1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د آلمان پارلمان د سنتۍ قانون مسوده تصويب کړه

۱۳۹۱ آذر ۲۳, پنجشنبه

په آلمان کي مسلمانان او يهودان تر دې وروسته هم اجازه لري چي خپل هلکان سنت کړي. دغه پرېکړه د آلمان مرکزي پارلمان په لوي اکثريت سره وکړه. په دې ډول به په آلمان کي د يهودانو او مسلمانانو له پاره حقوقي ډاډمنتيا رامنځته سي.

انځور: picture-alliance/dpa

پر دغي موضوع باندي تر دوه ساعته بحث وروسته د پارلمان له۵۸۰ تنو وکيلانو څخه ۴۳۴ يې د حکومت له خوا وړاندي سوي مسودې ته مثبته رايه، ۱۰۰ تنو مخالفه رايه او ۴۶ وکيلانو ممتنع رايه ورکړه. دغه راز هغه وړاندي سوې مسوده، چي تر۱۴ کلنۍ وروسته دي هلکان سنت سي، په ۴۲۶ رايو سره رد سوه.

د پارلمان له خوا د دغي پرېکړي په مقابل کي په آلمان کي د مذهبي اتحاديو مشرانو هم مثبت عکس العملونه وښودل. د يهودانو د مرکزي شورا رئيس ديتر گرومن وويل: «د دغې پرېکړې سياسي پيغام دادی چي تر دې وروسته هم مسلمانان او يهودان کولاي سي په آلمان کي په اطمينان سره ژوند وکړي.»

د مسلمانانو د مرکزي شورا رئيس آيمان مايزيک هم له دې امله خپله خوښي څرگنده کړه او ويې ويل: «بلاخره د کولن د ايالتي محکمې له خوا وړاندي سوی لانجمن قانون ته د پای ټکی کښېښودل سو.»

د هلکانو سنتول د مسلمانانو او يهودانو د مذهبونو يو اساسي جز بلل کيږي. خو د ۲۰۱۲کال د می په مياشت کي د کولن ايالتي محکمې د هلکانو د سنتولو موضوع تر انتقاد لاندي ونيوله او دغه کار يې يوه جسمي شکنجه وبلله.

د هغوی د دغي ادعا په مقابل کي په آلمان کي مېشت مسلمانانو او يهودانو سخت عکس العملونه وښودل. دوی په دې اندېښنه کي سول چي حقوقي ډاډمنتيا يې په جرمني کي تر پوښتني لاندي راغلې ده.

د يهودانو د مرکزي شورا رئيس ديتر گروامن هغه وخت وويل، چي «د نړۍ په هيڅ بل هيواد کي د نورو مذهبونو په مقابل کي دونه سخت او ظالمانه تعصب موجود نه دی، لکه دلته په آلمان کي چي دی.»

تر هغه وروسته په مياشتو مياشتو پر دغي موضوع باندي تاوده بحثونه روان ول. د نوامبر په پاي کي بيا د سوسيال ديموکراتانو، کيڼ اړخو او زرغون گوند له خوا د يوه بديل قانون مسوده رامنځته سوه، چي په هغې کي راغلي وه، ميندي او پلرونه اجازه نه لري چي تر۱۴کلنۍ مخکي خپل زامن سنت کړي او پس له هغه بيا په خپله کوچني تصميم نيسي چي دا کار ومني او که نه. خو دغه مسوده هم د کوچنيانو د ساتني د سازمانو له خوا له انتقادونو سره مخامخ سوه.

په يهودانو کي يو هلک د زېږېدو پر اتمه ورځ سنتيږي، دغه خبره د دوی په مذهبي کتاب تورات کي راغلې ده. په متحده ايالاتو کي د سنتۍ موضوع د صحي تدابيرو اساسي جز دی او هرکال په دغه هيواد کي په سلهاوو زره هلکان سنتيږي.

اوس به د آلمان د پارلمان دغه پريکړه د جمعې په ورځ د دغه هيواد سنا يا بونډسرات ته هم وړاندي سي.

الکساندر شولڅ/ گل غوټۍ پوپل
کتونکی: نجيب الله زيارمل

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل
د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب