د آلمان پارلمان (بوندستاګ) د پنجشنبې په ورځ په عراق کې په ۲۰۱۴م کال کې د ترهګري ډلي داعش له خوا د یزيديانو وژنه د «نسل وژنې» په توګه په رسميت پيژندلې او د دې محاصره شوي اقليت د ملاتړ غږ یې کړی دی.
د بوندستاګ استازو د آلمان په حکومتي ائتلاف کې د شاملو دريو ګوندونو د ګوندي ډلګيو له خوا وړاندې کړل شوې لایحه تصويب کړه. دغه د یزيديانو استازو وستايله.
آلمان د یزیديانو له پاره د عدالت په هڅه کې دی
په دې پريکړه ليک کې ويل شوي چې د آلمان پارلمان «د ملګرو ملتونو د پلټونکو تر قانوني ارزونې وروسته د یزيديانو پر وړاندې ترسره شوي جرمونه د نسل وژنې په توګه په رسميت پيژني.»
آسترليا، بيلجيم او هالند هم لا دمخه د یزيديانو وژنه د نسل وژنې په توګه په رسميت پيژندلې وه.
پر یزيديانو د جرمونو د غندني مرکز
په دې پريکړه ليک کې د داعش جنګيالو له خوا «د یزيديانو په بشپړه توګه د له منځه وړولو په نيت» ترسره شوي «د نه بيانېدو وړ ظلمونه» او «له ظلم ډکه بې عدالتي» غندل شوې ده.
په دې ترڅ کې د آلمان له قضايي سیسټم څخه غوښتنه شوې ده چې په آلمان کې د شکمنو کسانو پر وړاندې نورې جنايي قضیې هم تعقيب کړي او همدا راز پر حکومت غږ شوی دی چې په عراق کې د جرمونو په اړه د شواهدو د راټولو په برخه کې لا ډېر مالي ملاتړ وکړي او د یزيديانو د ويشل شوې ټولنې د بيارغونې سره د مرستې له پاره دې بودجې ته وده ورکړي.
په دې ترڅ کې پر آلمان غږ شوی دی چې د يوه تاريخي ريکارډ د تضمينولو او د اقليتي ډلو د حقونو د ساتنې له پاره پر عراق د فشار اچولو په موخه دې د یزيديانو پر وړاندې د ترسره شويو جرمونو د غندنې يو مرکز رامنځته کړل شي.
د ترهګرۍ واکمني
داعش يا په اصطلاح «اسلامي دولت» تندلارې وسله والې ډلې په ۲۰۱۴م کال کې د عراق په شمال کې د سنجار غرونه ونيول چېرې له پيړيو راهېسې یزيديان ژوند کوي. یزيدیان د يوه ډېر لرغوني دين پيرويان دي چې په زردښتي دين کې رېښې لري هغه څه چې داعش ډله یې بدعت ګڼي.
یزیدیانو ته ولي په اسلام کي په ښه سترگه نه کتل کیږي؟
دغي ډلې ښځې او نجونې مريانې کړې وې او هلکان یې د ماشوم عسکرو په توګه استخدامول، په داسې حال کې چې د دغه مذهبي اقليت ډېر نارينه یې ووژل. له هغه راهېسې په زرونو یزيديان له سيمې تېښتيدلي دي.
ويل کيږي چې د دې اقليت تقريباً ۵۰۰۰ کسان وژل شوي او ۷۰۰۰ تښتول شوي دي. ډیری یې سوریې ته وړل شوي ول چېرې هغه وخت يو شمير سيمې د اسلامي دولت ډلې په لاس کې وې.
ب. ص/ ن. ز (dpa, KNA)
زموږ له آرشيف څخه:
د عراق په شمال کې د یزیدي بې ځایه شوو وضعیت
په زرونو یزیدیان د «اسلامي دولت» د ترورستي ډلې لله بيرې د سنجار غرونو ته کډه شوي دي. د امریکا دولت دغه سیمه په خپل هوايي مرستو سره تر پوښښ لاندی راوستلې ده.
انځور: AHMAD AL-RUBAYE/AFP/Getty Imagesد«اسلامي دولت» په نوم ترورستي پاڅون پرمختگ د عراق په شمال کې سیاسي او منیتي بحران لا پسي ډیر کړی دئ. د ملگرو ملتونو سازمان د اټکلونو پر اساس په عراق کې یو ميلیون او ۲۰۰۰۰۰ تنه بی ځایه شوي دي. د یزیدي دین په زرونو پيروان د «اسلامي دولت» ډلي له بیري د سنجار غرونو ته تښتیدلي دي.
