د آلمان پارلماني انتخابات: د بهرنۍ پالیسۍ ارزونه او راتلونکی
۱۴۰۳ اسفند ۳, جمعه
د آلمان د نوي حکومت لپاره به بهرنۍ پالیسي یوه له خورا مهمو او ستراتیژیکو موضوعاتو څخه وي. مثلا د دفاع په موضوع کې به پر متحده ايالاتو د اتکا پر ځای به د خپلو دفاعي امکاناتو پر پراختيا تمرکز کولو ته اړ وي.
د آلمان نوی حکومت به د باندنيو چارو د سياست په ترڅ کې له يو شمېر ننګونو سره مخامخ وي. په دې هکله اټکلونه کيږي چې په ياده ساحه کې به د آلمان لپاره يو نوی پېر پيليږي او خپل تمايل او لومړيتوبونه به نوي تعريفوي. يا په بله معنی آلمان به د اقتصادي ځواک په توګه له خپل مسترح حالت څخه د جيوپوليټيکي علایقو لرونکي دريځ ته اوړي.
د دویمې نړیوالې جګړې وروسته، آلمان د لویدیځو متحدینو یوه مهمه برخه وه چې د دیموکراسۍ، د قانون د حاکمیت او څو اړخیزه همکاریو مدافع بلل کېدونکي هيواد واوښت. بهرنی سیاست یې په لویدیځو متحدینو، په ځانګړي ډول امریکا، پورې تړلی و چې د آلمان د امنیت اساسي تضمین یې کاوه.
متحده ايالات نور آلمان ته د امنیت تضمین نه ورکوي
د مونیخ په سږني امنیتي کنفرانس کې د امریکا د متحده ايالاتو مرستیال ولسمشر جی ډي وانس اعلان وکړ چې اروپا باید د خپلې دفاع لګښتونه پخپله پرې کړي. دا اعلان د احتمالي نوي آلماني صدراعظم، د مسيحي دموکرات اتحاد ګوند (CDU) مشر فریدریش مېرڅ لپاره حیرانوونکی و.
مېرڅ له دویچه وېله سره په مرکه کې وویل: "موږ په يو تاريخي پړاو کې يو. هغه دا چې د امریکا امنیتي ضمانتونه نور نشته او امریکایان د دیموکراتیکو بنسټونو مشروعیت تر پوښتنې لاندې راولي."
د آلمان د پارلمان غړی رودرېش کیزه ویټر خبرداری ورکوي چې آلمان باید د دیموکراسۍ او د قانون د حاکمیت د ساتنې لپاره جدي ګامونه پورته کړي. هغه ټینګار کوي چې چین د خپل نفوذ پراخولو او د دیموکراتیکو هېوادونو، په ځانګړي ډول آلمان، د اقتصادي انحصار زیاتولو هڅې کوي.
کیزه ویټر: د چین په وړاندې سادهګی ختمه کړئ
کیزه ویټر استدلال کوي چې آلمان باید د خپل بهرني سیاست نوې ستراتیژي رامنځته کړي او د خپلو ملي ګټو ساتنې ته لومړیتوب ورکړي. هغه وايي: "که موږ خپل سیاست بدل نه کړو، اقتصادي زیانونه به جدي وي او ناټو به خپله دفاعي اغېزمنتیا له لاسه ورکړي." په وينا يې "موږ باید د بهرني سیاست لپاره نوې تګلاره وټاکو او د چین په اړه له سادهګۍ لاس واخلو."
د آلمان سوله ساتي ځواکونه په اوکراین کې؟
د اوکراین د جګړې په تړاو به هم ښايي د آلمان سیاست تغير وکړي. له ۲۰۲۲ کال راهیسې، آلمان تر امریکا وروسته د اوکراین تر ټولو لوی ملاتړ کوونکی هېواد و، هم د نظامي مرستو له مخې او هم د کډوالو د منلو له امله. اوس، داسې ښکارې چې د جګړې د پای ته رسولو لپاره یو نوی توافق د امریکا او روسیې ترمنځ روان دی چې په کې د آلمان رول محدود ښکاري. تمه کېږي چې آلمان او نور اروپایي هېوادونه به د سولې د احتمالي تړون د تضمین لپاره خپل سرتیري واستوي. خو د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ لا دمخه ویلي، چې امریکا به په دې ماموریت کې برخه وانخلي.
