آلماني استازو ته له اینجرلیک اډې څخه د لیدنې اجازه ورکړل شوه
۱۳۹۵ شهریور ۱۸, پنجشنبهد دغې شخړې شالید د آلمان د پارلمان یا بوندستاگ له لوري د ارمنیانو په تړاو یوې اعلامیې ته ورگرځي. په دغه اعلامیه کې د عثماني امپراتورۍ پر مهال د ارمنیانو وژنه د یو «قتل عام» په توگه غندل شوې وه. پر دغه گام انقرې سخته نیوکه کړې وه.
د دې په تعقیب د اینجرلیک په هوایي ډگر کې د ناټو اډې ته د آلمان د پارلماني استازو پر سفر بندیز، په غیر رسمي توگه د ترکي حکومت د لوري د پارلمان د دغه چلن پر وړاندې د غچ اخیستلو په توگه انگیرل کیده. د آلمان د بیلابیلو گوندونو د دفاعي چارو پوهانو غوښتنه کوله که چیرې ترکیه دغه بندیز لیرې نه کړي نو له دغې اډې څخه دې آلماني سرتیري راوایستل شي.
شتاین مایر د دغه گام هرکلی کړی
په دغه شخړه کې وروسته له هغې خوځښت رامنځ ته شو چې څو ورځې تر مخه د آلمان صدراعظمې انگلا مېرکل حکومت په عامه محضر کې وویل چې د آلمان حکومت داسې فکر نه کوي چې دغه اعلامیه الزامي بڼه لري. د آلمان اپوزیسیون دغه گام د ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان پر وړاندې د ضعف د یوه زیگنال په توگه وارزاوه.
د سه شنبې په ورځ د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاوش اوغلو د «وېلت» په نامه له آلمانۍ ورځپاڼې سره په یوه مرکه کې د دې زیگنال ورکړی وو چې ترکیه د سفر بندیز لیرې کولو ته چمتو ده.
د آلمان د بهرنیو چارو وزیر فرانک والتر شتاین مایر، د انقرې د دریځ د بدلون په هکله خوښي څرگنده کړې ده: «زه د دې هرکلی کوم چې د ترکیې حکومت د آلمان د پارلمان د دفاعي چارو جرگه گۍ د سفر پلان تائید کړی دی.» هغه ویلي دي چې د ترکیې د حکومت په دغه گام سره دوی یو گام پرمخ تللي دي.
په اینجر لیک کې اوس مهال ۲۵۰ آلماني سرتیري ځای پر ځای دي. هغوی د تندلارې ډلې «اسلامي دولت» یا داعش پر ضد له هوایي بریدونو څخه له یوه اکتشافي ماموریت سره ملاتړ کوي.