انځور: Reutersیزیدیان د عراق له هغو سیمو څخه چې د «اسلامي دولت» د ترورستي ډلې تر کنترول لاندی دي په بشپړه توگه شړل شوي دي. په زرونو دغه یزیدیان سوريې ته تښتیدلي دي. د عراق او سوريي سرحدي پوله.
انځور: Reutersد«اسلامي دولت» جنگیالیو، له هغوی څخه پېسې، قیمتي شيان او پاسپورتونه اخیستي دي. د دغو بې ځايه شوو ډيری بې له خپلو کاليو نور څه نه لري. یو شمیر ماشومان په روحي ناروغیو اخته شوي دي. همدارنگه۵۰۰ یزیدیان له خپل کور کلي څخه د شړل کیدو پر مهال وژل شوي دي.
انځور: Reutersبې ځايه شوو یزیديانو ته د خوراکي موادو او مرستو رسول، مرستندويو ټولنو ته آسانه کار نه دئ. د څښاک له پاره د پاکو اوبو نشتوالی د دغو کډوالو عمده ستونزه بلل کیږي.
انځور: Ahmad Al-Rubaye/AFP/Getty Imagesد روغتيايي امکاناتو د کمښت ستونزه
د دارو درملو مرستو ته ډېره اړتيا لېدله کيږي. په عراق کې د کردستان د سرې میاشتي سازمان غړو وروسته د یوې اوږدې فاصلې وهلو څخه ځانونه د سنجاري غرونو ته د یزیدي بی ځایه شوو مرستي ته رسولي دي. ډیر شمیر دغه بې ځایه شوي ټپیان او یا هم ډیر کمزوري شوي دي.
انځور: Reutersملگري ملتونه اټکل کوي چې د عراقي بی ځایه شوو او کډوالو شمیر یو ميلیون او ۲۰۰ زرو ته رسیږي. د عراقي کردستان ښارونه د مذهبي اقلیتونو په پیروانو ډک شوي دي. دغه بی ځایه شوي د اسلامي دولت د تروستانو له بیري د خپلو کورنو پریښودولو ته اړ شوي دي او اوس په داسي حالت کې ژوند کوي چې یوازي سرپناه لري.
انځور: picture-alliance/dpaد اربیل په سیمه کې د پناه غوښتونکو کمپ
د کډوالو له پاره د ملگرو ملتونو عالي کميشنرۍ د اربیل ښار ته نږدې د کډوالو یو کمپ جوړ کړی دئ. په دغه کمپ کې کډوالو ته خېمې هم ورکړل شوي دي.
انځور: picture-alliance/dpaله څو ورځو راهیسي د امریکايي ځواکونو باروړونکي الوتکي د سنجار په غرونو کې یزیدي بیځایه شوو ته خوراکي مواد او اوبه رسوي. دوی له نوري نړۍ سره هیڅ ارتباط نه لري، ځکه نو دغو مرستو ته ډیره اړتيا لري.
انځور: picture-alliance/dpaد عراق پوځ له خوا هوايي مرستي
عراقي پوځ هم د څرخۍ الوتکو په وسیله دغو کډوالو ته د اړتیا وړ مرستي رسوي. د امریکا د پوځي کارپوهانو او مرسته رسوونکو ټیم په دې توانیدلی دئ چې د سنجار په غرونو کې دغو بې ځایه شوو ته مرستي ورسوي.
انځور: picture-alliance/dpaد ملگرو ملتونو سازمان په دې اند دئ چې اوس هم شاوخوا ۱۰۰۰ انسانان د گرمۍ او اوبو له کمښت سره مخامخ دي. د«سي ان ان» ارمریکايي تلویزون خبر ورکړی دئ چې د اسلامي دولت ترورستي ډلي د سنجار له غرونو څخه نزدې ۱۰۰ يزيدياني تښتولي دي.
انځور: picture-alliance/dpaد ښځو، کوچنيانو او ټپانو ژغورل
مرسته رسوونکي ډلي کوښښ کوي چې په لومړي قدم کې ټپیان، ښځي او کوچنيان امن وسیمو ته انتقال کړي. د مرسته رسوني په بهیر کې یوه څرخۍ الوتکه هم رالوېدلې ده، ځکه چي تر ټاکلي اندازې ډیر کډوال پکښې سپاره ول.
انځور: picture-alliance/dpaپه اروپا کې د یزیدیانو احتجاجونه
په اروپايي هیوادونو کې د یزیدي اقلیت غړو د احتجاجونو په ترسره کولو سره د عراق په شمال کې له بی ځایه شوو سره د مرستې غوښتنه وکړه. دوی له یزیدیانو سره د لا زیاتي مرستې او وسلو استولو غوښتنه درلوده. په دغه انځور کې د آلمان په هنوور ښار کې یزیدي احتجاج کوونکي لیدل کیږي.
انځور: picture-alliance/dpa