې څه د پاسه ۸۳۰۰۰ کډوال ژوند کوي. سوریه کې جګړې په ۲۰۱۱م کال کې پیل شوي.
انځور: picture-alliance/AP/R, Adayleh