د آلمان خلک د سوله ساتو ځواکونو استولو سره مخالف دي
د فورزا په نوم انسټيټيوټ لخوا یوې نظرپوښتنې وښوده چې ۴۹ فيصده آلمانان د سوله ساتو ځواکونو د استولو طرفدار دي، خو ۴۴٪ یې مخالفت کوي. برحال صدراعظم اولاف شولڅ د دې موضوع په اړه محتاط نظر لري. هغه د اې آر ډي ټلوېزیون ته ویلي: "موږ د سولې د خبرو اترو ملاتړ کوو، خو دا باید د یو اړخیز فشار له لارې پر اوکراین تحمیل نه شي."
B د آلمان پوځ ته ۵۰۰ میلیارده یورو بودیجه
د آلمان د دفاعي وړتیا پیاوړتیا به د آلمان د نوي حکومت لپاره يوه ډېره اساسي موضوع وي. د زرغون ګوند استازی انتون هوف رایټر وړاندیز کوي چې د آلمان دفاعي بودیجه باید ۵۰۰ میلیارده یورو ته لوړه شي. د CDU ګوند مشر فریډریش مېرڅ وايي چې آلمان باید په اروپا کې د پوځي ځواکمن هېواد په توګه مخ کښ رول په غاړه واخلي. هغه دويچه ویله ته وويل: "اروپا له آلمان څخه د مشرتابه تمه لري. موږ باید دا رول ادا کړو، ځکه آلمان د اروپا د سترې وچې په جغرافیایي زړه کې موقعیت لري."
آلمان به د اسراییلو ملاتړ ته دوام ورکړي
د نږدې ختیځ د سیاست په برخه کې به د آلمان حکومت د اسراییلو د موجودیت د حق کلک ملاتړ ته دوام ورکړي. د اسرائيل څخه ملاتړ او د اسرائيل موجوديت د آلمان په دولتي تعريف شوو لومړيتوبونو يا اساسي تګلارو کې يو دی. خو آلمان لا هم د "دوو دولتونو حللاره" (اسراییل او فلسطین) ته ژمن دی، که څه هم دا طرح ورځ تر بلې غیر عملي کېږي.
د دفاعي بودیجې دوه برابره کېدل؟
آلمان له ۲۰۲۲ کال راهیسې ۱۰۰ میلیارده یورو ځانګړې دفاعي بودیجه لري، خو دا به تر ۲۰۲۸ کال پورې مصرف شي. تمه کېږي، چې د آلمان د پوځ کلني لګښتونه به له اوسني ۵۰ میلیارده یورو څخه ۸۰ یا ۹۰ میلیارده یورو ته لوړ شي. دا پیسې به یا د نوو پورونو له لارې برابر شي یا به د بودیجې په نورو برخو کې د کموالي راوړلو له لارې برابريږي چې دا موضوع د ټاکنیزو سیالیو یوه مهمه برخه ګرځېدلې. کیزه ویټر باور لري چې دا زیاتوالی د آلمان د راتلونکي حکومت لپاره "حیاتي" دی، ځکه که آلمان خپله دفاعي بودیجه لوړه نه کړي، نو "امریکا به آلمان نور جدي و نه نیسي."
د امریکا پر ځای نوي متحدین؟
آلمان هڅه کوي چې د د بهرنیو اړیکو په برخه کې له خلیجي هېوادونو لکه سعودي عربستان، متحده عربي امارات او د سویلي امریکا له هېوادونو سره خپلې اړیکې پراخې کړي. د آلمان د بهرنیو چارو وزیرې انالېنا بېربوک په آلماني تلويزيون زيډ ډي اف کې د اروپا په هکله وويل: "موږ ۴۵۰ میلیونه وګړي لرو، موږ د نړۍ تر ټولو لوی اقتصادي بازار یو او موږ باید نوې ستراتیژۍ غوره کړو."